Categories

اعلان

Loading…

د ایران حکومت وايي، د طالبانو مشران په ایران کې نشته

تاند- په ایران کې د افغان طالبانو د قوماندانانو د کورونو په اړه د مشرانو جرګې د غړیو او د فراه د والي له څرګندونو وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وویل چې طالبان په ایران کې نشته.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی او د دغه وزارت د عمومي دیپلوماسۍ د مرکز ريیس بهرام قاسمي د سې شنبې په ورځ وویل، په ایران کې د طالبانو د حضور په اړه په افغاني رسنیو کې خپاره شوي راپورونه ناسم دي.

ده همداراز وویل چې د ایران او افغانستان اړیکې د دولتونو، دوستانه – ورورګلویزو اړیکو ، ګډو ګټو او امنیت پر اساس تعریف شوي دي.

په افغانستان، عراق او ملګروملتو کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد په وروستۍ مرکه کې وویل چې د جورج ډبلیو بوش د ولسمشرۍ په مهال ایران د دې لپاره د شرارت په چورلیز (محور) کې شامل کړای شو چې ایران په ښکاره له امریکا سره د همکارۍ خبرې کولې خو عملاً یې د سپاه پاسداران په وسیله په افغانستان او منځني ختیځ کې ورانکاري کوله.

خلیلزاد بي بي سي ته په ځانګړې مرکه کې وویل«هماغه وخت امریکايي چارواکو د ایران د باندنیو چارو له مرستیال وزیر محمد جواد ظریف سره ګټورې خبرې کولې خو موږ له دوو ایرانونو سره سروکار درلود، یو د ښاغلي ظریف ایران و چې همکاري یې کوله او بل د سپاه پاسداران ایران و چې له ظریف سره زموږ له همکارۍ سره هممهاله یې په افغانستان او سیمه کې زموږ د موافقو خلاف عمل کاوه.»

د فراه والي اصف ننګ او د مشرانو جرګې یو شمېر غړیو په وروستیو ورځو کې وویل چې د اکثرو طالب قوماندانانو کورونه د ایران په سرحدي ښارونو کې دي او طالب قوماندانان پر له پسې ایران ته تګ راتګ کوي.

2د ایران د سپاه پاسداران اړوندې ویبپاڼې اوس هم په ښکاره د طالبانو د بریو له مبالغې ډک خبرونه خپروي او د افغانانو ترمنځ د نفاق د رامنځته کولو او د دې لپاره چې د افغانانو هویت له سوال او شک سره مخامخ کړي د افغان پر ځای د افغانستاني کلمه کاروي.

2خو د ایران رسمي خبري اژانس (ایرنا) یا جمهوری اسلامي چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت په شمول د ایران د حکومت استازیتوب کوي، د سپاه له اژانسونو لکه فارس او تسنیم سره متفاوت خبرونه خپروي.

8 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *