Categories

اعلان

Loading…

په لوګر کې د ۶۵ مېلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسونې شبکه جوړېږي

د اوبو رسونې دا شبکه د ښارجوړونې وزارت لخوا جوړېږي چې نن یې په رسمي ډول ودانیزې چارې پیل شوې. پدې پروژه کې دری ژورې څاګانې، له څاګانو څخه تر ذخیرو پورې ۲،۴ کیلو متره د اوبو پایپ لاین، د اوبو رسونې د شبکې پر سر دری دفتري خونې، احاطه او د ۱۲۰۰۰ متر مکعب په ظرفیت سره دوه د اوبو لویې زېرمې شاملې دي.

د لوګر والي محمد حلیم فدایي، په همدې مناسبت یوې جوړې شوې غونډې ته وویل، دا پروژه د پل علم لپاره ډېره مهمه زېربنایي پروژه ده او لدې سره به د پل علم ۱۵۰۰۰ کورنۍ له پاکو اوبو څخه برخمنې شي.

فدایي، زیاته کړه، د پل علم ښار د لا ښېرازۍ او ودانۍ لپاره مو یو ۲۵ کلن پلان جوړ کړی چې  د پل علم ښار سړکونه،  فرعي لارې، او د یوه عصري ښار ټول ضروریات په نظر کې ورته نیول شوي، د ښارجوړونې له وزارت، ښاروالۍ او د ښارجوړونې له آمریت سره په ګډه کار کوو تر څو د پل علم ښار په یوه عصري ښار بدل کړو.

د لوګر د ښار جوړونې رئیس انجینر حمیدالله سنګر وایي، دا لومړی ځل دی چې په پل علم کې داسې یوه پروژه پلې کېږي، زموږ هڅه دا ده چې دا ډول مهمې پروژې د لوګر په ولسوالیو کې هم پلې کړو، او دا پروژه به د پل علم ښاریانو لپاره په هره برخه کې مهمه ثابته شي.

سنګر، زیاتوي، په لوګر کې یوه عمده ستونزه دا وه چې دلته خلکو ته پاکې اوبه نه وې موجودې، ډېرو خلکو به د ویالې اوبه د خوراک په توګه کارولې، چې ګنې روغتیایي ستونزې یې زېږولې وې او د پل علم د ښاریانو یوه لویه غوښتنه دا وه چې باید دوی پاکو اوبو ته لاس رسی ولري چې له نېکمرغه د اوبو رسونې د یادې شوې پروژې په بشپړېدو سره به دا ستونزې هوارې شي.

د پل علم ښاریان هم د یادې پروژې له پرانیستې خوښي څرګندوي، او وایي چې لدې سره به یې ډېرې ستونزې هوارې شي.

د لوګر اوسېدونکی شفیق پوپل وایي، سربېره پردې چې د اوبو رسولو دا شبکه به د لوګر زرګونه کورنیو ته پاکې اوبه ورکړي بلکه په پل علم کې به ټولې دولتي ادارې او ریاستونه د اوبو له سېستم څخه برخمن شي او دا ادارې به اوسنۍ زمانې له غوښتنو سره برابرې شي.

پدې وروستیو کلونو کې پل علم ښار ته هم د نورو ښارونو په څېر له ولسوالیو او نا امنو سیمو ډېر شمېر کورنۍ را کډه شوي چې ورسره د دې ښار نفوس هم مخ په ډېرېدو او د ښاري خدمتونو د ډېرېدو اړتیا ډېره محسوسېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸