Categories

اعلان

Loading…

عربي پسرلي تر ۶۰۰ ملیارد ډالره زیات زیان اړولی

تاند- ملګري ملتونه وايي چې د عربو پسرلي د منځني ختیځ هیوادونو ته د ۶۱۴ ملیارد ډالرو په اندازه تاوان اړولی دی.

دا لومړی ځل دی چې د ملګروملتو په شان یوه ستره نړیواله موسسه د عربي پسرلي د زیانونو راپور ورکوي.

په ملګروملتو کې د لوېدیځې اسیا د ټولنیزو او اقتصادی چارو کمیسیون وايي، د عربي پسرلي په لړ کې له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ د دې سیمې په سلو کې ۶ کورنی ناخالص تولید ضایع شوی دی.

عربي پسرلی، چې له مظاهرو او لاریونونو سره مل و، له افریقايي هیواد تونس څخه پیل شو او په نتیجه کې یې څلور عرب زورواک رژیمونه وپرزېدل خو د دوام له کبله یې په سوریه، یمن او لیبیا کې جګړې دوام وکړ او یوازې مصر بختور و چې له جګړې او اوږدې ناکرارۍ په امان پاتې شو.

د ملګرو ملتو راپور وايي چې عربي پسرلي په سیمه کې بې روزګاري، بېوزلي او فساد زیات کړی دی.

410 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸