Categories

اعلان

Loading…

ونې مري/ مریم علي خان

د اوړي د ګرمیو په پای ته رسیدو سره مني (خزان) د ژوندي موجوداتو ژوند ته قدم ږدي چې په راتلو یې د هوا بدلېدو سره پر مځکه شنه نباتات او ونې زیړه جامه پر تن کړي.

سږ کال کله چې د خزان یوه میاشت تېره وه او طبعیت خپل رنګ بدل کړی و، زه هم د تل په شان په سهار کې د کار په لور روانه وم، د سړک پر غاړې مې نظر پریووت، ژیړ او سره بخونه رنګونو ځانګړې ښکلا ورکړې وه.

په لیدو یې پر شونډو مې مسکا خوره شوه، زړه مې غوښتل له موټره ښکته او دا ټوله ښکلا په لمن کې راټوله کړم، چې په همدې وخت کې له ونې یوه بله پاڼه د سړک په لمن کې له نورو سره یوځای شوه، پورته ونې ته مې وکتل احساس مې کړ چې هغه د باد په څپو څه ویل غواړي، داسې لکه چې ما اوریدلې وي؛ او مسکا مې له شونډو بیرته په هوا شوه. مازدیګر کور ته ستنه شوم، مور ته مې وویل: مور جانې څنګه چې انسان د کورنۍ د غړیو په لرې کیدو سره خواشنې کېږي، ښایي همداسې به دا ونې هم د پاڼو په رژیدو خفه وي!؟ ځکه نن ما داسې احساس وکړ چې ونې د هرې پاڼې په لویدو خپله یوه، يوه ساه ورکوي، پاتې څو سلګۍ ترې د ژمې سخته یخني واخلي او مړ شي.

مور مې وویل: نه لورې څنګه چې ته فکر کوې داسې نه ده، دا سمه ده چې د موسم په بدلېدو سره ونې او بوټې د خپلې ښکلا رنګ بدلوي او پاڼې چې رخصت اخلي، په دې مانا چې پوره دوه فصله د ښکلا او مهربانۍ سبب پاتې شوې، په تود لمر کې یې بې شمېرو ته سیوری ورکړی، هوا یې معدله ساتلې خو اوس د نوي کال لپاره تیاری نیسي، غواړي د تېر کال په پرتله د طبیعت د لا ښکلا سبب شي، لا غښتلې شي او د لا مهربانیو سره راڅرګند شي، هغوی نه مري، مګر لږه موده آرام کوي او ای لورې! دا آرام بل څه نه مګر د لاپیاوړتیا په موخه کوي.

د مور خبرو خپل انساني ژوند ته متوجه کړم، ځکه د طبیعت دا بدلون مونږ ته راښیئ چې انسان باید زیار وباسي، د سختیو په وړاندې مقاومت وکړي په هر حال کې نه یواځې ځان ته بلکې نورو ته هم د مرستې او ګټې وسیله شي داسې لکه یوه ونه چې په لومړي ځل طبعیت ته ښکلا ورکوي، بیا خپله غیږه له خوږو ډکه کړي او چې وروسته کله خپلې پاڼې له ځان لرې کوي؛ په سخت ژمي کې د یو بیوزله او غربت وهلي کور د ګرمېدو سبب شي.

13 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *