Categories

اعلان

Loading…

د ظریف کلوشې( لنډه کیسه) نجیب منلی

وزیر صاحب چې لومړی ځل د ولسمشر له دویم مرستیال سره د وزارت پر دروازه ورننووت، نېږدې وه چې خوا یې بده شي. د خیرو، نم او سروکړیو پیازو ترکیبي بوی یې پوزه وروسېزله او پر ځان یې سخت فشار راوړ چې د سباناري خواړه بېرته و نه ګرزوي. نظافت ته د پخواني وزیر نه پاملرنه ورته د پارلمان له لوري له هغه څخه د صلاحیت اخیستلو له پاره کافي توجیه ښکاره شوه. د واک د لېږد په مراسمو کې د ولسمشر مرستیال اوږده وینا وکړه چې پر نوي وزیر یې هره جمله غمېدله. ورپسې پخواني وزیر هم د ماسپښین تر لمانځه اوږدې خبرې وکړې، د وزارت د هر مامور نوم یې بېل، بېل واخیست او مننه یې ترې وکړه، خپلې کارنامې رایادې کړې، د سیاست بې انصافیو ته یې اشاره وکړه. د نوي وزیر حال له هرې خبرې سره نورهم خرابېده. په دې یې شکر ویوست چې پخواني وزیر ورته یوازې د یوې معترضه جملې په ترڅ کې د بریالیتوب هیله وکړه. ده، په خپل وار، په لنډو او شمېرلو ټکو کې د ولسمشر له لورېینې، د پارلمان له اعتماد، د ولسمشر د مرستیال له مهربانۍ او د پخواني وزیر له هرکلي خوښي څرګنده کړه، د وزارت کارکوونکو سره یې د یوې بلې ناستې او اوږدو خبرو ژمنه وکړه او له سټېجه راکښېووت. له ښه مرغه د ولسمشر د مرستیال هم تادي وه، پخوانی وزیر هم د نوي وزیر ليدلو ته چندان لېواله نه و، نو په منډه منډه یې نوی وزیر تر خپلې څوکۍ پورې ورساوه، په دوه یا دریو دقیقو کې یې مراسم ختم کړل او رخصت شول. د وزیر صاحب یاور همکارانو ته وویل چې اوس وزیر صاحب یوازې پرېږدي چې خپل کارونه تنظیم کړي.

وزیر صاحب د مراسمو په ترڅ کې پرېکړه کړې وه چې په وزارت کې به یې لومړی کار د دهلېزونو او زینو پاکول او د غرمې د دېګ پخولو د رسم ختمول وي. تر مازیګره همدومره وشول چې په وزارت کې د خیرو او نم د بوی پر ځای د صابون او عطرجنو سپرۍ ګانو بوی پر سپېږمو لګېده.

وزیر صاحب به وبل : «خدای پاک چې تر لمانځه مخکې اودس فرض کړی دی، حکمت یې دا دی چې تر څو چې فزیکي پاکي نه وي معنوي پاکي نه شي راتلای.»

ډېر ژر د وزارت په ودانۍ کې څرګند بدلون ولیدل شو. د دهلیزونو زوړ، شړېدلي، له خیرو ډک فرش خپل پاتې ژوند نوو پلاستیکي سترنجیو ته ور وباخښه؛ د دېوالونو رنګ تازه شو، د وزارت په انګړ کې دوه لوی فلزي کانټېنرونه ولګېدل چې مامورین په کې د غرمې ډوډۍ وخوري. د ماکولاتو څو روپۍ چې له کلونو راهیسې د مامورینو د تنخا یوه برخه بلل کېده بېرته وګرزول شوې او له کوم رستوران سره قرارداد وشو چې هره غرمه پخه ډوډۍ ووېشي. وزیر صاحب د خپل دفتر تر څنګه دوه دفترونه په پخلنځي او د ډوډۍ خوړولو په کوټه بدل کړل. له دوو هفتو په کمه موده کې د وزارت فزیکي نظافت تأمین شو، او دې ته لار هواره شوه چې د معنوي پاکۍ له پاره کار پیل شي.

وزیر صاحب د خپل پخلنځي او طعام خورۍ پرسونل په دوو اونیو کې درې وارې بدل کړ. په کابل کې د داسې کسانو موندل چې هم ښه پخلی وکړي ، هم د پاکۍ خیال و ساتلای شي او هم په دولتي تنخا قناعت وکړي اسانه خبره نه ده. له دوو اونیو وروسته یې د خپل یو ملګري په سپارښتنه ظریف ته د پخلنځي چارې وسپارلې. ظریف ډېر ښه آشپز و. له وزیر صاحب سره یې ایله نیم ساعت خبرې وکړې او د میاشتې غذایي مهالوېش یې جوړ کړ چې هم په کې د روغتیا خیال ساتل شوی و، هم یې تنوع درلوده او هم یې بیه مناسبه وه. د دفتر دوه تنه چپړاسیان یې په دریو ورځو کې داسې وروزل چې وزیر صاحب یې په پاکۍ او نظم کې خو نه لېده.

ظریف د خپلو ټولو ښیګڼو سره سره، یوه ستونزه هم درلوده. په لومړۍ ورځ چې د وزیر صاحب د ډوډۍ خوړلو خونې ته را ننووت، یوازې سپینې، تازه مینځل شوې جورابې یې په پښو وې، وزیر صاحب ورته په غوسه شو: «ولې له جورابو سره پر پلاستیکي فرش ګرزې؟ دا پښې دي که جاروګانې؟» پر سبا یې ظریف لوڅې پښې راننوت. وزیر صاحب بیا په قهر شو. په دریمه ورځ یې نوې پلاستیکي څپلکې پر پښو وې چې له هر پل سره به یې پر پوندو لګېدې. وزیر صاحب پرې بړچ وهل: «دا څه تړک او تړوک دې شرو کړی دی؟» لنډه یې دا چې ظریف خوارکی پوره یوه اونۍ له خپلو پښو سره په غم اخته و. کاکا حسن، یو زوړ پیاده چې تراوسه یې شپږ ځلې تقاعد رفع شوی و، ورته د روسي کلوشو وویل. د شنبې په ورځ ظریف له نوو کلوشو سره د ډوډۍ خوړلو خونې ته را ننه ووت. د وزیر صاحب تندی وغوړېد. د ظریف سپین کمیس، توره درېشي، سپینې نخي جورابې او پړکنده، پاکې، تکې تورې کلوشې یې ورته خورا موزون ښکاره شول. شاباسی یې ورته ووایه. دا یې هم ورته وویل چې نور یې هر څه سم وو خو که د پښو ستونزه یې نه وای حل کړې نو ډېر ژر به یې شړلی و.

ظریف له خوشالۍ په جامو کې نه ځایېده. د لومړي ځل له پاره یې د ډوډۍ پر مېز د وزیر صاحب ټوکو ټکالو ته غوږ ونیوه چې له خپلو لوړپوړو همکارانو سره یې کولې. وزیر صاحب چې له اداري او مالي رییس څخه وپوښتل «رییس صاحب مالي و اداري، کوم ځای دې خوږېږي؟» او هغه ورته په ځواب کې وویل «وزیر صاحب جېب مې سخت په عذاب دی» ظریف ته خندا ورغله، خو ځان یې ناګاره واچاوه. له دې چې وزیر صاحب پرې نه و په قهر شوی، خوارکی داسې خوشاله و لکه چا چې ټول وزارت وربخښلی وي. د وریجو غوري او د سبو کاسې چې لېرې شو، ظریف د مېوې له پاره پاک قابونه راوړل. ده چې څرنګه د وزیر صاحب د طعام خورۍ د خونې دروازه پرانیستله یو غټ تور مچ تر ده دمخه د خونې منځ ته راودانګل، د مېز له پاسه یې یوه هوایي دوره ووهله او نېغ راغی د وزیر صاحب پور پوزه کښېناست.

وزیر صاحب لکه ټکه چې پرې رالوېدلې وي سور او شین شو، غږ یې له خولې و نه خوت خو لس دقیقې وروسته ظریف خپلې نوې روسۍ کلوشې په یوه پلاستیکي کڅوړه کې اچولې وې، اوښکو یې پر مخ لارې جوړې کړې وې، د وزارت له دروازو ووت.


د ښاغلي منلي دا لنډه کیسه لومړی پلا د ۲۰۱۳ د فبروري په۲۱ مه په تاند کې خپره شووې ده.

296 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸