Categories

اعلان

Loading…

هو ما استعفاء وکړه!/ نسیم پښتون شریفي

د تېري جمعې په ورځ، د عقرب پر اته ویشتمه مي د افغانستان جلالتمآب اولسمشر ‌‌‌‌‌‌ډاکټر صاحب محمد اشرف غني ته؛ د دوی د عالي مقام د ځوانانو او ټولنیزو چارو د مشاوریت څخه استعفاء وړاندي کړه او هیله لرم چي منظوره یې کړي.
زما د استعفاء د موضوع په خپرېدلو، د ګرانو هیوادوالو، په ځانګړې توګه ځوانانو نظرونه، زما سره بې کچي مینه او پرېمانه نیکي پېرزویني، هغه معنوي پانګه ده چي مثبته روحیه راکوي، ټولني ته مورال بخښي او راتلونکي ته هیله مندي زیاتوي. زه د خپلو ټولو همفکرو او خواخوږو هیوادوالو څخه د زړه له تله مننه کوم.
د خپلي استعفاء د لاملونو په هکله باید ووایم چي زموږ ځوانان په هراړخیز ‌‌‌‌‌‌ډول د خورا زیاتو ستونزو سره مخ دي او ګڼي اړتیاوي لري، خو په حکومتي سیسټم کي د هیواد ددغه اکثریت چي افغانستان له نسلي اړخه د نړۍ تر ټولو ځوان نفوس لرونکی هیواد جوړوي، هیڅ ستراتیژي، پلان، طرحه او پالیسي نسته.
ماته ددغه درانه مسئولیت په راسپارل کېدو؛ د ځوانانو هیلي پيدا سوې او موږ چي ددغو هیلو او پراخو توقُعاتو د پلي کولو په موخه هر حرکت او هڅه وکړه، نه یواځي دا چي همکاري راسره ونه سوه او امکانات رانکړل سول، بلکهِ خن‌‌‌‌‌‌ډونه هم راته ایجاد سول او بیابیا مو مخه ونیول سوه. اولسمشر ته لاره په بشپړ ‌‌‌‌‌‌ډول تړلې او لاسرسی ناممکن وو.
په مجموع کي د هلوځلو د شن‌‌‌‌‌‌ډولو او زموږ په وړاندي د خن‌‌‌‌‌‌ډونو ایجادولو کړۍ، د اولسمشر پرشاوخوا راګرځېدلې د سلام رحیمي هغه کورنۍ ده چي نه یواځي زموږ ځوانانو بلکهِ د ټول هیواد برخلیک یې برمته کړی دی. دیادي کورنۍ غړي د اولسمشر د غوږونو، سترګو او خولې په څېر، پر مهمو موقعیتونو نصب سوي او په مافیایي بڼه یې هرڅه انحصار کړي دي.
د ځوانانو ستونزو، غوښتنو، هیلو او توقُعاتو ته نه رسیده ګي، زموږ کارونه د ناهیلۍ سره مخامخ کړي ول. پر داسي وضعیت پټه خوله پاتېدل او یواځي موقف ساتل زما لپاره مناسب کار نه وو، ځکه مي استفاء لازمه وګڼله.
موږ ځونانو چي د تېرو دورو د اولسمشرۍ په ټاکنو کي، د پام وړ تجربې حاصلي کړې او د اوسني اولسمشر سره د لویو ارمانونو د تحقق په موخه درېدلي وو، د راتلونکي لپاره به پر خپلو پلانونو کار کوو او زه د هیواد د ‌‌‌‌‌‌ډېرو رښتینو ځوانانو د پېژندګلوۍ، ملتیا او ګ‌‌‌‌‌‌ډ کار د ویاړ په لرلو، پر خپلو ټولو ځوانانو د مدني مبارزو د غښتلو کولو ږغ کوم او په دې برخه کي د نظرونو، وړاندیزونو او طرحو هیله ځني کوم.
موږ به بیاهم په پوره لېوالتیا، د هیواد د ملي ارزښتونو د ساتني او ملاتړ په موخه ګ‌‌‌‌‌‌ډي هلي ځلي کوو.
د پياوړي افغانستان په هیله
 ستاسي ورور نسیم پښتون شریفي
د ټولو هغو ځوانانو په نماينده گى چى ارگ اداره امور او يا نورو ادارو كي ورسره ظلم شوى

20 total views, 2 views today

4 comments

  1. Khushal Safi Reply

    د اشرف غنی په دولت کی اکثره خلک کی چی استعقا ورکوی یو له مهمو علتونو څخه یی د سلام رحیمی ناوړه برخورد او دده له لوری ورته د ستونزو جوړول وی. خو نه پوهیږو چی ولی تر اوسه پدی اړه اشرف غنی هیڅ غبرګون ونه ښوده او نه یی هم کوم اقدام وکړ، نو پوهیږو چی ددوی تر منځ کومه داسی پټه اړیکه ده چی ټول هیواد او هیوادوالو ته یی ستونزی جوړی کړی دی؟

  2. عمرخیل Reply

    نو زه دا وایم چی یو سلام رحیمی نه تاسو ټول دومره په تنګ راغلی یاستی او تاسی د یو سلام رحیمی غم و نه خوړه په ځای ده دی چی هغه رسوا کړی او ویی شرمه وی تا سو خپله استعفا ګانی کوی نو اخر دا لوی قوم مو چاته پریښوده چی تاسو ته په طمعه وو زما په آند دا خپله ماتی منل دی لږ تر لږه خو به مو په سل فیصده کی 20 فیصده خدمت دی غم ځپلی ملت کولای شو زه له تا سو سره په دی کی همغږی نه یم زما پّه آند دا ښه لاره نه ده

  3. حسن Reply

    وایی تیږه چې درنه وی او د پورته کولو توان یی نه لری نو مچو یی کړه او بیرته یی په خپل ځای کیږده. او بل متل دی چې وایی که غل نه اوړي ، مل د واوړی.
    پوهیږم چې ستوزې شته که سلام رحیمی د افغانستان راتلونکوی ستمی دیکتاتور تاسو خپلو مخو ته نه پریږدی نو ښه به داوی چې ټول د هغه له دیکتاتوری واکمنی نه استعفا ورکړی ، کیدای شی ولسمشر هم آخر دې تاریخي سهوی او تیروتنی ته پام شی . که رښتیا هم پدې ناغیړی کې د ولسمشر لاس نه وی نو هرومرو به د خپل هیواد او هیوادوالو ته دتاریخي خدمت په لړ کې د وطندوسته افغانانو او هیوادوالو په مخ کې د خنډ د لری کولو لپاره ژر اقدام وکړی.

  4. Safatullah Baheer Reply

    مننه شریق صیب ستاسو د لیکنی په اخری برخه کی د وړاندیزونو او طرحو غوښتنه کړی ده خو دا مو نه دی په داګه کړی چی وړاندیزونه او طرحی څنګه تر داسی درورسو

Leave a Reply to حسن Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *