Categories

اعلان

Loading…

د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو بهیر/ عزت الله شمسزی

د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې رښتیا هم یو څه پېچلي دي او د افغانستان د ولسمشرۍ له ټاکنو سره یې توپیر زیات دی.‌ دلیل یې دادی چې امریکا کې ټاکنې څلور مرحلې لري. لومړی، د دواړو ګوندونو غړي چې غواړي رسمي کاندیدان شي، د امریکا په ۵۰ ایالتونو کې له یوه او بل سره رقابتونه کوي او له یوه انتخاباتي بهیره تېرېږي. مثلا په امریکا کې اوسمهال دوه لوی ګوندونه دي چې یو یې جمهوري‌ غوښتونکي او بل ډموکراټان دي.‌ دوی په اول سر کې د کاکسونو له لارې چې عامه غونډې دي خبرې اترې او بحثونه کوي، د ولسمشرۍ نوماندان ټاکي. دویمه مرحله داده چې  دا نوماندان په خپلو کې رقابت کوي چې له نورو نه میدان وګټي.‌ د مثال په توګه که چېرې ډموکراټان پنځه کاندیدان لري نو دا پنځه واړه باید اول په خپلو کې مناظرې وکړي، کمپاینونه وکړي چې په مقدماتي ټاکنو کې د خپل ګوند اکثریت رایې واخلي.‌ هر هغه چا چې د خپل ګوند له استازو یا ډیلیګیشن نه زیاتې رایې واخیستې هغه به د ټول ګوند یوازینی کاندید وي‌، د ګوند په عمومي‌ کنوینشن کې به اعلان شي او د بل ګوند له کاندید سره به رقابت کوي.

لکه موږ ولیدل چې د ۲۰۱۶ د ټاکنو لپاره په اییوا ایالت کې بحثونه وشول هیلري‌ کلنټن د ډموکراټانو او ډانل ټرمپ د جمهوري غوښتونکو د کاندید په توګه غوره شول،‌ د نورو ایالتونو نه نور کاندیدان هم را میدان ته شول، یو څو میاشتې یې کمپاینونه او مناظرې هم وکړې خو کله چې دویمه مرحله پیل شوه مقدماتي ټاکنې وشوې یوازې ډانل ټرمپ او هیلري‌ سر ته ووتل.‌ هغو نورو کاندیدانو چې د ډیلیګیشن یا استازو کمې رایې ترلاسه کړې وې هغوی هم د خپل ګوند د وتلي‌ کاندید ملګري‌ شول.

2کله چې د دواړو ګوندونو یو، یو رسمي نوماند مخې ته راشي نو درېیمه مرحله، یعنې د دواړو تر منځ د سیالۍ کیمپېن پیل شي او دواړه هڅې کوي چې امریکايي ولس ته باور ورکړي چې که دوی ته یې رایه ورکړه نو دوی به د کورنۍ او بهرنۍ تګلارو په عملي کولو مثبت بدلونونه راولي. کله چې ددوی کمپاین پای ته ورسېږي‌ نو د نومبر د میاشتې په لومړۍ سه شنبه د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کېږي.‌ دا د مستقیمو ټاکنو وروستۍ مرحله وي خو لا هم ولسمشر معلوم نه وي تر هغې چې د استازو ټولنه یا الیکټورل کالج خپلې رایې استعمال کړي.

الیکټورل کالیج یا د استازو ټولنه یا د ټاکنو ټولنه:

د استازو ټولنه د ګوندونو له خوا د هر ایالت د نفوسو او استعمال شویو رایو په تناسب ټاکل کېږي.‌ د بېلګې په توګه د کلیفورنیا ایالت چې نفوس یې زیات دی ۵۵ استازي‌ لري، ټکساس ۳۸ استازي‌ لري، ویرجنیا چې کوچنی دی دوه استازي‌ لري.‌ د ټولو استازو شمېر ۵۳۸ وي چې هر چا له دوی نه ۲۷۰ رایې و ګټلې نو د جنوري‌ په میاشت به هغه رسماً ولسمشر شي.‌

د استازو یا د ټاکنو د ټولنې د رایه ورکولو پروسه داسې ده چې په ګانګرس کې د استازو ترمنځ ایالت په ایالت ټاکنې کېږي، که دیوه ایالت لس تنه ټرمپ ته رایه ورکړي او پنځه تنه هیلري‌ ته نو د ټرمپ رایې اکثریت دي، په دې اساس به د ایالت ټولې پنځلس رایې د ټرمپ شي.‌ بیا به د ټولو ایالتونو رایې شمېرل کېږي چې هر چا ۲۷۰ رایې پوره کړې هغه ګټونکی دی.

ځینې خلک په دې باور دي چې د ولس تر مستقیمو رایو وروسته د استازو یا د ټاکنو د ټولنې له خوا د ولسمشر ټاکنه یو شمېر ستونزې هم لري، ځکه چې په دغسې‌ ټاکنو کې د خلکو رایه د کاندیدانو په کامیابۍ او ناکامۍ کې زیات رول نه لري، بلکې د استازو د ټولنې رایې د ګټونکي کاندید برخلیک ټاکي.‌ د ولسمشرۍ هر کاندید باید هڅه وکړي چې د استازو د ټولنې له ۵۳۸ رایو نه ۲۷۰ رایې وګټي چې د امریکې د متحده ایالاتو ولسمشر شي.‌

همدغه وجه ده چې د انتخاباتو ځینې کارپوهان وایي کېدای شي یو څوک له ولس نه په مستقیمه توګه ډېرې رایې واخلي خو د استازو له ټولنې یا الیکټورل کالج نه ۲۷۰ رایې ترلاسه نه کړي او هغه کاندید چې ولس نه یې په مستقیمه توګه کمې رایې اخیستې او د استازو ټولنې نه ۲۷۰ نو هغه به سپینې ماڼۍ ته لاره پیدا کړي.‌ د امریکې په تاریخ کې ددې مثالونه هم شته چې د ولسمشرۍ یو کاندید له ولس نه پنځوس په سلو کې رایې هم نه دي اخیستي خو د استازو د ټولنې د ۲۷۰ رایو په ترلاسه کولو ولسمشر شوی دی.‌ نږدې بېلګه یې د ۲۰۰۰ م میلادي‌ کال په ټاکنو کې  ډبلیو بوش دی چې له ایلګور نه یې رایې کمې وې، خو د استازو د ټولنې د ۲۷۰ رایو په ترلاسه کولو ولسمشر شو.‌ خو البته دلته دیوې خبرې یادونه ضروري‌ ده چې دغسې پېښه په ځانګړو حالاتو کې رامنځته کېږي،‌ مثلاً  دبوش او ایلګو ترمنځ‌ په سیالیو کې دواړو کاندیدانو ونه شول کولی ۵۰ + ۱ رایې وګټي،‌ نو ځکه د استازو ټولنې بوش ته تر ایلګور ترجیح ورکړ.‌

په عادي انتخاباتو کې کله چې د ولسمشرۍ یو کاندید ۵۰+۱ وګټي نو بیا د استازو ټولنې فیصله هم د ولس د رایو پر بنسټ وي. هغوی هغه چاته رایه ورکوي چې اکثریت خلکو رایه ورکړې وي.‌

کله چې له دوو کاندیدانو نه یو هم په دې ونه توانېږي‌ چې د استازو له ټولنې حد اقل رایې ترلاسه کړي نو بیا د امریکې د متحده ایالاتو د اساسي‌ قانون بلې مرجعې یعنې کانګرس ته صلاحیت ورکړی چې  ولسمشر انتخاب کړي.‌ او که د استازو ټولنه دواړو ته برابرې رایې ورکړي نو بیا به د مشرانو جرګه جلسه جوړوي او رایه به اچوي، هر ایالت به په دغو ټاکنو کې دیوې رایې حق لري. د امریکې په تاریخ فقط‌ یو ځل په ۱۸۲۴ میلادي کال داسې شوي‌.‌ او که چېرې د مشرانو جرګه هم په دې ونه توانېږي چې ولسمشر وټاکي‌ او رایې یې برابرې وي نو بیا د اساسي‌ قانون له مخې سنا د ولسمشر معاون د ولسمشر د ځایناستي په توګه معرفي کوي.‌ چې دا نو بیا اخري‌ مرحله ده.‌ د امریکې د ۲۲۰ کلونو ټاکنې دغسې یو مثال تر اوسه نه لري.

11 total views, 2 views today

1 comment

  1. ع..شريف زاد Reply

    سلام
    ا نور احدي په ډويچه وېلې کې له يوه خبريال سره مصاحبه کړې داسې ښکاري چې په سياست لوبو کې هم د حامد کرزي په شان مصروف دي او له دې نه اخوا په امريکا کې هم درس لوستئ او هم کار کړي / په افغانستان کې يي هم په غټو او غوړو مقا مونو کې کار کړى دى چې مصاحبه کوونکئ هم پردې خبره تاکيد کوي ولې له بده مرغه نه د پوښتنو په ځواب پوهيږي او نه پښتو ژبه چې څه بايد وواي
    تاسې لاړشي او دده خبرې واوري چې دئ د ترمپ پ اړيکي، تګلارئ، اوسياست د افغانستان په هکله څه ډول څېړي. بله خبره مې له ياده ونه ځي چې حامد کرزي بده هيله کړي او د واره يي ترمپ ته مبارکې لېږلې سره ددې چې ولس مشر خپله دپلوماتيکه مبارکې مراسم سرته رسولي دي چې کرزي ته اړه نه وه وايي يک بام ودو هوا
    تا د امريکې ټاکنې ډيرې ښې څيړلي دى

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *