Categories

اعلان

Loading…

یوولس هیوادونو ایران د تروریزم په ملاتړ تورن کړ

تاند- د منځني ختیځ او شمالي افریقا ۱۱ هیوادونو ایران د تروریزم په ملاتړ او د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې په لاسوهنې تورن کړ.

دغو هیوادونو پرون /دوشنبه/ په یوه لیک کې، چې د ملګروملتو په عمومي اسمبلۍ کې ووېشل شو، وویل د ایران اعمال په سیمه کې د بې ثباتۍ او کړکېج سبب شوي دي.

دوی د ایران له لوري په یمن کې د حوثي یاغیانو او په لبنان کې د حزب الله ملاتړ او د سوریې په جګړه کې د دغه هیواد ګډون د ایران د مداخلو بېلګې بللې دي.

دوی ویلي چې ایران حوثیانو ته پیسې، وسلې او روزنه ورکوي.

 ایران په ښکاره وايي چې په سوریه کې د بشار اسد د قانوني حکومت ملاتړ کوي او د شیعه ګانو د سپېڅلو زیارتونو ساتنه کوي.

خو د یمن په اړه وايي چې سعودي عربستان په دغه هیواد کې جنګي جنایتونه کوي.

پرون افغان الاصل امریکايي دیپلومات زلمی خلیلزاد وویل چې د جورج ډبلیو بوش د ولسمشرۍ په مهال ایران د دې لپاره د شرارت په چورلیز (محور) کې شامل کړای شو چې په ښکاره یې له امریکا سره د همکارۍ خبرې کولې خو عملاً یې د سپاه پاسداران په وسیله په افغانستان او منځني ختیځ کې ورانکاري کوله.

خلیلزاد بي بي سي ته په ځانګړې مرکه کې وویل«هماغه وخت امریکايي چارواکو د ایران د باندنیو چارو له مرستیال وزیر محمد جواد ظریف سره ګټورې خبرې کولې خو موږ له دوو ایرانونو سره سروکار درلود، یو د ښاغلي ظریف ایران و چې همکاري یې کوله او بل د سپاه پاسداران ایران و چې له ظریف سره زموږ له همکارۍ سره هممهاله یې په افغانستان او سیمه کې زموږ د موافقو خلاف عمل کاوه.»

په اوس وخت کې د ۱۱ هیوادونو له لوري د تروریزم په ملاتړ د ایران تورنول له دې نظره مهم دي چې په امریکا کې یو وار بیا واک جمهوریپالو ته انتقالېږي چې منتخب شوي ولسمشر دنالد ټرمپ له ایران سره اتومي موافقه له پوښتنې سره مخامخ کړې ده.

242 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸