Categories

اعلان

Loading…

جانس: باید هیڅ هیواد پرېنښودل شي چې په افغانستان کې نیابتي جګړه جاري وساتي

تاند- د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن نن /شنبه/ کابل کې له تروریستانو سره د مبارزې لپاره د خپل هیواد د ژمنو پخلی وکړ.

جانسن وویل، باید د ترهګرو د انزوا، نیونې او محاکمه کېدو لپاره د افغانستان د حکومت ملاتړ وشي.

ده د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني سره په یوه خبري غونډه کې وویل«د افغانستان اوسنی سخت امنیتي وضعیت راته د درک وړ دی، مهمه دا ده چې د افغانستان حکومت پر دغو ستونزو لاسبری شي او د سولې داسي بهیر پیل کړي چې د اجرا وړ وي.

جانسن په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت حمایت هم اعلان کړ.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر همداراز وویلو هیواد یې تر خپله وسله د افغانستان د حکومت ملاتړ کوي څو دا حکومت د دې جوګه شي چې تروریستان ورټي، ویې نیسي او محاکمه یې کړي.

ده د افغانستان مداخله ګرو ګاونډیانو ته په اشارې وویل«د سیمې هیڅ هیواد باید پرېنښودل شي چې په افغانستان کې نیابتي جګړه جاري وساتي.»

د ده په باور افغانان امنیت او پر راتلونکي باور ته اړتیا لري.

ښاغلي جانسن د افغانستان جغرافیايي موقعیت مهم وباله، ویې ویل چې افغانستان د سوداګرۍ او سیمه ییزو همکاریو ښه وړتیا لري او له لارې یې له منځنۍ اسیا څخه پاکستان ته انرژۍ اسانه لېږدېدای شي.

ده په ترکمنستان کې د ترانسپورت په نړیوال کنفرانس کې د افغانستان د ولسمشر د ګډون یادونه هم وکړه او هغه یې مهم وباله.

2ښاغلی جانسن په کابل کې د بریتانیا په مرسته جوړې شوې سن هرسټ پوځي اکاډیمۍ او په کابل کې د بریتانیایانو هدیرې ته هم لاړ.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر په کابل پوهنتون کې د افغان محصلانو له لوري د شکسپیر د مکبت د تراژیکې ډرامې اجرا هم وکتله.

5 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *