Categories

اعلان

Loading…

د رڼا کلنۍ مشاعره

راپور: نامعلوم

د میرمن کلتوري بهیر له خوا رڼا کلنۍ مشاعره نن په کابل پوهنتون کي د سلګونو محصلانو. استادانو.فرهنګپالو او ادبی شخصیتونو په ګډون جوړه شوه.

نني غونډه ثابته کړه چی میرمن ادبی بهیر تل علمی غونډی نیولي او افغانې میرمنو ته د هغوی د حقوقو په پوهاوي کې ستر رول لوبولی.

رڼا کلنۍ مشاعرې څلور برخې درلودلي: ویناوې. فرهنګی برخه. ایواردونه او د غونډي ارزونه.

2
رڼا مشاعره د قرانکریم په تلاوت پیل شوه. ورپسی آغلی ساهره شریف. ښاغلي نجیب منلی. استاد لعل پاچا ازمون. استاد محمود مرهون ویناوې وکړی.

د میرمن بهیر پیژندنه او د فعالیتونه پریزنتیشن د آغلي ولوله تره کې لخوا وړاندې شو. چی په ترڅ کی یې د بهیر مکمله پیژندنه د بهیر لاسته راوړنې او د بهیر له لوری خپاره شوي کتابونه ګډونوالو ته وروپیژندل شول.

د خپروني بله جالبه او په زړه پوری برخه د لنډیو برخه وه چی د هلکانو او نجونو ترمنځ سوال او ځوابیه لنډۍ وویل شوي.

وروسته آزاده مشاعره پیل شوه چی د میرمن بهیر غړو خپل شعرونه ولوستل بیا د 15 نجونو شعرونه سیالۍ ته کاندید شول او د ژوري هیت (ښاغلی لطیف بهاند. ښاغلی پوهیالۍ محمود مرهون. آغلي پوهنیاره اریانا حقپال. آغلي محموده تقوا) لخوا د آغلي عابده سپوږمی شعر لومړی مقام. د آغلی مسکا ساحل شعر دویم مقام او د آغلي کبرا شعر دریم مقام ترلاسه کړ.

د رڼا کلنۍ مشاعره په ترڅ کې آغلي (یاسمین وزیري) د هیواد تکړه شاعره د خپلو ادبي هڅو له کبله د کال غوره فرهنګیالۍ وټاکل شوه.

وروسته ایوارډونه او جایزې د ولسمشر د سلاکار ، استاد منلي، ساهره شریف، زیتون بهرام، علم گل سحر، اجمل ښکلي له خوا د جایزو په ګټونکو وویشل شول.

رڼا کلنۍ مشاعره کې یوه په زړه پوري لنډه ډرامه هم وړاندې شوه دې مشاعرې ته د هیواد له ځینو ولایتونو او کلیو څخه هم د میرمن بهیر غړې راغلې وې او خپل شعرونه یې ولوستل.

نني غونډه ترسرا کیدا کې د ښاغلي جمشید صوفی زاده (نوي فکر بهیر مشر). ښاغلی خوشحال مومند( شمله ډیزاین ګروپ مشر). آغلي نعیمه غنی. آغلې نرګس تره کي، میني ابراهیم خیل ، آغلی رابعه ستانکزی. استاد محمود مرهون او ښاغلی ناظم مظهر هڅي نه هیریدونکي وی.

369 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2