Categories

اعلان

Loading…

افغان ځواکونو ته په جګړه کې له ډرون څخه د کار اخیستلو روزنه ورکول کېږي

تاند- افغان ځواکونه به، چې حاضردمه په هوايي څارنه کې پر بهرنیو ځواکونو اتکا کوي، ژر په خپله د ډرون یا بې پېلوټه الوتکو په وسیله له استخباراتي او څارنیزو خدماتو برخمن شي.

د مزارشریف د شاهین په پوځي مرکز کې یو شمېر افغانانو ته له ډرون څخه د کار اخیستلو روزنه ورکول کېږي.

افغان ځواکونه حاضردمه له پېلوټ لرونکو الوتکو څخه د څارنې لپاره کار اخلي خو په پام کې ده چې دا ځواکونه د استخباراتي معلوماتو د ترلاسه کولو ظرفیت لوړ کړي.

دغو ځواکونو ته سکن ایګل (ScanEagle) بې پېلوټه الوتکې ورکړای شوي چې په (high-definition) کمرو سمبال دي چې په مستقیم ډول ویدیو خپل مرکز ته لېږي.

دا الوتکې، چې وزرونه یې نژدې ۱۰ فوټه دي، په هوا کې ۲۴ ساعته ۱۵۰۰۰ فوټه لوړې پاتې کېدای شي.

د دغو الوتکو بیه یو لک امریکايي ډالره ده.

3د امریکا د پوځ صاحب منصب کاډي کفینډر، چې اوس افغان ځواکونو ته د بې پېلوټه الوتکو په برخه کې روزنه ورکوي، د سکن ایګل بې پېلوټه الوتکو په اړه وویل«دا ډرون په رښتیا ډېر اغېزمن دي. د دغو الوتکو کمرې خورا ښې او د سایز له نظره دقیقې دي. دا الوتکې افغان ځواکونو ته د هغوی په شاوخوا کې د وضعیت په اړه ښه معلومات ورکولی شي.»

ده په عین حال کې وویل، کوم کسان چې له دغو الوتکو کار اخلي، باید مهارت ترلاسه کړي. ده د لوړې ټکنالوژۍ زده کړه د افغان محصلانو لپاره یو چلینج وباله.

کفینډر وویل، اکثره افغان زده کوونکي د کمپیوټري او لپ ټاپ سیستم ډېره تجربه نه لري، نو دوی ته د داسي ټکنالوژۍ ورزده کول اسانه کار نه دی.

ډېر افغان زده کوونکي او د دوی روزونکي وايي چې که په جګړه کې د ډرون له ټکنالوژۍ کار واخلي، د دوی لاس به پر خپلو وسله والو مخالفانو لا بر شي.

67 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *