Categories

اعلان

Loading…

طالبانو د نړۍ له دیني عالمانو وغوښتل چې په خپل کنفرانس کې د دوی جهاد ناروا ونه بولي

تاند- وسله والو طالبانو نن /سې شنبه/ له دنیي عالمانو وغوښتل اجازه ورنه کړي چې د عالمانو جوړېدونکی نړیوال کنفرانس په کابل کې د لوېدیځوالو تر ملاتړ لاندې حکومت د مشروعیت وسیله وګرځي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، طالبانو په یوه پیغام کې، چې د اسلامي نړۍ عالمان یې مخاطب کړي، ویلي چې د دوی جنګیالي د لوېدیځ د یرغل په وړاندې جهاد کوي او د اسلامي عالمانو کنفرانس باید پرې نږدي چې غونډه یې د یرغلګرو ملاتړ وګڼل شي.

ټاکل شوې ده چې د سعودي عربستان په نوښت د اسلامی نړۍ دیني عالمان د افغانستان د روانې جګړې په اړه لویه غونډه وکړي او د دې جګړې په اړه فتوا صادره کړي.

له یو شمېر پاکستاني ملایانو پرته د اسلامي نړۍ تقریباً ټول دیني عالمان هغه څه ته جهاد نه وايي چې طالبان او یو شمېر پاکستاني ملایان یې جهاد ګڼي.

خو طالبانو ویلي«یرغلګر دښمن اوس غواړي چې د تېرایستونکو تبلیغاتو، رواني جنګ، پټو دسیسو، جعلي فتواګانو او د سولې د پروسې په شان د نورو غیرنظامي تاکتیکونو له لارې د افغان ملت جهادي پاڅون غلی کړي.»

طالبانو دغه راز ویلي چې په سعودي عربستان کې د دینی عالمانو کنفرانس د افغانستان د سولې د عالي شورا په وړاندیز د دې لپاره جوړېږي چې د طالبانو د تحریک او هلوځلو مشروعیت رد کړي.

طالبانو دغه راز ویلي«دوی غواړي چې د افغانستان سپېڅلی جهاد، چې د بري په درشل کې دی، ناروا وینه بهېدا وښيي خو دا د شریعت خلاف او د جهاد نومبداوی دی.»

د اکثرو اسلامي هیوادونو دیني عالمانو په ځلونو د طالبانو، داعش او بوکوحرام په شان سختدریځې ډلې له دینه بې خبره کسان بللي او ویلي یې دي چې دا ډلې په خپلو افراطي کارونو په نړۍ کې د اسلام منفي څېره وړاندې کوي.

401 total views, 2 views today

2 comments

  1. dawud Reply

    طالبانو په دوو تېرو میاشتو کې 203 مرتد مکتبونه او څو کیلومتره مرتد سرک او یواه اندازه مرتد پلونه علاوه پر بې ګناه انسانانو د جهنم کندې ته استولي دي، دې خو مقدس جهاد ویل کېږي

  2. Engineer Basit Reply

    ددی مطلب داچه ناروا یی ونه ګڼی یعنی که ناروا وي او که روا، روا یی وګڼي داسی یی نه دي ویلی چه څه حق وي همغسی دی وکړي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2