Categories

اعلان

Loading…

زرګونو تنو د ۷ هزاره ګانو د وژل کېدو په لومړي تلین مظاهره وکړه

تاند- زرګونه هزاره ګانو نن په کابل کې مظاهره وکړه او حکومت یې په دې وغانده چې ولې یې تېر کال د څو تنو هزاره ګانو وژونکي محاکمې ته حاضر کړي نه دي.

تېر کال د داعش پلویانو په زابل کې څو تنه هزاره ګان له تښتولو وروسته په بې رحمۍ ووژل خو وروسته برمته ګر د وسله والو طالبانو له لوري له منځه یووړل شول.

هزاه ګانو او د هغوی یوشمېر مشرانو په کابل کې په یوه غونډه کې حکومت د هزاره قوم د ۷ غړیو د حق په تحقق کې ناکام وباله.

دا غونډه د هزاره قوم د قربانیانو د عدالت غوښتنې لپاره د هغې معصومې ۹ کلنې نجلۍ په نوم نومول شوی و چې (تبسم) نومېده.

دوی حکومت هزاره قوم ته پر بې پامۍ تورن کړ.

هزاره ګانو تېر کال د ارګ په خوله کې د لسګونو زرو کسانو په ګډون پراخ لاریون وکړ او حکومت یې سخت چلینج کړ.

تېر کال په همدې ورځ ۷ تنه هزاره مسافر، چې له ایران څخه خپلو کورونو ته روان ول، د سختدریځو داعشیانو له لوري بې موجبه له موټرو کښته کړای شول او له څو ورځې برمته توب وروسته ووژل شول.

دا په داسي حال کې ده چې تېره شپه په مزارشریف کې، چې د افغانستان یو تر ټولو ارام او امن ښار دی، په یوه موټر بمي چاودنه کې لږترلږه ۷ تنه ووژل شول او تر ۱۰۰ ډېر نور ژوبل شول.

تر دې وړاندې په کندوز کې د بهرنیو پوځیانو په یوه بمباري کې نژدې ۱۰۰ تنه ملکیان مړه او ژوبل شول.

9 total views, 1 views today

2 comments

  1. pardes Reply

    پروژه جدیدیست که به احمد بهزاد و لطیف پدرام سپرده شده است

  2. خوست بابا هر وخت ږاړې Reply

    بهېزاد په اېران کې دې سعېد رضا؟ حسنې چه چپلاکو کارحانه لرله دې هغه هلک ېعنق ها ها وو

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *