Categories

اعلان

Loading…

نن (چهارشنبه) شېبه په شېبه خبرونه

وسله والو طالبانو د امریکا له نوي منتخب شوي ولسمشره وغوښتل چې له افغانستانه خپل پوځیان وباسي.

وسله والو طالبانو د دونالد ترمپ له بریالیتوب وروسته ویلي«زموږ پیغام دا دی چې امریکایان دې له نورو هیوادونو خپلواکي او حاکمیت نه اخلي. تر ټولو مهمه دا ده چې دوی باید له افغانستانه خپل ټول پوځیان وباسي.»


ولسمشر غني نن په ارګ کې له شربت ګلې سره وکتل او د یوه کور کیلي یې ورکړه.

2


ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنست سلاکار محمد حنیف اتمر ته د غوره خدمتونو په خاطر د وزیر محمد اکبرخان عالي دولتي نښان ورکړ.

اتمر یو له هغو څو مهمو دولتي چارواکو څخه دی چې د یو شمېر رسنیو او سیاستوالو له لوري یې پر ضد زیات تبلیغات کېږي.


په کابل کې د امریکا سفیر د متحدو ایالتونو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د دونالد ترمپ له بري وروسته وویل، د ترمپ بری به له افغانستان سره د امریکا پر اړیکو اغېز ونه کړي.

سفیر مایکل مک کینلي وویل، له افغانستان سره د امریکا اړیکې د انتخاباتو او یا په امریکا کې د مشرتابه د بدلون پر اساس نه دي تنظیم شوي.


ولسي جرګه راتلونکې اوونۍ هغه وزیران استیضاح کوي چې تر ۷۰ سلنه لږه انکشافي بودجه یې مصرف کړې ده.

نن د ولسي جرګې په غونډه کې وکیلانو وویل، کومو وزیرانو چې انکشافي بودجه نه ده مصرف کړې د بې روزګارۍ، د ځوانانو د مهاجرت او د اقتصادي ودې د پڅېدو سبب شوي دي.


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د جمهوریپال ګوند کاندید دونالد ترمپ ته د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې په بري مبارکي وویله.

ولسمشرغني هیله څرګنده کړې چې د افغانستان او متحد ایالتونو ترمنځ اړیکې به نورې هم ټینګې شي.


هند وايي، د افغانستان حکومت غواړي چې شربت ګله د درملنې لپاره دغه هیواد ته ولېږي او په دې اړه یې له هندي چارواکو سره غیررسمي خبرې کړي دي. (تفصیل وروسته)


پاکستان د سې شنبې په ورځ /نوومبر۸/ شربت ګله له خپلې خاورې افغانستان ته دیپورت کړه (تفصیل)


د بریتانیا بریسټول پوسټ ورځپاڼه: په بریسټول ښار کې یو افغان له نیول کېدو وروسته اخراج شو.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو دفتر د اکتوبر په اتلسمه یو افغان دوکاندار ونیوه او وروسته یې له بریتانیا وایست. دوی نه دي ویلي چې ولي یې دا افغان ونیوه او له بریتانیا وایست.


له کندوزه د ترلاسه شویو راپورونو له مخې، د دغه ولایت امنیه قوماندان جنګل باغ استعفا کړې ده. جنګل باغ د کندوز ولایت د ناامنۍ یو مسبب ګڼل کېده او ویل کېږي چې د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په شپه د بوز کندهاري په حمله کې د بېګناه ملکیانو په وژلو کې هم د ده ناسم راپور رول درلود.


دیپلومات خپرونه: پاکستان له خپلې خاورې د شربت ګلې د ایستلو پرېکړه وکړه. په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر وویل، له ښه مرغه د شربت ګلې لپاره جوړ شوي جنجالونه نن /سې شنبه/ پای ته ورسېدل، دا به د راتلونکې دوشنبې په ورځ په عزت خپل ټاټوبي ته ستنه شي او له ولسمشر غني سره به وویني.

Sharbat gula


تکړه افغان ال راونډر لوبغاړی محمد نبي، چې نن سبا د بنګله دېش په کورنیو سیالیو کې یا غوره لیګ کې لوبېږي، د سې شنبې په ورځ ۴ لوبغاړي وسوځول او ۲۹ منډې وکړې او د سیالۍ غوره لوبغاړی وپېژندل شو.


د هند حکومت د فساد د مخنیوي لپاره له تېرې شپې څخه د ۵۰۰ او ۱۰۰۰ روپیو بانکنوټونه ناچل اعلان کړل.

د هند صدراعظم نریندر مودي د دې اعلان په ترڅ کې د هند ملت ته وویل چې خپل پنځه سوه ګون او زرګون بانکنوټونه د پوستي دفترونو او بانکونو له لارې بدل کړي.

Indian Money

11 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *