Categories

اعلان

Loading…

سر زوری مخلوق/ محمد نعمان دوست

زه چې په کومه لاره کور ته راځم، له یوه دیوال سره مخ کیږم ؛ دا دیوال لکه د ګوشتې سرحدي پوسته کله ړنګ وي او کله ودان. دیوال وهل شوی وي، خو پولیس یې بیرته ړنګ کړي او دا ځکه چې په دولتي زمکه کې یې کوم شخصي زورور وهي.

 د پولیسو او زورورو تر منځ زور ازمايي په هر ځای کې روانه ده. ډیری وخت  شخصي زورور میدان ګټي، همدا لامل دی چې دلته په پارکونو او شنو ساحو کې هم ښایسته ودانۍ ودانې دي، خو چې په زور او بې قانونۍ جوړې شوي، نو هم خپله او هم یې اوسیدونکي بدر رنګه ښکاري.

ښه راته یاد شي؛ د حامد کرزي په لومړي دور کې به موږ له قلعه زمانخان څخه لنډ په یوه خاورینه تپه سید نور محمد شاه مینې ته را اوښتوو. پسرلي کې به تکه شنه وه او مزل کولو به د ستړیا په ځای زړه ته قوت ورکاوه. په دې لاره کې د دفاع وزارت ملکیتونه هم وو، خو وزارت دومره کمزوری و چې له خپلو ملکیتونو یې هم دفاع ونشو کړای، د جهاد او مقاومت له نوم څخه په استفادې غصب شول، په خلکو وپلورل شول او هغه شنه تپه ورکه شوه.

عجیبه ده، موږ د قانون په ارمان یوو خو چې معمولي وس مو وه رسیږي، لکه سر زوري ماران د قانون له منتره وځوو او بیرته قانون ته ټک ورکوو.

په دې وروستیو کې جلال اباد ښار کې د اړوندو ادارو لخوا یو ګډ کمپاین پیل شوی. دا کمپاین خورا ګټور او اړین دی، خو لا یې هم د تطبیق پر وړاندې ستونزې پرتې دي او دا ستونزې عادي خلکو جوړې کړي دي.

شاید دا به د جګړې میراث وي چې موږ یې له قانون څخه په سرغړوي روږدي کړي یوو، هر یو د خپل وس مطابق قانون ماتوو او خپل وحشت په زبات رسوو.

یو وخت به یو حکم صادر شو او چې څنګه به خلک خبر شول نو عملي به یې کړ. نوره نړۍ کې ،چې خلک یې د انسانانو په څیر ژوند کوي، اوس هم همداسې ده. خو دلته باید د قانون هره ماده په هر چا جلا تطبیق شي او هغه هم د کوتک په زور.

د جلال اباد ښاریانو د شکایتونو له کبله د هغو رکشو پر ضد کمپاین پیل شو چې د تیلو په ځای ګاز کاروي، ډیر لوګی تولیدوي او ښاریان، په ځانګړې توګه تنکي ماشومان، په بیلابیلو ناروغیو اخته کوي. د سړیتوب کار خو دا و چې باید له اوله هیچا ځان ته د دې اجازه نه وای ورکړې چې هوا ککړه کړي او خلک ناروغان کړي او یا د سړیتوب غوښتنه خو دا وه  چې کله د دغه شان رکشو په چلولو د بندیز حکم شوی وای، نو په هماغه ورځ خلکو خپلو ګریوانونو ته سرونه ښکته کړي وای او له دې کاره یې لاس اخیستی وای. په دې پوه شوي وای چې نورو ته ضرر رسول او حتی په تدریجي مرګ د نورو وژل یو ستر جرم دی او په هیڅ ډول توجیه نلري، باید ډډه یې ترې کړې وای؛ خو داسې ونشول.

عجیبه ده، دا کمزوري زورور دومره سپین سترګي دي چې په هیڅ صورت له دې کاره لاس نه اخلي، لا هم غیږ غیږ زهرجن لوګي تولیدوي او لا هم ښاریان په ناروغیو اخته کوي. په یوه واټ به مسوول کسان لګیا وي له همدغه شان رکشو به ګاز ډبې خلاصوي او پر بل واټ به رکشه روانه وي او تور لوګي به شیندي او تر هغه وخته دې ظلم او بې قانونۍ ته ادامه ورکوي چې د کمپاین کسان یې ودروي او ډبه ترې خلاصه کړي.

د دې ناقانونیو به ډیر عوامل وي خو یو لوی عامل یې خپله حکومت هم دی. حکومت یو کار په ډیر شدت پیل کړي خو تر پایه یې ونه رسوي نو ځکه ترې د چا حیاء نه کیږي. ډاکټران وايي چې کله د میکروب لپاره د انټي بیوټیک مکمل ډوز ونه خوړل شي، میکروب معافیت پیدا کوي او بیا یې علاج ستونزمن کیږي. دلته د قانون مکمل ډوز نه تطبیق کیږي نو ځکه ورسره خلکو معافیت پیدا کړی.

 موږ ولیدل؛ ان پلازمینه کې څو ځلې له موټرو د تورو ښیښو پاکول او له سړکونو د سمټي موانعو لرې کول په ډير شدت او حتی د کورنیو چارو د وزیرانو تر مستقیم امر لاندې پیل شول؛ خو لکه فلمي شوټینګ، لنډ وخت یې دوام وکړ او بیا بیرته خبره سړه شوه.

په هر صورت، موږ چې کله د انسانیت دعوه کوو باید د دغه غوره مخلوق اوصاف هم خپل کړو. د انسانیت تقاضا خو همدا ده چې د خپلې ګټې لپاره بل ته ضرر ونه رسوو. د سړیتوب معیار خو همدا دی چې قانون ته درناوی وکړو. د انسانیت غوښتنه خو همدا ده چې خپل ښار او چاپریال پاک وساتو او… خو چې دا یو صفت هم نلرو نو بیا خو د انسانیت دعوې په ځان ملنډې وهل دي.

( دا لیکنه په سرخط ورځپاڼه کې خپره شوې)

10 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *