Categories

اعلان

Loading…

د مځکې یوازې ۱۰۰۰ کاله عمر پاتې دی

تاند- نامتو بریتانیايي فزیکپوه سټیفن هاوکینګ باور لري چې انسانان یوازې زر کاله نور پر مځکه ژوند کولی شي.

د ډیلي مېل بریتانیايي ورځپاڼې د راپور له مخې، پروفیسر هاوکینګ، چې د فضايي علومو په برخه کې یې پراخې څېړنې کړي، د مځکې کُرې ته د ورپېښو خطرونو یادونه وکړه، ویې ویل چې ممکن د یوې ناڅاپي اتومي جګړې یا د مصنوعي جنیټکي ویروس د خپرېدو له کبله پر مځکه د ژوند امکان له منځه لاړ شي.

ده له خلکو وغوښتل چې د خپلو راتلونکو نسلونو د ژوند لپاره فضا ته زیات سفر وکړي.

ده دا وړاندوینه هم وکړه چې ښايي یوه ورځ انسان د جاذبې د انرژۍ پر اساس د بینګ بانګ عصر ته ستون شي.

27 total views, 1 views today

5 comments

  1. امیرمحمد Reply

    دخدای په کار وکی اودبیجلی په کاروکی گوتی مه وهی

  2. احمد شپونکی مقری Reply

    دا فزکس پوه سټفن هاوکنګ خو ويلی صحیح دي او دا به انشالله حقیقت هم لری ځکه چی اخر وقت نشاني خو موژ تاسي هم وينو نودی ته خو هم الله پاک ج په داخپلي بيدني کي علم ورکړی سي باطن علم دی خو بيا هم دی زموژ مسلمانانو ۱۴۰۰ کال مخکی دا ځیړنی کړی خو بیا هم دی دی باطل دين نه لاس نه اخلي او داهم زیاته وی چي فضا ته ځان رسول زمو ژ ده خلاصون نتيجه ده نو موژ تاسو ته ده دا قسم ځیړنو نه فند اخستل ضروری دی الله دی موژ ته په خپل دین اوسیدل توفيق تر ابده راکړی
    امین
    لیکوال احمد شپونکی

  3. درانی Reply

    دا کفار چی په دومره پوهیگی نو بیا ولی ایمان نه راوری ده قیامت ورز زاتلونکی ده او دا تول کاینات به له منزه زی مننه

  4. امین الله حاجی Reply

    ریشتیا چی کاردی دنوح علیه سلام قوم هم کشتی جور کری وی ونه ژوغورلشول

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *