Categories

اعلان

Loading…

غرغښت بابا او اميرکروړ/ شريف الله دوست سرواني

څلورمه برخه

غرغښت يا ګرشاسپ بابا دچين په داستانې تاريخ کي :

څنګه چي د پښتون رستم پهلوان او زوی يې سهراب کيسې د فردوسي دشاهنامې پيژندل سوي دا ستانونه دي همدا ډول د چين په کيسه پر تاريخ کي دې ته ورته د دوو چينايې پهلوانانو هر يو (لي څنګ ([1]) ) او زوی يې نوڅا([2]) کيسه هم په همدې اندازه په چينايې ټولنه کي له زرګونو کلونو راهیسي شهرت لري . ([3])

همدا ډول دچينايې داستانو په منځ کي ځيني داستانونه هم سته چي کټ مټ دګرشاسپ (= غرغښت بابا او رستم پهلوان) له داستانو سره ورته والی لري چي هغه د چينايې غښتلي ليندۍ لرونکي (يې ([4]) د ژوند او کړنو سره نژدي دي .

همداسي د (يې) داستان چي د (تانګ تينګ ([5]) سيند ته نږدي هغه مار چي زرګامه (شاوخوا زرمتره) اوږد والی يې درلود او وګړي يې په ساه تيرول وژلي دي همداسي لکه غرغښت بابا چي هغه غټ ښامار وژلی همداسي (يې) هم دې ته ورته يو مرغه ته ورته يو مرغه چي دبشر په زيان ؤ وژلی دی که څه هم ياد روايتونه اسطورې دې خو يو مخ له حقيقت څخه ليري نه بلل کيږي. ([6])

د غرغښت بابا دواده کيسه :

غرغښت بابا دروم په داستاني تاريخ کي :

داسيمه په لومړيو کي د (آټرسکن) تهذيب زانګو وه وروسته ورته (رومن) وکړي راغلل او ورپسې (بربر) قبايل راغلل ، نوموړي سيمه اوس د ايټاليا په نوم ياديږي او پلازمينه يې (روم) دی . ([7])

دلرغوني اريانا په پېرکي د روم قيصر (پاچا) ډيري لوڼي درلودې .

د روم پاچا يوه لور د (ميرمن اهرن) په نوم درلوده او د (وميه) په ښار اوسېدل چي پېښو او اتفاقاتو د غرغښت بابامېرمن کړه . ([8])

بروم اندرون بدشهی نامجوی
که در (روميه) آرام اوی
شاهين هرسوی ګسترده نام
بګاهش همه کشور رو را([9])

د روم او قيصر لور (مېرمن اهرن) ډېره ښکلې او زړه وره وه :

بدش دختري لاله رخ کزپري
ربود لازکشي و دلبري
زخوبي فزون داشت فروهنر
بدور است بدشت بخت پدر
بسی خواستندش (کيان) زادګان
زهر کشور آمد فرستادګان([10])

د روم قيصر دخپل لور د ورکړي يو داسي شرط ايښی ؤ چي هغه قوی او سخته ليندۍ چي د پاچاه دوره پرمخ راځړيدل ، دجارچيانو او اوازه ښندونکو لخوا په ټول هيواد کي ويل سوي وه که هر چا ياده سوې ليندۍ ماته کړه خپل لور به هغه ته ورکوي . دليندۍ ماتول په ختيځ کي له لرغونو زمانو راهيسي دود لري .

يو ځل غرغښت کيسه ځان ته څرګنده کړه او ډېر خوښ سو ځکه دليندۍ ماتېدل ، که هرڅومره هم کلک او ټينګه وي ماتېدل يې غرغښت بابا (= ګرشاسپ) ته اسانه کار دی . ([11])

که داماد م انکس بود کاين کمان
کشد ګرچه باشد زهر کس کم آن

ګرشاسپ بابا دتازه دمه مسافر غوندي د (روم ) ښارته ننوت ، ګرځېده ، ترڅو کاروان سرای ته ورسېد، مخ ته ولاړ او دښار له يوه تن سوداګر سره اشنا سو او ملګرتيا يې ورسره واچول ، په څنګ کي يې له نژدي څخه د روم د قيصر دلور (اهرن) کيسه هم واورېدل :

شه روم را دختری دلبراست
که از روی رشک بت آذراست
نګاري پری چهره کزچرخ ماه
ندارد بدو تيز کردن نګاه
دل هر شهی بسته چهر اوست
برايوانها پيکر چهر اوست
زمهرش پدر رنګی اميختست
کمانی درزګه بر آويخست
نهاد ست پيمان که هرکه اين کمان
کشد دختر اورا دهم بي گمان ([12])

ګرشاسپ بابا د خپل سو داګر ملګري سره کرار کرار د روم د پاچا د بڼ په لور راغلل ، د حوض په شاوخوا کي يې قدم و واهه ، وروسته ګرشاسپ تر يوې درختي لاندي پريووت ، سوداګرچي دلته اشناو يوه ښځه يې وليدله او دهغې په لور ور رهي سو .([13])

يکی باغ بودش در اندر سرای
به قيصر شه چون بهشتي بجای
زني دايه دختری شاه بود
که بازارګان رانکو خواه بود

د دايې ښځي يو ناڅاپه سترګي پر يوه نا اشنا سړي و لګېدې هغه چي تر درختي لاندي اوږد غځيدلی پروت دی ، پوښتنه يې وکړه ، داسړی څه کاره دئ ؟

بپرسيد کاين مرد کيست ؟
که کستاخيش يکبار ګيست

سو داګر و ويل ميرمني نه پوهيږم ، خو سړی د ښه ټبره څخه دی او د پاچاه د لورسره مينه لري :

بدل دختر شاه راهست دوست
همه روز ګفتارش ازمهر اوست

دايې ميرمن بيله شرم څخه دګرشاسپ بابا په لور راغله او ويې ويل :

بدوګفت دايه که کامت رواست
اګر مهمانی ترا اين هواست
تور وسازکن ګلشن وګادرا
که امشب بيارم من آن ماه را([14])

ميرمن (اهرن) د قيصر لور دښکلو رومي جامو سره ياقوتي تاج پر سر ايښی او په مينه مينه باغ ته را ننوتل :

سوی باغ بادايه ناګه زدر
درآمد پری چهره سيمير
نهفته([15])به زريفت رومي برش
زياقوت ودرا فسري برسرش
خرامان چو باماد پيوسته سرو
زګيسو ([16]) چو دردام مشکين تذو
دوبرګ ګلشن سوس می سرشت
دوشمشاد عنبر فروش بهشت
بناګوش تابنده خورشيد وار
فروهشته زوحلقه ګوشوار

غرغښت زښت ډير خوښ سو ، ځکه پلار يې اترت (بيټنی) د سلطنتي دربار ډيري ښکلې نجونې ورته وړاندي کړې خو يوه يې هم له هغو څخه خوښه نه سوه ، د روم د قيصر لور هم ښکلې وه او هم آغلې او ګرشاسپ (=غرغښت) يې ډېرمتاثر کړی و .

سپهد ار([17]) ګفتا سپاس ازخدا
که جفتی مرا چون تو آيد بجای

داځای يو ښه فرصت و چي تردې بل ځای د عشق د احساساتو د څرګندولو هم نه ګڼل کېدی :

بجز دايه مساز باهر دوکس
زن خوب بازرګان بود وبس
همه بود شان رامش وميکسار
می ونقل وبازی وبوس وکنار

سهار سو ټوله خپلو کارونو پسي ولاړل خو دپاچا لور ترټولو غمګينه ښکارېدل او په دې فکر کي وه که داغښتلی ځوان ونه توانيږي چي ياده ليندۍ ماته کړي زماحال به څه ډول وي ؟

او څه رسوايې به رامنځ ته سي دې فکرونو نوموړې غرقه کړې او له سترګوبه يې اوښکي په څڅېدو سوې !

بدو دايه ګفت آخر اندوه مدار
که کارت هم اکنون کنم چون نګار
که ګر بينمش چهر و آفتد خوشم
کمان رابه انګشت کوچک کشم([18])

ميرمن (اهرن) او ګرشاسپ (=غرغښت) خپه ښکاريدل چی سبابه څه کيږي ؟

همه شب د ژم هر دو ازمهر وتاب
نه بادل شکيب ونه باديده خواب([19])

وخت را ورسېد ګرشاسپ بابا دليندۍ د ماتولو په نيت د روم دپاچا د وره په لور رهي سو . ([20])

سپهد سوی ديدن شاه شد
بنزد سيه پوش درګاه شد
به پيوند شاه آمد ارزوی
بخواهم کشيدن کمان پيش اوی

د روم پاچاه خپل دربار وزيرته و ويل : ورسه د دې ځوان نوم ، نښه او پته ولګوه او ورته و وايه که دي چيري ياده کمانه ماته نکړه ښايې سريې په دارسي! د دربار وزير له نوموړي څخه و پوښتل :

بدو ګفت ګرد سپهبد نژاد
مراباب نام کمانکش نهاد
به دامادي شه ګرايم پسند
بخواهم کشيد اين کمان بلند([21])

دليندۍ د کښلو وخت :

سپهبد چو بايد بزانو نشست
بديدار دلبر بيازيد دست
کمان را از بالای سرفراشت
بانګشت چون چرخ ګردان بګاشت
بزانو نهاده وبزه بر کشيد
پس انګاه نرمک سه زه در کشيد
چهارم در آهخت از اسنان شګفت
که هر دو کمان ګوشه کو شش ګرفت
کمان کرد دونيم وزه لخت لخت ([22])
هميدون بينداخت در پيش تخت
برآمد يکی نعره زان سر کشان
درو خيره شد شاه چون بي هشان
کنون جفت تست از جهان دخترم
تويې فال فرخ ترين اخترم
وليکن زمان ده که تاکاراوی
چوبايد بسازم سزا وار اوی
زمان ګفت ندهم که او مر مراست
اګردی زمان خـــــواهد زمــــــن رواست([23])

د روم پاچا د ليندۍ په ماتيدو حيران او هيښ سو ويې ويل : چي شرط دي وګټی لور مي ستاسوه ، خو يوڅه وخت راکه ترڅو دشاهانه دود سره سم يې د واده ترتيب پرځای کړم ، ګرشاسپ (=غرغښت) و ويل چی نجلۍ اوس زما خپل مال دی او يو ګړی هم وخت نه درکوم ، که چيري نجلۍ په خپله خوښه وخت غواړي منم يې ، پاچا دخپلي لور څخه وپوښتل چي څه پکښې وايې ؟([24])

اسدي وا يې :

زدختر پرسيد پس شهريار
بترسيد دختر زتيمار يار
که سازد نهان شه بجانش ګزند
چنين ګفت کای خسرو ارجمند
نهادش کف اندر کف پهلوان
که تازيد زود ازبرم هردوان
سپهبد ګشاد از دوبازي خوش
زياقوت رخشانش دوصد پاره پيش
فرافشاند برتاج دلدار ماه
شد از شهر بيرون هم از پيش شاه
بدو داد وبرګشت زی خانه باز
خبرشد بنزد شه سرفراز([25])

نورنو (ميرمن اهرن) هم د اريانا شهزاد ګۍ او دغرغښت بابا ميرمن سوه .

د هلمند د کښتنۍ برخې ابادي :

د زرنګ يا زرنج ښار جوړول :

يکي شهر نو ساختم چون زرنج
بسی ګنج ګرد اوردم به رنج([26])

د زرنج د ښار جوړول د اتريت (بيټني) د زوی په لاس هله جوړ سو چي د نړۍ پوهان يې راوغوښته . ([27])

ژباړه : سيستان (هلمند) يو لرغونی ښار دی چي بنسټګر ي ګرشاسپ (=غرغښت) بن اترت(= اترط، اثرت) دی. ([28])

عبدالحی ګرديزي په زين الاخبار کي وايې : ژباړه: ګرشاسپ پهلوان ځمکي ابادي کړې اوله فرات ([29]) څخه يې لوی لښتی کش کړ کاريزونه يې وکيندل او پوشګ (= معرب يې فوشج) يې آباد کړ.([30])

استاد اسدي خراساني په ګرشاسپ نامه کي کاږي:

زاختر شناس ومهندس شمار
بروم وبه بهند انکه يدنامدار
بياورد وبنهاد شهر زرنج
زګل باره يې ګردش اندر کشيد
ميانش دژی سربمه درکشيد
زپيرامن د ژيکی کنده ساخت
زهرجوی ونهر آب دروی بساخت
برو پنج دراهنين برنشاخت

توګفتی بهشت بری سيستان
يکی نيست از خرمي ، سيستان ([31])

په لرغونو متونو او داستانونو کي لکه ملي روايتونه او د زردښت کتاب (اويستا) کی هلمند (سيستان او زابل) ځکه ډير ارزښت او پيژندوی دی چي د کياني کورنۍ او دنامتو او غښتليو پهلوانانو وطن او ټاټوبۍ دی لکه ګرشاسپ (= سام) ، زال او رستم او رستم د سيستان (هلمند) ساتونکی و يعني له کابلستان څخه تر هامون پوري سيمه وه . ([32])

د (پرسي سايکس په وينا په لرغوني دوروکي د کندهار کښتنۍ برخه سکتان يا سيستان ياديده او لوړه برخه يې زابلستان ياديده .

لکه څنګه چي ليدل کيږي (سترابون) دارنګهان(سيستانيان) ساکزيان = هلمنديان) داراخوت (= ارغنداب) او ګدروزياپه کښتنۍ برخي کي د هيرمند (هلمند) سيند پرغاړه ترنيمروزه پوري استوګن ښودلي دي . ([33])

نور بيا …

اخځلیک او لمنليک :

[1]ــ Li __ Ching (چينايې ليکدود غواړي).
[1]ــ No__Ch ( = ) .
[1]ــ جي. سي . کويا چي ( =Iran And China . G. Coyajee.Joehangir Cults And Legends Of Ancien ) . مخ ژباړه (طاري).
[1]ــ Yi.
[1]ــ Tung_ Ting (= ) .
[1]ــ جي . سي . کويا چي ، مخکنی اثر ، مخ ۲۷ .
[1]ــ ډيرک او براين ، دنړۍ د هيوادونو لنډه پيژندنه ، ژباړه بشير احمد ريان . صديقي خپرندويه ټولنه ، کال ۱۳۹۰، مخ ۲۱۸ .
[1]ــ استاد احمد علي کهزاد ، غرغښت يا ګرشاسپ ، مخکنی اثر ، مخ ۱۷۲ .
[1]ــ ګرشاسپ نامه د اسدي طوسي ، خراساني افغاني اثر ۱۶۴.
[1]ــ ګرشاسپ نامه . ۱۶۵
[1]ــ استاد احمد علی کهزاد ، مخکنی اثر ، ۱۷۳ مخ .
[1]ــ ګرشاسپ نامه د اسدي طوسي خراساني .
[1]ــ استاد کهزاد ، غرغښت يا ګرشاسپ مخکنی اثر ، ۱۷۳ .
[1]ـــ ګرشاسپ نامه ، د اسدي طوسي خراساني .
[1]ــ نهفته : پټ ، پوښلی .
[1]ــ ګيسو ، کوڅۍ ، کبڅۍ ، تاو کړي او ږده ويښتان .
[1]ــ سپهدار ، سپاه او لښکر لرونکی ، سردار ، دلښکر مشر دلته غرغښت باباته ايشاره ده .
[1]ــ ګرشاسپ نامه ، اسدي خراساني افغاني .
[1]ــ ګرشاسپ نامه همدا اثر .
[1]ــ استاد احمد علي کهزاد ، غرغښت يا ګرشاسپ مخکنی اثر ، مخ ۱۷۵ .
[1]ــ ګرشاسپ نامه همدا اثر .
[1]ــ لخت ، لخت ( ټوټه ، ټوټه) .
[1]ــ ګرشاسپ نامه اسدي خراساني .
[1]ــ استاد کهزاد ، غرغښت يا ګرشاسپ ، مخکنی اثر، مخ ۱۷۶ .
[1]ــ ګرشاسپ نامه مخکنی اثر .
[1]ــ د اسدي ګرشاسپ (= غرغښت) نامه .
[1]ــ تاريخ سيستان ، مخ ۳ .
[1]ــ احياء الملوک ، ملک شاحسين سيستاني هلمندي ، ۱۰۲۷کال ، مخ ۲ .
[1]ـ فرات : يو نامتو سيند دی چي په ختيځه ترکيه ، سوريه او عراق کي بهيږي او دپارس خليج ته ځان رسوي اږده يې (۱۰۷۷ميله ) دي نوموړی سيند له دوو څانګو څخه جوړ دی . ۱- (قره سو) ۲ (مراد چای) فرات سيند د جلې ته نژدي کيږي او وروسته دپارس خليج ته نژدي په دجله ګډيږي وروسته دا دوه سيندونه د (شطالعرب) په نامه ياديږي او خليج ته توئيږي د دواړو سيندونو ترمنځ ځمکه (الجزيرة) بولي بابل د فرات پرڅنډه ودان سوی دی . (پښتو – پښتو تشريحي قاموس . درېيم ټوک ۲۲۷۲—۲۲۷۳ مخونه ).
[1]ــ زين الاخبار ، عبدالحی بن ضحاک ګرديزي ، پنځمه هجري پيړۍ ، اهتمام دکتر رحيم ، ۱۳۸۴ ، مخ ۷۲ .
[1]ــ ګرشاسپ نامه ، مخ ۲۶۷ .
[1]ــ کانديد اکادميسن محمد اعظم سيستاني ، سيستان بعد از اسلام ، دوهم ټوک ، کال ۱۳۶۶، علوم اکاډمي ، مخ ۴۱۴ .
[1]ــ سيستان بعد از اسلام ، مخکنی اثر ،مخ ۴۱۵.

61 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *