Categories

اعلان

Loading…

د ارواښاد رسول امین اووم تلین ولماځل شو

محبوب الله خان –

ارواښاد رسول امين د افغانستان وتلی سیاستپوه، ټولنپوه او روښانفکره شخصیت و. رسول امين ۷۷ کاله دمخه د کونړ په وټه پور کې زېږېدلی و. د پېښور په اسلامیه کالج کې یې سیاست لوستی و، په پېښور پوهنتون کې یې په ټولنپوهنه کې ماسترې کړې وه. یو مهال د پښتو ټولنې غړی اود کابل پوهنتون استاد و. د هجرت په کلونو کې د ازاد افغانستان د لیکوالو ټولنې (وفا) مشر و. د حامد کرزي په مشرۍ په انتقالي اداره کې د پوهنې وزیر و. استاد رسول امین په ټولپوهنه او سیاسي برخه کې یو شمېر کتابونه هم لیکيلي دي. کابو اوه کاله دمخه د ۲۰۰۹ زېږدیز کال داکتوبر پر ۳۱ نېټه په استرلیا کې وفات شو او جنازه یې د کونړ په کېراله کې خاوروته وسپارل شوه.

 2 2 2 د ارواښاد امین د اووم تلین یاد غونډه پرون د لسګونو فرهنګیانو په ګډون د ملي رادیو تلوېزیون په تالار کې جوړه شوه. د قرانکریم تر تلاوت او دعا وروسته د ملي رادیو تلويزیون  عمومي ريس  زرین انځور مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او پرانېستونکې وینا یې وکړه. په پارلماني چارو کې د حکومت وزیر پوهنمل غلام نبي فراهي د استاد رسول امين سره د خپلو خاطرو یادونه وکړه.

 ورپسې د پوهنې وزارت پخواني مرستیال محمد صدیق پتمن د خپلې وینا په ترڅ کې د پوهنې په برخه د ارواښاد رسول امین د خدمتونو او بنسټیزو کارونو یادونه وکړه. د ولسمشر فرهنګي سلاکار ښاغلي اسدالله غضنفر ارواښاد رسول امین دافغانستان نامتو روښانفکره او ملي شخصیت وباله او د هغه پر کتابونو او اثارو یې رڼا واچوله.

 د غونډې په دویمه برخه کې د استاد رسول امين د ژوند په اړه جوړ شوی مستند فلم ( دفکر سړی) نندارې ته وړاندې شو. یاد فلم د افغان هنر پروډکشن او ملي تلويزیون په تخنیکي مرسته د محبوب الله خان په لارښوونه چمتو شوی و.

9 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *