Categories

اعلان

Loading…

پروانه/ ليکواله: نسيمه باري

پروانه د مور او پلار یوازينۍ لور وه، ځکه خو د مور او پلار نه زړه کېده چي ژر يې مېړه ته ورکړي او يا داسي کورته واده سي چي هلته نه وي خوشاله. پروانې دوی ښه شتمن خلک وه، خدای د شتمنۍ تر څنګ د خدای مال اته وروڼه هم ورکړي ول چي پر هر ورور بې حده ګرانه وه. دا چي د پروانې د ښايست، ښو اخلاقو او کمالاتو اوازې تر ليري ليري کليو پوري تللي وې، نو د هغوی پر کور د مرکو شخوَل ( ګڼه ګوڼه) جوړه وه، يوه مرکه به نه وه تللې چي بله مرکه به راغله.  د پروانې کورنۍ هڅه کوله چي هغه  په يوې داسي کورنۍ کي واده کړي چي هتله نېکمرغه ژوند ولري، خو اخير هغه ورځ هم راغله چي پروانه يې يوه هلک ته ورکړه، د پروانې دوی د کورنۍ په فکر دا يوه داسي کورنۍ وه چي دوی غوښته.

د پروانې واده ښه په ډول او درازه، شان او شوکت سره تېر سو، هغه د چا خبره وريجي او غوښي په چارښاخو پکښي بادېدلې. پروانې ته يې مور او پلار له خپلي خوا د سرو زرو دومره ګېڼې او د کور سامانونه ورکړی ول چي ښځو ګوته په غاښ ورته ونيول، د پښتني رواج او ظاهري کړووړو له مخي د مېړه په کور کي د يوې نېکمرغي مېرمني همدا نښي نښانې وي.

پروانه  تر يوه مهاله پوري ښه خوښه او خوشحاله وه، خو څو مياشتي وروسته د هغې مېړه جبار  بد چلند ورسره شروع کړ، پر ډېره کوچنۍ خبره به يې وهله ترټله، ان دا چي د وهلواو ډبولو لپاره يې هسي پلمه ورته غوښته. پروانه چي د پلار په کور کي په ډېر ناز او نعمتونو رالويه سوې وه، دا شکنجې او سپکاوی خورا ګران ورته تمامېده، خو دا هرڅه به يې په ډېره حوصله زغمل او فکر يې کاوه چي وروسته به له دې ستونزو سره عادي سي او يا به يې د مېړه په ذهن کي بدلون راسي. خواښي به يې هم ورته ويل چي لوري هوښ کوه ( پام کوه) چي د مېړه د بدو خويونو په اړه پلارګنۍ ته حال و نه وايې، هره ناوې د خسرګنۍ په کور کي څه ناڅه ستونزي لري،خو وروسته حل کېږي، ته لا نېکمرغه يې چي يوازي دي مېړه بد چلند درسره کوي، له ځينو ناويانو سره ټوله خسرګنۍ بد کوي، خو که ته د مېړه په اړه خپلي پلارګنۍ ته حال ووايې، نو په خسرګنۍ کي به هم خواخوږی پيدا نه کړې، صبر وکړه د وخت په تېرېدو سره به  خدای  هر څه سم کړي.

پروانې هم د خواښي خبره ومنله او هر ډول شکنجې او سپکاوی به يې په پټه خوله پر ځان تېراوه.

څو میاشتي وروسته د پروانې د ورور د واده وخت راورسېد. د پروانې ورور د هغې د خسرګنۍ کره ولاړ چي هغه له ځان سره واده ته بوزي. په همدې ورځ پروانه جبار سخته مېړه وهلې او سترګي يې سرې وې، د هغې ورور څو واره د هغې د خفګان علت وپوښت، خو پروانې پلمه ورته وکړه، ويل ويل تاسي مي يادېدلاست، ژړا راغله، نور څه خبره نسته. کله چي پروانه له ورورسره د پلار کره روانېدله، نو مېړه يې ورته وويل چي بايد يوازي دوې شپې وکړي او دريمه  شپه خپل کور ته راورسوي.

پروانه د پلارګنۍ کره ولاړه،  يو خو يې د ورور واده و او بل نو څو میاشتي وروسته د پلار کره تللې وه او بايد ډېره خوشاله وای، خو د هغې په تندي کي د خواشينۍ نښي نښانې له ورايه ښکارېدې، کله به يې د  جبار جبر، وهل ترټل او سپکي خبري ورياد سوې، ستريګي به يې له اوښکو ډکي سوې، خو ژر به يې پاکي کړې او داسي يې ښووله چي ګواکي  سترګي يې خوږېږي.

تر واده دوې ورځي وروسته پروانې غوښتل کور ته ولاړه سي، خو مور او وروڼو يې نه پرېښووله، ويل سبا به ولاړه سې. پروانې ته که څه هم د جبار بد خوی ورمعلوم و، خو دا چي د ورور واده يې و لږ ډاډه وه چي ښايي څه به نه ورته وايي، هغه و چي يوه شپه يې بله هم وکړه او په سبا کور ته ولاړه. پروانه ډېره خوشاله وه، ځکه چي د خسرګنۍ لپاره يې ښه سوغاتونه راوړي ول، پروانې لا د سوغاتونه غوټه نه وه پرانیستلې چي مېړه يې خوني ته ورغی، تر څو چي پروانې خبره کوله، نو مېړه يې لکه وږی پړانګ ورباندي غوټه سو او تر ستوني يې ونيوله، تر هغو يې وهله ډبوله چي بې سده سوه. مېړه چي يې له خوني ووت، نو خواښې يې ورغله، ګوري چي د پروانې سترګي رډي رډي راختلې، تر خوله يې ځګونه راغلي او سا يې ختلې ده.

پروانې ته يې ژر ژر غسل ورکړ او په کفن کي يې ونغښتل، پلارګنۍ ته يې خبر ورکړ چي هغه په واده کي مسموم سوې او کور ته له رسېدو سره سم مړه سوه. د پروانې پلارګنۍ داسي وخت راورسېده چي پروانه يې قبر ته ورکښته کوله، خو د هغې يوه ورور  وويل چي زه خپله خور يو وار ګورم، زما خور  تاسي وژلې ده، هغه روغه جوړه وه، څنګه کېدای سي چي داسي ناببره دي مړه سي.  که څه هم د پروانې خسرګنۍ او نورو خلکو د پروانې ورور منع کاوه خو هغه له زوره کار واخيست او د پروانې کفن يې خلاص کړ، ګوري چي پروانه تکه شنه اوښتې، په غاړه کي يې د زندګۍ شنه داغونه او پر نور بدن باندي د وهلو ډبولو نښې له ورايه ښکاري.

پروانه يې بيرته په قبر کي کښېښوله او تر فاتحه يې هم تېره سوه. په دې پسې يو کال تېر سو او د پروانې کيسه هم د خلکو  له ياده ووته، خو دا کيسه د پروانې د ورور په ذهن کي ورځ په ورځ تازه کېدله. يوه ورځ سهار مهال جبار په خپله ځمکه کي کار کاوه چي د نژدې لښتي له خوا يو چا ورږغ کړه: تا څه فکر کاوه چي پروانه څوک نه لري چي کسات يې واخلې؟  له دې سره سم پر له پسې پنځه ډزي وسوې او جبار پر ځمکه پړمخي ولويد.

12 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *