Categories

اعلان

Loading…

ولسمشر د انتخاباتي کمیسیونونو له نویو معرفي شویو غړیو سره مرکې کوي

تاند- د انتخاباتي کمیسیونونو د مسوولانو د غوراوي کمېټې د سلګونو تقاضا کوونکو له منځه بالاخره ۳۶ تنه کاندیدان د هیواد د ټاکنو د خپلواکو کمیسیونونو د غړیو په توګه معرفي کړل.

د دغو کسانو په منځ کې ۲۱ تنه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون لپاره او ۱۵ د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمیسیون لپاره غوره شوي دي.

دوی دا کسان ولسمشر ته معرفي کړي دي.

ټاکل شوې ده چې ولسمشر غني ۷ تنه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون لپاره او ۵ تنه د شکایتونو د خپلواک کمیسیون لپاره معرفي کړي.

د غوراوي کمېټې غړیو له ولسمشر سره د چهارشنبې په ورځ مازدیګر په ارګ کې وکتل او د غوره شویو کسانو لېست یې ور وسپاره.

په دې کتنه کې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش، لوی څارنوال فرید حمیدي او د افغانستان لپاره د ملګروملتو د سرمنشي ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو هم برخه لرله.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني غواړي چې د غوراوي کمېټې له لوري د انتخاباتي د کمیسیونونو لپاره له انتخاب شویو کسانو سره مرکې وکړي.

دا خبره د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال ازادي رادیو ته وکړه، ویې ویل« تر دې وروسته به ولسمشر له هغو کسانو سره چې د غوراوي د کمېټې له لوري یې نومونه نهايي شوي دي، مرکې وکړي. یو انتخاب دا هم دی چې کیدای شي دغه مرکې د رسنیو له لارې هم خپرې شي. د دې لپاره چې دا پروسه نوره هم شفافه شي پر دې به د مدني ټولنو او اړونده ادارو کسان هم په‎کې ښکیل وي.»

ولسمشرغني دوه ځله د انتخاباتو په اړه تقنیني فرمانونه ملي شورا ته واستول خو رد شول او بیا یې په ژمې چې کله ملي شورا په رخصتیو وه تقنیني فرمان صادر کړ.

دغه فرمان د وزیرانو شورا تصویب کړ او ولسمشر توشیح کړ چې له دې سره د غوراوي د کمېټې کارونه پیل شول.

235 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2