Categories

اعلان

Loading…

اوس د نړۍ په سلو کې ۴۷ وګړي له انترنیټه کار اخلي

تاند- د ملګروملتو د ټیلي کمونیکشن د نړیوالې ادارې له یوه تازه راپور سره سم، اوس د نړۍ د ټولو خلکو په سلو کې ۴۷ له انترنیټه کار اخلي.  تېر کال د دې ادارې پر اساس په نړۍ کې د انترنیټ د کاروونکو فیصدي په سلو کې ۴۳ وه.

د ملګروملتو د ټیلي کمونیکشن ادارې په راپور کې دا هم ښودل شوي چې د نړۍ په کومو هیوادونو کې له انترنیټه زیات یا کم کار اخیستل کېږي او د هیوادونو له اقتصاد سره څومره ارتباط لري.

په دې راپور کې ویل شوي چې په سلو کې ۷۹ اعشاریه ۱ اروپایان انترنیټ کاروي چې د نړۍ تر بلې هرې لویې وچې زیات دی.

په سلو کې ۶۶ اعشاریه ۶ امریکایان او د ګډو ګټو د خپلواکو هیوادونو وګړي انترنیټ کاروي.

له بلې خوا په افریقا کې یوازې په سلو کې ۲۵ اعشاریه ۱ خلک له انترنیټه کار اخلي. د اسیا وضعیت تر افریقا ښه دی. په سلو کې ۴۱ اعشاریه ۶ اسیایان انترنیټ کاروي. په اسیا کې د عربي هیوادونو د اوسېدونکو ۴۱ اعشاریه ۹ له انټرنیټه استفاده کوي.

2په دې راپور کې د افغانستان یادونه نه ده شوې خو د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت وايي چې ۵ ملیونه افغانان له انترنیټه کار اخلي چې په سلو کې ۱۶ اعشاریه ۶۶ کېږي.

د ملګروملتو د ټیلي کمونیکشن نړیواله اداره وايي چې په نړۍ کې ۳ ملیارده او ۹ سوه ملیونه انسانان لا هم له انترنیټه بې برخې دي.

په هیوادونو کې د انترنیټ تر ټولو کم کاروونکی هیواد د افریقا نیجر (Niger) دی چې د وګړو په سلو کې ۲ اعشاریه ۲ یې له انترنیټه کار اخلي.

او تر ټولو زیات انترنیټ کاروونکي د ایسلنډ اوسېدونکي دي چې په هرو سلو ایسلنډیانو کې ۹۸ یې له انترنیټه کار اخلي.

په پاسني لیست کې، چې د انترنیت د لسو تر ټولو زیاتو کاروونکو او لسو تر ټولو لږ کاروونکو هیوادونو نومونه یاد شوي، د انترنیټ د بنسټګر یعني د امریکا د متحدو ایالتونو نوم نشته. په هر سلو امریکایانو کې ۷۴ اعشاریه ۶ انترنیټ کاروي.

227 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2