Categories

اعلان

Loading…

دمحبت اومقاومت نغمه ګره مرسل احمدزۍ حبیبي/ عصمت الله زهیر پښین

 زه به ومنم پښتونه ستا میړانه هغه وخت

 چی ستا په لاس کي توپک

 جوړ هم ستا په لاس وي

 دځینو خلکو مي هیڅ ښه نه راځي خو زغمل یې یوه اړتیا پاموم،دغسي دځینو خلکو به هیڅ ښه نه راڅخه راځي لاکن زغمل مي یو اړیتا پاموي هم دا ډول دځینو شاعرانو شاعري په جبرسره لولم خو لوستلی یې نسم او دځینو شاعري په ډېرذوق ،شوق او لیوالتیا سره ځان راباندي لولي او ډېره فکري سپڅلتیا ورځني درلاسه کوم ،شاعري خوفکري زیږونه اوسپېڅلتیا وي :

په پښتو ادب کي ښځینو شاعرانو ته ومره دمحبوبیت مقام نه دی ورکول سوی کوم چي یې دنارینوو، د واکمنۍ په چاپېریال کي جاهز مقام جوړیږي نور خو پرېږده دپښتو غزل دمعشوق په حواله هم تراوسمهاله ادبي منافقت ته مخامخ ولاړیو:

په پښتو اوسمهاله ادب کي حتماً داسي ښځینه نومونه لرو چي سترګي ورځني اړولی نسو نه یې بې یادوني دا اوسمهاله دوره بشپړیدلی سي :

اغلې مستوره شال ، ،سملیْ شاهین ،پروین ملال ،کریمه رسولي، ،صفحیه صدیقي،فریده هوډ،حسناګل تنها،زرلښت حفیظ ، او……… زموږ دا پښتنې شاعراني خویندي دفارسي دپروین اعتصامي او فروغ فرخزاد غوندي او د اردو ژبي دپروین شاکر او نوشي ګیلاني په څېر په شعر کي په بشپړه توګه دهر ډول شعري کرختګۍ پرته ښځیني ښکاري ،د دوﺉ جذبات د دوﺉ احساسات ، اروایي تنده یو ډول دشاعرانه بصیرته برخمنه نړۍ رغوي ،هیڅ ډول ستړې نارینه کرختګي یې په شعر کي نه محسوسیږي نه خپلو الهامي محسوساتو ته مصنوي لباس ورترغاړه کوي هم دایې شاعرانه جمالیاتي ادراک پاموم هسي هم ښه اوتلپاتي کامیابي شاعرۍ لره یوه مینه ناکه هم کامیابه میرمن پیلامه ګرځېدلې وي :

مرسل احمدزۍ حبیبي دخپلي شاعرۍ او ادبي ټوټو په وسیله په مردانه ټولنه کي دښځي مظلومیت اود محکومیت ږغ په اغیزمنده توګه پورته کړی دی اوپه علمي چوکاټ کي یې په سنجیدګي سره هغه ناخوالي راسپړلي اودشعرپه تارپېودلي دي چي مردانه چاپېریال کی دپښتنې میرمن برخلیک ګرځېدلی دی :

مرسل پوهیږي په بشپړه توګه دې مردانه استحصال ته که بشپړه ماته ورکولی نسي دمقاومت(مزاحمتي ادب ) ږغ یې خویې په ضد پورته کولی سي دټولنیزمردانه جبر،استحصال په خلاف دمزاحمت ژبه خوپښتنې میرمن ته وربخښلی سي دشعور په جګولو کې مرستندویه ګرځېدلی سي :

دفروخ فرخ زاد په اند( هغه فراموش سوي موجودات چي د(میرمن) په نوم زموږ په هیواد کي ژوند کوي، زه دهغو ملاتړ ته راوتلې یم ،له دې پرته دماسره د موضوعاتو یو ویړ جهان او ژور دردونه دي :

ژوند ریچې،ریچې کوونکو یو شمېر ستونځو سره دمقابلې لپار زه دشاعرۍ یوه دربچه لرم )

زه چي دمرسل شعرونه او ادبي ټوټې لولم ماته یې په شالید کي دفروغ فکر اومبارزه روښانه سي ، امکان لري مرسل به هم دبدمرغیو ،کړاونو او غربتونو پڼولو پښتنې میرمن دنجات لاره په دې بدرنګ اوتنګ استحصالي مردانه چاپېریال کي ترړانده تقلید ،تخلیق مهم پامولی وي :

دمرسل دمزاحمت انداز دومره پیاوړی اواغیزمن دی چي لوستونکي د ژور فکر سره ترډېره غاړه غړۍ ساتي هم دایې د ابلاغ موثر انداز او دریالیزم ښه نمونه پامولی سو :

دمثال په توګه (پوښتنه ) شعریې لولو :

ما دې ټولنې ته هر څه ورکړي
ښه بچی!
ښه تعلیم!
او ښه روزنه!
خو دې ټولنې ماته هیڅ رانه کړل
نه لورګلوي
نه تعلیم
نه روزنه
ما له ټولنې سره تل غمشریکي کړې ده
وینې د زړۀ مي تويوم ورسره
اوښکې له سترګو څڅوم ورسره
مینه مي هم ترې قربان کړې ده تل
خو دې ټولنې زما پرحال
ځان خبر کړی نه دى
زه کونډه شوې یم
خو چا دلاسه کړې نه يم
بې پته شوې یم
پوښتنه مي چا کړې نه ده
زه وږې شوې یم
خو بل ته مي پلو نيولى
بيا هم د هر نارينه
د بلا مخې ته درېږم تل
پلار، مېړه، زوى او ورور
سرلوړي غواړم
ورته له خدایه تل دوعا غواړمه
ما له نړۍ ورته خیرات غوښتی دى
زه خو خندا او خوشالي ورکوم
خو دوى له ځانه زه شړلې یمه
خو دوى د لور په نوم وژلې يمه
زما پر سر يې درنې پښې ایښې دي
زه په تورتم کې يې ساتلې یمه
زه يې ړنده، کڼه، ګونګۍ
زه لکه مينځه يې ګڼلې يمه
وروره! مانا دي د انصاف واړوه
آیا د ښځې همدغه مقام
دغه ټيکرى
دغه انعام دی؟؟؟

او دلته خو بیخي دهنر دهسک شهزادګۍ ښکاري دپښتنې میرمن دبدبختۍ انځور راکښلومهال  خپلي ګوتي په وینوکي ډوبوي:

دوه پیغورونه
زما واده ته داسې څو ورځې نیژدې دي
ټول فکرونه مي خواره دي
خو یوه اندېښنه ډیره راسره ده
دوی واى پېغله چي دېګي څټي ښه نه وي
بیا واده کې یې په شړق باران ورېـږي
اوس حیرانه یمه دې ته
که باران شي زه پېغور یم د درست کلي
او که نه شي کال به بیا د وچکالۍ وي.
دمرسل دعاشقانه شعرخدوخال هم له مزاحمته راټوکیږي اوشعریې د درد اوحسرت په غېږکي سترګي غړوي ،حسرت په هرهغه څه پسي کېدلی سي چي دي دلاسه ورکړی وي اودپښتنې میرمن خو د ژوند واک او د ژوند دتېرولو مقصد هم  دلاسه ورکړی دی اود دې بایلي واک لاس ته راوړلو دشعور د رابیدارولو لپاره دمرسل شاعري یوه قوي وسیله ده :

وایي زه تا سره  بې شاني مینه کوم ګراني!

کله چي مینه يې زړه غواړي
وایي نن درکوم ډېره مینه
زموږ د واده د لومړۍ شپې په رنګه
خو ګرانه!
زه نن مینه نه درکوم
نن به قسم اخلې زما او ستا د ميني د سر
آيا زه یو ساعت د میني وړ یم؟
آيا موږ دواړه د يو بل په روح کي نه اوسېږو؟
زه يم پر ژوند، پر انسانيت ميينه
او هر ساعت د خوشحالۍ
په څراغو روښانول غواړم
د ژوند په هر کار کي دي مینه غواړم
خو ګرانه! ته هلته نېستمن غوندي شې
هغه مهال يې زما میني ته بې میني ولاړ
چې لېونۍ دي شي د میني شېبې
بیا راکوې راته بې شاني مینه
خو زه پوهېږم
که دا ځل دي هم د میني نتیجه نجلۍ شوه
بيا رانه دغه مينه هم اخلې
یا به مي ته خپله تر غاړه نيسې
یا به ګرانه! ځان وژني ته مجبوره کړې ما.

مرسل دخپل ابتکارorignality په حواله سره فروغ فرخ زاد ته ډېره نژدې ښکاري ،دمرسل په شاعري کي دانتقام جذبه ټولنیزبدلون ته چمتوالی نیسي دمجبوب بې وفایې هم د دودیزه ټولني غېرحقیقي غېرانساني استحصالي چلندونه ورته ښکاري او دا له واقعیتونو بې برخي غېرفطري چلندونه یې په مردانه حاکمانه چاپېریال کي دمردانه حاکمیت له جبره دخود کلامۍ په اوږدو مبارزو لارو باسي ،هم دا د خودکلامۍ شاعرانه انداز دمرسل دهنري ارزښتونو دځلولو نادره وسیله دمطالعې په ملتیا ګرځېدلی سي ولي مطالعه د تخلیق علامت وي :

که په مردانه حاکمانه چاپېریال کي د احتجاج کولو جرات ممکن دی نو د شاعرانه بصیرت په اساس دخودکلامۍ شاعرانه انداز دمرسل دپټوشاعرانه امکاناتو په راسپړلو کي هنري نوښتونو ته زمېنه مساعدولی سي اوبیامرسل یوسیاسي اوبشري فکرلرونکې بااستعداده ،بیدارمغزه ،ښه مطالعه لرونکې پښتنه شاعره ده او د ژوند داسي مصروفیتونه لري چي هره ورځ یې دموضاعاتو یو ویړ او نوی جهان دسترګو په وړاندي تاویږي را تاویږي ،دخودکلامۍ دا انداز یې  په دې ادبي ټوټه کی څومره زړه وړونکی ښکاري :

خدایه
په دې کي دي بیا کوم راز وو؟
بلا قابو کلونه مخکي دي دې  نړۍ ته ولي نه رالیږلم
چې اوس دي په دې تور لست کي شامله کړم؟

یا دا وړوکی نظم یې وګورﺉ :

آسمانه !

زما د ژوند د ټولو لوبو شاهد یواځي او یواځي ته یې
نور له دې لوبو څخه په تنګ سوی یم
بس
یوه وروستی لوبه له تاسره کول غواړم
د ټوپ وهلو لوبه!
یا ته ځمکې ته راټوپ کړه
لا زه درټوپ کومه
دمرسل خور په شعراو ادبي ټوټوکي نسواني فکر اوج ته غاړه ورکوي هیڅ دمردانه حاکمیت دودیزه دبدبې یې مخه نه نیسي ځکه خو په تخلیق کی مصلحیت هنري وژنه پاموي هم دا ډول خالص بشري فکر او احساس ته اولیت وربخښي :

مرسل دخپل وجود(دیوې میرمن په توګه ) په ارزښت بلده ده او لمبې لمبې احساس یې دخپلي برخي دڅراغ بلولو او د خپلي برخي درڼا په ویشلو یې اړباسي چي خپل تاریک او دړنګ قبرپه څېر ډارونکی او وحشتو پوڼولی تنګ چاپېریال د ژوند او رنګ له مسرعتونو لبریز وګرځوي ، سپېرو او

چو شونډو باندي یې مسکاوي ورغړوي  :

زما د غیږی وریځ

 د خپل نفس په شمال مه وهه

 چې تیتیږی!

 د خپلی غیږی په وریځو کې ځای ورکړه

 چې باران ووروی!

مرسل دجرات څخه برخمن ذهن او زړه لري هم دا جرات یې د اظهار ژبه غني کړې هم دلوستونکو دپام وړ ګرځولې ده ،یوفن پاره (هنري ټوټه ) هله زړه وړونکې اودخلکو دپام وړ ګرځېدلی سي چي دباطن ښایست ورپکي راغونډسوی وي او رښتونی تخلیق کوونکي ښه پوهیږي داخلي ښایست یا صداقت هنري امانتګري پامیږي او دا امانتګري مرسل دخپل هنري توان په استعداد په اتلولۍ سره پالي هم یې اړتیاپه شدت سره پاموي او (د درد انځور)  دا ډول راکاږي :

د درد انځور

دوستان مي وایي نور بدل كړه د پروفایل عکس
ددغې پېښې بلا ډېره موده ووتله
کیسه زړه شوه ابۍ مړه شوه تبه وشکېدله
زما د پنجوای وحشي حمله له ذهنه ووتله
ای د تصویر مېرمني، ای په غم لړلي پېغلي
دوستان مي وایي ستا تصویر لرې کړم، زړه برېښوي
هغه ورځ ولې د چا زړه ونه چاود، ونه درېد
چي ته لړلې وې د ورور په تړمو تړمو وینو
او دې جهان دي نندارې کولې
رښتیا چي “څوک د چا له غمه نه مري درواغ وایي
ماته و ګورئ يو تصوير ستاسو په وړاندې یمه”
ګراني چي تا خاوري امبار پر خپلو وروڼو كړلې
داسې به زه هم خاوري ستا پر تصویر واړومه
زما دوستان په زړه نري دي درد زغملای نه شي
خو زه به ستا تصویر
د خپل زړګي په فرېم کې کښېږدم

11 total views, 1 views today

2 comments

  1. نقيب احمد قريشي کندهار Reply

    سلامونه زهير صاحب . د مرسل احمدزۍ حبيبي خور هنر ته مي څو کاله مخکي دوه لاسي سلامي وکړه ،کله چي مي يې (( موخۍ (( نظم وکتلی
    د مرسل په شاعرۍ کي يواځنی ټکی چي پکي مطرح دی هغه ددې په کلام کي ښځينه احساس دی .
    چي دغه خاسه د يوې ښځمني شاعرۍ ته ورتر غاړي سي نو بيا به يې شعر د نارينه توب له کالبه وتلی وي .
    مرسل خور په شاعرۍ او ژوناليزم کي زما په عمر وختونه تېر کړي دي زه به نو د تبصري په توګه څه ورباندي وليکم – شاعري يې بس تا ښه روښانه کړېده .
    زهيرصاحب په ليکنه مو اوبه ، اوبه سوم
    مننه

    نقيب احمد قريشي هيواد راډيو تلويزيون کندهار

  2. محمد الحميدي Reply

    د شعر و شاعري له ذوقه سره نا اشنا خو ادبي ليكنو په ويلو مي زره او فكر نور هم روشانه كيژي ،
    دير مخكي مي د مرسل حبيبي احمدزي يو سو ليكني ولوستى رشتيا هم په غبرگو لاسو سلام ته يي مجبوره كرم ، او فوراً مي ورته د دوستي پيغام وليژه تر سو د اغلي خور د نورو ليكنو سخه هم مسفيد سم ، خو كور يي ودان چي نااميد يى نه كرم او زما پيغام يي قبول كر !
    رشتيا هم بيلابيل موقع باندي د دى ليكني د ويلو او په پوهيدلو ور دي .
    او د وطني ميني ته يي يو وار بيا سلام كوم چي دومره باندي غالبه شوي وه چي زينو دوستانو نيوكه پر وكره چي دا مينه وه ايمان ته نقصان رسوي .، قطع نظر د فتوى سخه زه يي د وطن ميني ته حيران يم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *