Categories

اعلان

Loading…

دڼیا (ګشنیز) مو پښتورګی پاکوي/ ژباړه: صالح محمد هوتک

طبي نړۍ کې ورته د روغتیا د خزانې نوم ورکول سوی دی، علمي نوم یې Coriandrum Sativum او موږ ورته ګشنیز یا دڼیا وایو،په اسیا او افریقا کې په پراخه پیمانه موندل کېږياو تر نیم متر جګېږي.

دڼیا (ګشنیز) د ګڼ شمېر طبعي موادو په شتون سره ستاسو پښتورګي پاکوي، قوي یې ساتي، او د روغتیا لپاره هغه ټول ویټامینونه لري کوم چې زموږ بدن ورته ضرورت لري، لکه: ویټامین آې، ویټامین بي، ویټامین سي، همدارنګه وسپنه، کلسیم، پوتاشیم اومګنیزیم هم لري.

دڼیا (ګشنیز) د نورو زیاتو ګټو سربېره د بدن د دفاعي سیستم د پیاوړتیا، د زړه د ناروغیو، وینی فشار، پریشانۍ د کموالي

صالح محمد هوتک

صالح محمد هوتک

او د بې خوبۍ تر څنګد پښتورګو د ډبرو د له منځه وړلو لپاره هم زیات ګټور دي.

 همدا راز ډنیا (ګشنیز) قوي اشتها راوړنکي دي یعني د خوړو په هضم کې مهم رول لري، ځکه ډنیا د هضم غدو ته د هضم لپاره شیره تولیدوي او په دې توګه اشتها زیاتوي.

د ګشنیزو په وسیله مو پښتورګي پاک کړئ!

تګلاره:

  • لومړی څه اندازه ګشنیز راواخلئ او پاک یې ومینځئ.
  • بیا یې میده، میده کړی.
  • ورسته میده سوي ګشنیز په اوبو کې د لسو دقیقو لپاره و ایشوئ.
  • د څو دقیقو لپاره يې پرېږدئ چې یخ سي، وروسته یېتر یوې پاکې صافې وباسی (فلټر کړئ) تر څو د ګشنیزو خالصي اوبه پاته سي.
  • د ګشنیزو خالصي اوبه په یخچال او یا هم یخ ځای کې کښېږدئ او یو، یو ګلاس د ورځي ورڅخه چیښئ.

انشاءالله څو ورځي وروسته به یې پایله پخپل ادرارو (تشو بولو) کې ووینئ.

یادونه:  ښځي باید یاده سوې کړنه او یا هم د دڼيا (ګشنیزو) د استعمال څخه د امیندوارۍ او میاشتني عادت پرمهال په کلکه ډډه وکړي ځکه د دوی لپاره خطرناکي پایلي لري.

62 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *