Categories

اعلان

Loading…

په اسلام کي د بیان ازادي/ زبیر افغان

د بیان ازادي د انسانانو يو فطري حق دی چي د تر لاسه کولو لپاره يې د هر وخت انسان تر خپله وسه هلې ځلې کړې دي. د اسلام په شروع کي محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم همدې ټکي ته پام کړی او خپل ملګري يې په داسي روحیه روزل چي هر يوه ته د بیان د ازادۍ احساس ور کړي. د هغو خلګو خبرې له چټياتو پرته بل څه نه دي چي وايي اسلام د بیان ازادي ته اجازه نه ده ور کړې. دوئ یا مالومات نه لري او يا غواړي لمر په دوو ګوتو پټ کړي. زه دلته له قران او حدیثو څخه هغه مثالونه راوړم چي په ښکاره ترې د بیان ازادي جوتېږي. الله په قران کریم کي وايي:

ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُمْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ(النحل: ۱۲۵)

ژباړه: ستا د رب لاري ته په حکمت، غوره نصیحت او له دوئ سره په ښه مجادله بلنه کوه.

بل ځای وايي: فَمَنْ شَاءَ فَلْيُؤْمِنْ وَمَنْ شَاءَ فَلْيَكْفُرْ(الکهف: ۲۹)

ژباړه: که د چا خوښه وي ایمان دي راوړي او که د چا خوښه وي انکار دي وکړي.

له دې دواړو ایاتونو ثابته شوه چي اسلام له مسلمانانو ماسيوا د هرې نظرې لرونکي ته اجازه ور کړې چي د اسلام او بل هر دين په مقابل کي خپل نظر او رایه ښکاره کولای شي. که په خپله خوښه اسلام مني نو هم قران اجازه ور کړې او که انکار کوي هم يې خپله خوښه ده. لنډه دا چي اسلام په خپل پيل کي د انسانانو دا فطري حق منلی او په مختلفو مرحلو کي يې د جواز لوری په څرګندو ایاتونو کي بیان کړی. حتا قران لا دا هم ویلي چي که څوک له تاسو سره په مجلس کي ستاسو د دين په شعایرو پسخند وهي نو تاسو د هغه د وژلو، بندي کولو، منعه کولو او نورو واک نه لرئ، بلکي له دې مجلسه تر هغو ګوښه شئ  چي هغوئ د خپل مجلس موضوع بدلوي یا هم بحث ور سره وکړئ.(النساء: ۱۴۰، الانعام: ۶۸)

د نساء سورت په مدينه کي نازل شوی، مدني پړاو د رسول الله د ژوند هغه مرحله ده چي نظام يې جوړ کړی، پوځ يې در لود، يو شمېر سيمې يې تر واک لاندي وې، له یهودو او د مکې له خلګو سره يې جګړې وکړې چي په اکثرو کي يې بریاوې هم درلودې، خو له دې هر څه سره الله ورته وايي چي که څوک په الهي ایاتونو پسخند وهي اوور سره  هممهاله انکار ځني کوي، نو یوازي دا حق لرئ چي مجلس يې ور ایله کړئ یا بحث ته مخه کړئ. نه دارنګه لکه د نن زمانې داعشیان یا طالبان چي يې د اسلام په نوم کوي، ان که دي د دوئ د فکر خلاف خبره وکړه نو دا هم د اسلام خلاف شمېري او ویونکی يې واجب القتل ګڼل کېږي. په داسي حال کي چي الله خپل رسول ته په هغه زمانه کي هم دداسي کسانو د وژلو اجازه نه ده ور کړې چي د نن تر داعشیانو او طالبانو زیات پياوړی، خپلواک، په اسلام ښه پوهېدونکی او په خپل راوړي دين يې تر دوئ ښه عمل کاوه.

دې اياتونو ته په پام رسول الله هيڅ وخت د خلګو پر نظر بندیز نه دی لګولی. ان هغه مهال چي رسول الله د خپل ژوند وروستۍ شپې سبا کولې او مرکز مدينې ته يې د مسیلمه په نوم يو عرب کس راغی چي د نبوت د دعوې تر څنګ يې غوښتنه کوله چي پر ځمکه بايد نیم واک ستا او نیم زما وي. خو له دې دريځ، باطلي دعوې او  سر زورۍ سره رسول الله یوازي دعوت ورته وکړ، په دلایلو يې خپل دريځ ورته اعلان کړ، د ده تګلاره يې ناسمه وګڼله او د بېرته را ګرزېدا توصیه يې ورته وکړه او ځني ولاړ.(بخاري: ۴۳۷۸)

رسول الله خپلو ملګرو ته په خپل مجلس کي د رایه ښکارولو تربیه ور کړې وه. هيڅکله يې په خپل مجلس کي څوک نه رټل، د ملګرو نظر ته يې غوږ نیوی، د نظر له خاوندانو يې نظر اخیستی او که به سم ورته ښکاره شو نو عمل يې په کاوه. د بدر په غزا کي رسو الله ته يوه صحابي مشوره ور کړه چي د پوځ پړاو سم ځای نه دی، په څو وجو هغه بل ځای تر دې غوره دی نو رسو الله يې په خبره عمل وکړ او پوځ ته يې د کوچ امر وکړ.د بني تمیم پلاوي ته د مشر په ټاکلو کي د ابو بکر او عمر رضی الله عنهما رایه سره مخالفې شوې او د رسول الله په مخ کي يې اوزاونه هم سره پورته شول خو رسول الله بیا هم د بیان ازادي پر خپل ځای وساتله او د ابو بکر او عمر رض د تېزو خبرو له امله يې هغوئ نه دي رټلي.(بخاري: ۴۳۶۷)

په قران او احادیثو کي داسي زیاتې بیلګي شته چي ځني ثابته شي قران او پيغمبر علیه السلام هم مسلمانانو ته او هم نامسلمانو ته د بیان د ازادي پوره اجازه ور کړې وه. د رسول الله په مجلس کي هر چا د هر شي په اړه خپل نظر برملا وایه. عبد الله بن ابی ابن سلول چي د رسول الله په ملګرو کي په خیانت تورن شوی هم دی خو بیا يې هم د رسول الله مجلس ته ور تلی او د نظامي چارو په اړه يې لا هم خپل نظر بیاناوه. د احد د جګړې په اړه ده ویلي ول چي مسلمانان دي له مدينې نه وزي بلکي همدلته دي دفاع وکړي، ځکه مسلمانان کم دښمن يې زیات دی، که په مدينه کي دفاع وکړي نو تر مکیانو به يې مسلمانانو ته ګټه زیاته وي او مسلمانان به بریالي شي. له دې ښکاري چي رسول الله کله هم څوک د نظر له اظهاره نه بند ول.

څوک چي د بیان ازادي او د هرې مفکورې د خاوند د نظر اظهار د اسلامي اصولو خلاف بولي، هغه دي لومړی خپل ځان په اسلامي اصولو پوه کړي. قران او د رسول الله سېرت دي وګوري چي الله او رسول د بیان ازادي ته په ګومه سترګه ګوري؟ زما د مالوماتو له مخې که په يو سیمه کي د مسلمانانو هغه نظام موجود وي چي د دوئ په اصطلاح اسلامي نظام یا خلافت يې بولي نو هم هر څوک د خپل ليد لوري او مفکورې له مخې په خپل مذهب عمل کولای شي، پريکړي په کولای شي او د بیانولو پوره اجازه لري. ان که د اسلام خلاف بیان هم وکړي او بیا يې هم کوي، خلګ له اسلامه نورو دينونو ته دعوت کړي، پر اسلام نیوکې وکړي، د مسلمانانو دا دولت اجازه نه لري چي دا کس يا ډله له دې کاره منعه کړي، ځکه دا د بیان له ازادي سره متصادم عمل دی چي اسلام د رسول الله په ژوند کي هم اجازه نه ده ور کړې.

۳۰/ ثور/ ۱۳۹۵

21 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *