Categories

اعلان

Loading…

سملاسي ( فی البدیهه ) مشاعره/ راپور : ایمل مړوند

ایمل مړوند خپه خپه دفتر ته راغی او ویل یې ساحله د مجلې ډېر وخت تېر شو پینځمه ګڼه باندې کار کوو نن شپه مونږ کره ځو. ښه مې ورته وکړه او همداسې لاړ .

څلور بجې یې زنګ راغی او ویل یې ته همت مل راوله ما الماس راغوښتی ، زه او همت مل اته نیمې بجې ور ورسېدو ، په پيل کې مو ښه ډوډۍ وخوړه ، بیا مو چای وڅښه حالات مو ، چې ولیدل په مجلې هیڅ نه ویل کېدل هغه د چا خبره ، چې پرې مو شروع کړې ، پرو ستړي کړو همداسې پړ مخې پرېوتو او خاموشي شوه مړوند ویل د مطلعې غم کوئ ټولو سوچ کوو ، خو الماس دا ځل مخکې شو او داسې یې وویل :

روان ومه له ځان سره مې وړله زندګي

مجبور ومه په شاه مې ګرځوله زندګي

الماس

په منډه ومه ژوند رانه په شاه پاتې کېده

ما ځکه ډېره ، ډېره یادوله زندګي

ساحل

زما د زړه ژورو ته کېوتی وې جانانه

له تاسره مې ځکه جوړېدله زندګي

همت مل

یو زه یوه هغه وه انتظار و د وصال

په مونږه به همداسې تېرېدله زندګي

مړوند

ستا مینه وه جانانه په دروغو راسره

په دې چې زه د بل شوم تا کوله زندګي

الماس

دا خلک ورته څه د زمانو په نظر ګوري

دا مونږه څه ارزانه خرڅوله زندګي

ساحل

ته هسې د رقیب په خوله دوکه شولې نیازبینې

تباه دې کړله ماته او هم خپله زندګي

همت مل

مړوند

د مینې پیغمبر راته ښودلي و همدا

شاعر ومه په خلکو مې وېشله زندګي

الماس

بس مونږه ، خو چې څومره جوړوله زندګي

د شګو کوټنۍ وه ړنګېدله زندګي

ساحل

مونږ ټول عمر د زړونو وینې ورکړې زندګۍ ته

هغوی و، چې همداسې یې رېبله زندګي

مړوند

شېبه ، شېبه ژوندون به مې په مینه ټولولو

بېلتون ظالم به بېرته را شیندله زندګي

همت مل

زه نه وم بې وجوده بې تنې ومه پیدا شوم

له سترګو یې همداسې څڅېدله زندګي

مړوند

دا خاوره اوس د نوي روح ارمان کوي ارمان

چا وړې ده خالقه له کابله زندګي

ساحل

شېبه د سکون ساه دې په کې وانخیست هیڅکله

نو څله تا کوله همت مله زندګي

همت مل

دا څه د نابودۍ کیسې راوړي دي انسان

نړۍ وه ، چې همداسې یې غندله زندګي

ساحل

تا زما لپاره هر ساعت بایلله زندګي

ما ستا لپاره هر ساعت ساتله زندګي

ساحل

عجیب غوندې حالت و کیفیت و لېونتوب و

چې خپله مې پخپله رانیوله زندګي

مړوند

خبر ومه ملګرو زه د مینې له انجامه

خو هسې لېونتوب و ما سېزله زندګي

همت مل

تا څه ورته په سپکه ، سپکه ، سپکه وکتل

ما څومره په درنو کاڼو تلله زندګي

ساحل

منم هر یو قدم راته انګار د زندګې و

بیا هم به مې ملګرو خندوله زندګي

مړوند

منزل ته رسېدمه ، خو بس و نه رسېدم

حالاتو مې له ګوتو نه تروړله زندګي

الماس

هر خواته د قتلونو اوازې وې زمونږ چم کې

مرګونه سره زمونږ لوبېدله زندګي

همت مل

ما څومره منډې ، منډې ورپسې وکړې اشنا

تا څومره په اسانه وموندله زندګي

الماس

ښه وخت و پاچاهي وه زلمیتوب و مینتوب و

د یار په محبت مې تېروله زندګي

مړوند

خاونده اوس بېخي ورته تسلیم یمه تسلیم

اخر هم راپسې شوله قاتله زندګي

ساحل

زړګيه په اسانه ورته نه پرېږدو کلی

کوو یې ، چې ترڅو په کې کېدله زندګي

الماس

هغه لکه د روح مې په وجود راخورېده

هغه مې په زړګي راټوکېدله زندګي

مړوند

هغوی ویل دې ښار کې ژوندون ښه دی بې سروره

هغوی ، چې له سندرو بېلوله زندګي

مړوند

چې سترګې دې راپټې کړې او زړه دې په کرار شو

درپاتې شوه همدومره وه ساحله زندګي

ساحل

راځه ، چې کله کله ځان اوزګار کړو محبت ته

راځه ، چې مړه وکړو کله ، کله زندګي

الماس

هغه ورځ یو قیامت و یو قیامت و یو قیامت

اوتره په دې ښار کې تاوېدله زندګي

مړوند

ملګرو باور وکړئ دې اغزن ، اغزن مالت کې

له ډېرې بې وسۍ به مې منله زندګي

همت مل

یو څوک و یو سړی و لکه سیوری راسره

شېبه ، شېبه یې ماته راښودله زندګي

مړوند

9 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *