Categories

اعلان

Loading…

د پکتیکا په (۹) ولسوالیو کې به د (۱۵۶) افغانیو په ارزښت د بیارغونې چارې پیل شي

په همدې موخه نن د دغه ولایت د غونډو په تالار کې غونډه نیول شوې وه چې د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت، د کلیو او پراختیا ریاست د برنامو امر، دولایتي شورا غړیو، د بېلا بېلو ولسوالیو کلیوالي شورا ګانو مسؤلینواو د رسنیو استازو پکي ګډون کړی وو

د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت وویل: د افغانستان منتخب ولسمشر محمد اشرف غني پکتیکا ته ژمنې لري او پکیتکا ته ځانګړې پاملرنه کوي.

وحدت وویل څو ورځي وړاندي یې د پکتیکا د ولسونو ستونزې له ولسمشر سره شریکي کړې دي اوله ده سره یې ژمنې کړې دي چې ډېر ژر به کړې ژمنې په عمل بدلې کړي او په پکتیکا کې به د بیا رغونې او نورو ټولګټو پروژو چارې پیل شي، چې  په دې سره به ډیری وزګارو پکتیکا والو ته د کار زمینه برابره شي.

 نوموړي له ولسونو څخه وغوښتل چې د یادو پروژو ساتنه وکړي او په پروژو کې په خپله کارونه وکړي تر څویې له یوې خوا کارونه په لوړ او سم کیفیت ترسره شوی وي او له بلې خوا یې  ولادونو ته حلاله نفقه برابره کړې وي.

د کلیو او پراختیا ریاست د برنامو امر انجینر مومن وویل: یادې پروژې به د شپږو میاشتو په جریان کې د دغه ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو کې د (۱۵۶) افغانیو په ارزښت پيل شي.

ده وویل: دا د کار موندنې یوه برنامه ده چې چارې  به یې د دغه ولایت د بېلا بېلو ولسوالیو د (۴۰۷) انکشافي شوراګانو لخوا پرمخ وړل کیږي.

پکتیکا ولایت رسنیز دفتر

308 total views, 1 views today

2 comments

  1. حاجی محمد ادریس Reply

    دا خو ډیره د خوشحالي خبره ده

  2. Zarghoon Reply

    سلامونه
    156 افغانی د یوه نفر د یوی ورخی مزد دی او بس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2