Categories

اعلان

Loading…

اسلام او سوله/ سیدالرحمن عابد

   اسلام د سولې او ورورولۍ دين دی،لکه څنګه چې يې له نومه ښکاري، اسلام له سلامتيا اوامن څخه اخيستل شوی دی.

   هر مسلمان چې له بل مسلمان سره مخامخ کيږي ،هغه بايد د خبرو له کولودمخه پرخپل مسلمان ورور سلام واچوي اوهغه ته ووايي چې زماله خوا په امن کې ياست اوسلامتيا دې وي پرتاسوباندې .

   له دې څخه معلوميږي چې سوله انسانانو ته ارامي وربښي او سوله ده  چې له زړونو وېره، ډار، کرکه، ناهيلي او نور مسايل لرې کوي، سوله جګړه ييز حالت ته د پای ټکی ږدي، دکرکې ځای مينې ته پرېږدي  او انسانانو ته د پرمختګ لاره اواروي.

  اسلام تل مسلمانانو ته د سولې د خپرولو لارښوونه کوي ، دوی ته وايي چې دخپل بل مسلمان ورور سره تل نيکي کوئ او تل په خپلو کارونو کې حوصله کوئ،دروغ مه وايئ، خيانت مه کوئ، داړه ماري مه کوئ، مخدره او نشه يي توکي مه کاروئ او … . ځکه چې دا ټول سولې او ټيکاو ته زيان رسوي.

    د اسلام په مبارک دين کې سوله د تل لپاره ستايل شوې ده،تل يې دسولې ملاتړ کړی دی،دسولې په باب لوی څښتن تعالی دخپل پاک او مقدس کتاب قران  عظيم الشان په سوره نساء کې فرمايلي دي:( والصلح خير ) ژباړه :سوله بهتره ده.

 که څه هم ددې آيت  نزول  د ښځې اومېړه ترمنځ د سولې په باره کې دی، خو دقران کريم الفاظ عام دي د دنيا ټولو معاملاتو ته شامل دي اسلام هر وخت د اختلافاتو اوجګړوترمنځ دسولې غوښتونکی دی،همداراز  بل ځای د پاک کتا ب قران کريم  په سورة الحجرات کې راغلي دي:(وان طايفتان من المؤمين اقتتلو فآصلحوا بينهما)سوره الحجرات پاره ۲۶

  ژباړه:که چيرې دوه ډلې دمسلمانانو په خپل منځي جګړو سره اخته وي نو ددوی ترمنځ سوله وکړئ.

     په تفصيل کې راځي ددوه ډلو مسلمانانو  ترمنځ نه يوازې بايد سوله وشي بلکې هغه لاملونه دې هم ولټول شي دکوم په اساس چې ددوی ترمنځ شخړه راپيداشوې وه .

  مؤرخينو د حضرت حسن بن علي رضي الله عنهما  (واقعه د حضرت معاويه رضي الله عنه سره  ذکر کړې ده او سولې ته يوه غټه کارنامه بللې ده او دحضرت حسن رضي الله عنه سوله يو بهترينه بېلګه ده ځکه هغه سوله غوره کړه،په دې وجه چې د مسلمانانو وينې تويې نشي.

    سره له دې چې هغه په دغه وخت کې ( ۴۰۰۰۰)څلويښت زره انساني قوت درلوده بيايې هم هغه سوله په خلافت او امارت غوره وګڼله،د ټولونه اول  حضرت حسن خپله خبره دحضرت جعفر(رض) زوی ته وکړه او ورته ويې ويل چي زه  اراده لرم او اميد دی چې تاسې به د هغې تائيد وکړئ.

  هغه دا چي  ورځ په ورځ په ملک کې فتنه او فساد زياتيږي او وينې توييږي،له  دې کبله زه خلافت پرېږ دم اودحضرت  معاويه سره سوله کووم .

   نن سبا که موږ دګران هېواد افغانستان حالاتو ته وګورو، تقريباً هره ورځ زموږ دبې ګنا مسلمانو هېواد والو وينه توييږي، هيله مې په جنګ کې دټولو ښکيلو غاړو څخه  ده چې نور په خپلو مظلومو ،ځوريدلو ،سپين ږيرو ،کونډو ،يتيمانو اوخپلو کوچنيو ماشومانو رحم وکړئ،د روانو وژونکو سېليو له شره دتل لپاره ګران هېواد خلاص کړئ ، په پوره ميړانه او شجاعت سره دسولې دروانې پروسې څخه خپل ملاتړ څرګند کړئ.

344 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2