Categories

اعلان

Loading…

د (اسامه بن‌لادن چې زه یې پېژنم) کتاب مخکتنه وشوه

د CNN نړیوالې شبکې د نامتو خبریال پيټر برګن، پښتو ژبې ته راژباړل شوي مشهوره اثر (اسامه بن‌لادن چې زه یې پيژنم) د مخکتنې او نقد غونډه، د هیواد د سیاسي شخصیتونو، د کتاب د یو شمیر مینه‌والو، مدني فعالانو، لیکوالانو او خبریالانو په ګډون ترسره شوه.

غونډې ته د افغانستان ملي امنیت پخواني رییس امرالله صالح، د القاعده د مشر په اړه دغه اثر مهم او ژباړه یې د ځوان نسل په ویښتابه کې ارزښتمنه وبلله، چې له شک پرته په دې کتاب کې یې په پوره امانت، د القاعده د مشر په اړه مهمې خبرې او رازونه لیکلې دي.  صالح زیاته کړه، چې اسامه د افغانانو دښمن و او غوښتل یې دا هیواد له نظریاتي اړخه ټوټه ټوټه او نوموړی یې یو ډارن، متعصب او کمزوری مشر معرفي کړ.

نوموړي ټینګار وکړ چې د افغانستان له هر قوم څخه د ګاونډیانو ملاتړ د خواخوږۍ له مخې نه بلکې د خپلو ګټو او مضریت له کبله دی چې باید افغانان ورته متوجه و اوسو. د نوموړي په خبره، اسامه او پاکستان هیڅ‌کله د یو بل مخالف لوري نه و او هغه یې د پاکستان د سترو اهدافو لپاره د وسیلې په توګه یاد کړ.

2په ملګرو ملتونو کې د طالبانو د امارت استازي مولوي عبدالحکیم مجاهد غونډې ته په خپلو خبرو کې د کتاب په ارزښت او د امارت پرمهال د اسامه ځینې یادښتونه له ګډونوالو سره شریک کړل. هغه زیاته کړه چې طالبان د مدرسو ځوان زلمیان وو، چې د وخت د ضرورت له کبله راپورته او ولس یې خورا استقبال وکړ چې له ډیرو کمزوریو او تیروتنو سره مله وو. مجاهد د طالبانو د واکمنۍ پرمهال یو له هغو چارواکو څخه و چې په افغانستان کې د اسامه له شتون سره مخالف و.

د غونډې بل ویناوال استاد حبیب الله رفیع وویل چې اسامه د امریکا دښمن نه بلکې د هغوی د لویو اهدافو د ترلاسه کیدو لپاره یوه وسیله وه چې وکارول شو. هغه نوموړی یو مرموز انسان یاد کړ چې تر ډیره وخته به دا څپرکی له پیچلیتیاوو ډک وي.  نوموړي د یاد کتاب ژباړه خورا عام فهمه او ځوان نسل ته یې ددې او ورته کتابونو د لوستلو سپارښتنه وکړه.

2د غونډې په پای کې د کتاب ژباړن امان الله اېمان د کتاب په اړه ګدونوالو ته لنډ معلومات ورکړل، هغه دیته ورته کتابونو لوستل او پښتو ته یې ژباړل با ارزښته وبلل چې په خبره یې نوی نسل باید د نړیوالو له نیتونو او د خپل هیواد په اړه د شته نړیوالو واقعیتونو څخه خبر شي. ایمان راژباړل شوی اثر د افغانستان له مسایلو سره تړلی وباله چې د افغانستان د تاریخ د یو مهم پړاو په اړه پکې مهم او باارزښته واقعیتونه راوړل شوي دي.

یاد کتاب د القاعده د مشر اسامه بن‌لادن په اړه د ۵۱ تنو هغو کسانو د مرکو لنډیز دی چې له نوموړي سره یې له نږدې پېژندل او په خپل وخت کې یې په امریکا کې (د کال غوره کتاب) جایزه هم ترلاسه کړې ده. دغه اثر په نړۍ کې د خپل اهمیت له کبله په ډیرو ژبو ژباړل شوی هم دی. ‎

باید ووایو چې ددغه مهم اثر د مخکتنې غونډه په کابل کې د کاروان خصوصي پوهنتون په تالار کې د افغانستان پوهنیز ملي جریان له خوا چمتو شوې وه. او دغه مهم اثر د عازم انتشاراتو له لوري په ښکلي صحافت چاپ شوی دی.

24 total views, 4 views today

3 comments

  1. Zarghoon Reply

    سلامونه
    ایا دا کتاب به بازار کی هم بیدا کیزی؟

  2. عبادالله وردګ Reply

    هغه څوک چې امرالله ناصالح یې بد یادوي پوه شئ چې حتمأ ښه او د الله لوی دوست دی، دا ډول کتابونه د جاسوسي شبکو لخوا لیکل کیږي او ژباړل کیږي، چې لوستل یې یوه مسلمان او د سالم فطرت څښتن ته هیڅ ګټه نه رسوي بلکه فکر یې د اسلام د لویو هستیو په اړه مغشوش کیږي. له مؤمنو وروڼو او خویندو څخه غواړم چې د اسلام د ستر سپاهي شهید اسامه بن لادن او نورو لویو هستیو په اړه د مطالعې لپاره پر واقعیتونو ولاړ او سالم معلومات ولولي.
    عبادالله وردګ

  3. Bashir Reply

    دآفغانستان دښمنان هغه څوک دي چه آسامه او ستاسي په شان جمعيتيان او شورائ نظار ته ئې پيسي او سلاح درکول او ددې ملت پر ضد مو په دواړو دښمنئ خنجر دآفغان ملت پر ستوني نيولئ او چور چپاول او دنابودئ وکندي ته مو ورټيله کول .

Leave a Reply to عبادالله وردګ Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *