Categories

اعلان

Loading…

په بلوچستان کې چاودنه، ۵۰ مړه ګڼ ټپیان

تاند – د بلوچستان ایالت په خضدار سیمه کې د شاه نوراني په نامه زیارت کې په یوه بمي چاودنه کې لږترلږه ۵۰ کسان مړه او تر سلو ډېر نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼه د وژل شویو کسانو شمېر ۴۳ تنه ښیي خو دا چې ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي دي وېره ده چې د ټپیانو شمېر به ډېر شي. د وروستیو راپورونو له مخې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۰ تنو ته رسېدلی دی.

تر دې مخکې د اکتوبر په ۲۵مه د دغه ایالت په کوټه ښار کې د پولیس زده کوونکیو په اکاډمۍ په شوې حمله کې له ۶۰ ډېر کسان ووژل شول.

بلوچستان او پښتونخوا هغه ایالتونه دي چې ډېرې ترهګریزې پېښې په کې کېږي او د دغو ایالتونو یو شمېر فعالان په دې نظر دي چې اکثر دغه ډول پېښې له ترهګرو ډلو سره د پاکستان د استخباراتي ادارو د روابطو له لارې کېږي چې بیا دغه ادارې چې په راس کې یې پنجابیان واقع دي د ترهګرۍ د قربانيانو په نامه له غربي هېوادونو څخه نغدي امتیازات ترلاسه کوي.

55 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *