Categories

اعلان

Loading…

د پاکستان پخوانی لوی درستیز وايي، باید د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرې پیل شي

تاند- د پاکستان د پوځ پخوانی لوی درستیز جنرال اسلم بېګ وايي، د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ دې د سولې خبرې پیل شي.

متقاعد جنرال اسلم بېګ پرون /دوشنبه/ د پاکستان په یوه پوځي اکاډیمي کې وویل، په افغانستان کې د یوې سیاسي حللارې د موندلو لپاره باید د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې درېدلې خبرې بېرته پیل شي.

اسلم بېګ په عین حال کې وویل چې امریکا او متحدانو یې د افغانستان په جګړه کې ماتې کړې خو هغوی پر خپلې ماتې اعتراف ته تیار نه دي.

اسلم بېګ، چې په نولس سوه اتیایمه لسیزه کې د ضیاالحق او د هغه د لوی درستیز جنرال اختر عبدالرحمن له مړینې وروسته د پاکستان لوی درستیز و، پر افغانستان او په ځانګړي ډول پر پاکستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل د اغېزو په اړه خبرې کولې.

ده وویل، پخواني شوروي اتحاد د افغان مجاهدینو په وړاندې ماته ومنله او له افغانستانه د وتلو لپاره یې د یوې خوندي او امن لارې غوښتنه وکړه. خو د شوروي اتحاد د پوځونو له وتلو او د مجاهدینو له بري وروسته امریکا افغانان په خپل حال پرېښودل چې په نهایت کې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې اور بل شو.

ده په کورنۍ جګړه کې د خپل هیواد او په ځانګړي ډول د پاکستان د پوځ او استخباراتو د رول هیڅ یادونه ونه کړه او دا یې هم ونه ویل چې پاکستاني پوځ د شورویانو د وتلو په مهال ولي په افغانستان کې د پخلاینې مخالفت وکړ.

متقاعد جنرال اسلم بېګ د افغانستان قوانینو ته په اشارې وویل«د افغانستان د ۱۹۷۳ م کال اساسي قانون ښه او ملي و، په دغه اساسي قانون کې ټول ملي هدفونه، دیموکراسي او د اسلامي قوانینو تطبیق شامل ول خو د اسلامي حقونو برخو ته لومړیتوب ورنه کړای شو.»

ده تور ولګاوه چې په سیمه کې نړیوالې استخباراتي ادارې فعالیت کوي او په افغانستان کې خپلې شبکې پراخوي.

اسلم بېګ مشرف په دې وغانده چې د طالبانو پر رژیم د حملې لپاره یې له امریکا سره مرسته وکړه.

386 total views, 1 views today

2 comments

  1. جمیل خان Reply

    زه بیا دا وایم چې دا زمونږ ببرکوني ملایان او طالبان به هم دا راپورونه او خبرونه لولي او یو څه به د شرم او خجالت احساس کوي که نه چې دوی د پاکستان زرخریده غلامان دي او پاکستان یې د افغانستان د ورانولو او د افغانانو د وژلو لپاره د خپلو ملېشو په حیث استعمالوي. تو لعنت شه او په پاکستان شه او بیا یې په کاسه پاکو چڼو شه چې بې ګناه افغانان وژني.

  2. babrak Reply

    پاکستان حپل روزل شوی پخوانی او اوسنی غلامان ډیر ښه پیژني او د هغوی دګډا د ډول په سور او تال ښه پوهيږي
    یعنی هماغه پخوانی ډول او اتڼ یی مونږ ته پیشنهاد کړی دی

Leave a Reply to جمیل خان Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2