Categories

اعلان

Loading…

وزارتونو له ۶۰۶ پروژو څخه د ۱۵۸ لپاره حتي پیسې هم نه دي غوښتي

تاند- د افغانستان د تفتش عالي اداره وايي، په تېر مالي کې د وزارتونو له لوري د ۱۵۸ پروژو لپاره له مالیې وزارته د پیسو هیڅ غوښتنه نه ده شوې.

دا اداره وايي چې له همدې کبله تېر کال (۱۳۹۴) په سلو کې ۲۶ پروژې اصلاً اجرا شوي نه دي.

د افغانستان د تفتش د لویې ادارې د مسوولانو په وینا په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د مالیې وزارت له خوا ۶۰۶ پروژو ته بودجه منظور شوې وه خو یو شمېر وزارتونو د ۱۵۸ پروژو لپاره د پیسو تقاضا ونه کړه او په نتیجه کې یې دا پروژې تطبیق نه شوې.

ولسي جرګې ویلي چې اکثره وزیران په دې خاطر استیضاح کوي چې په سلو کې ۷۰ انکشافي بودجه یې مصرف کړې نه ده.

د تفتیش د لویې ادارې مرستیال سید محمد مهدي حسیني نن /سې شنبه/ په کابل کې خبریالانو ته وویل، په ۱۷۲ انکشافي پروژو کې تر ۵۰ سلنې لږ پیسې مصرف شوي او کار یې نیمګړی دی.

ولسمشر غني: وزارتونه ظرفیت نه لري

ولسمشر غني تېره شپه د مشرانو جرګې له غړیو سره په کتنه کې وویل، دا اعتراف باید وکړو چې وزارتونه د بودجې د مشروع مصرف ظرفیت نه لري. «زموږ ۱۵ سلنه هېوادوال وږي ویده کېږي او له ۳۷ څخه تر ۶۵ سلنه یې غذایي مصونیت نه لري، نو په دغسې حالت کې په معقول ډول د بودجې نه مصرفول یوازې بې کفایتي نه، بلکې ګناه هم ده.»
ده د مشرانو جرګې له غړیو وغوښتل چې د بودجې د معقول مصرف او د موثرو خدماتو د وړاندې کولو لپاره په ادارو کې د حکومت د اساسي اصلاحاتو ټینګ ملاتړ وکړئ.

3اشرف غني له سناتورانو څخه هیله وکړه چې د ۱۳۹۶ل کال د بودجې په اړه خپلې مشورې او نظرونه په لیکلي ډول له ده سره شریک کړي.

ولسمشر وویل، سږکال د نورو کلونو برخلاف مالي امکانات موجود دي او سکتوري وزارتونه باید له دغو امکاناتو څخه هېوادوالو ته د موثرو خدماتو د وړاندې کولو لپاره ګټه واخلي.

ولسمشر وویل، د تدارکاتو برخه اصلاح او چټکه شوې او وزیرانو ته هم پیسې سپارل شوي، نو هغوی د پیسو د نشتوالي پلمه نشي کولای. وزیران باید تاسو ته ځواب ووایي چې ولې نه دي توانېدلي ټاکلې بودجه په معقول او مشروع ډول ولګوي.

ښاغلي غني زیاته کړه«پخوانۍ او اوسنۍ پروژې باید تفکیک شي، ځکه په تېرو پروژو کې ګڼې ستونزې وې او هغه ستونزې تر ډېره حده موږ حل کړي. ، اکثره سکتوري وزارتونه تراوسه د پروژو د تطبیق مهالوېش او د بهرنیو سلاکارانو د مدیریت ظرفیت نه لري.»

ولسمشر دا هم وویل، په راتلونکو درې میاشتو کې به داسې یوه طرحه ترتیب کړي چې په هغه کې د افغانستان اوسنی حالت، راتلونکي درې او همدارنګه لس کلونه واضح شي.

د افغانستان د ۱۳۹۴ ټوله بودجه ۴۳۶ ملیارد افغانۍ (څه باندې شپږ نیم ملیارد ډالر) وه. په دې کې د انکشافي ۱۵۲ ملیارد افغانۍ (۲ ملیارده او ۲۰۰ ملیون ډالره) وه.

د ۱۳۹۴ په غیر انکشافي بودجه کې ۸۵ فیصده پیسې د دولت په څه باندې ۸ لکه ۵۲ زره مامورینو او امنیتي ځواکونو ته په معاش لګېدلي دي.

7 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *