په پاکستان کې د ښځو له خوا پر مېړونو د ظلم د مخنیوي لپاره د قانون د تصویب غوښتنه

تاند- د پاکستان له اسلامي نظریاتي شورا څخه د سړو د ملاتړ لپاره د هغسي قانون د تصویبېدو غوښتنه وشوه چې دې شورا د ښځو په دفاع کې تصویب کړی دی.
د پاکستان د اسلامي نظریاتی شورا له مشر مولانا محمد خان شېراني څخه، چې د پاکستان د علماوو شورا رييس هم دی، غوښتل شوي چې د هغو سړو د ملاتړ لپاره قانون تصویب کړي چې د خپلو ښځو له لوري ربړول شوي دي.
د پاکستان اسلامی نظریاتي کونسل (شورا) ته ویل شوي چې ځیني پاکستانۍ ښځې پر خپلو مېړونو ظلم کوي او له ربړولو او شکنجې وروسته یې له کوره باسي.
د ډان نیوز د راپور له مخې، د اسلامي نظریاتی شورا یوه مشر صاحبزاده زاهد محمد قاسمي ویلي، د پاکستان ډېرو خلکو له دې شورا غوښتنه کړې چې ژر تر ژره د اسلامي اصولو پر اساس داسي قانوني لایحه چمتو او تصویب کړي چې د سړو پر حقونو د ظلم او تېري مخه ونیسي.
ډان نیوز وايي چې اسلامی نظریاتی شورا به د دې لایجې په اړه ژر پرېکړه وکړي.
قاسمي ویلي چې د پاکستان د اساسي قانون او دغه راز د شرعې مطابق به په پاکستان کې د سړو د حقونو دفاع وکړي.
ده دا هم وویل چې په ځانګړي ډول یې په پنجاب کې شکایتونه ترلاسه کړي چې ښځو د خپلوانو په مرسته خپل مېړونه ربړولي او حتي لاس و پښې یې ورڅخه پرې کړي دي.
په یو شمېر نورو شکایتونو کې ویل شوي چې مېړونه له کوره شړل شوي دي.
قاسمي وايي چې باید له کوره د شړل شویو نارینه وو لپاره سرپناه جوړه شي.
222 total views, 1 views today
3 comments
سلامونه
ای افغانانو لز فکر وکری موز دداسی کسانو به خوله به خبل منخ می سره اخبه یو جی هغه د خبلو شخو اداره نسی کولای.
واه ، دا لا څه د کفر ملک دی.
هههههههه
اوس یی خوند وکړو