Categories

اعلان

Loading…

د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې او افغانستان/ محبوب الله خان

د نومبر پر اتمه  نېټه په امریکا کې د ولسمشرۍ ټاکنې کېدونکې دي. د دوو سترو ګوندونو نوماندان سره مخامخ دي. د ديموکراتانو یا واکمن ګوند له لوري دامریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره هلري کلنټن ولاړه ده او په مقابل کې یې د جمهوریت غوښتونکو له خوا یو نامتو میلیاردر ډونالډ ټرمپ ولاړ دی.

ټاکنې څه ډول تر سره کېږي؟

د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو د سیستم له مخې  ټوله امریکا ۵۳۸ څوکۍ  لري اوهر ایالت د نفوسو د شمېر په تناسب څوکۍ  لري یانې یو شمېر ایالتونه ۵ ځينې یې ۱۰  کمې او یو څو يې له تر لسو زیاتې څوکۍ لري. په کوم ایالت کې چې کوم نوماند پنځوس سلنې نه زیاتې رایې تر لاسه کړې نو د هغه ایالت ټولې څوکۍ همغه ته شمېرل کېږي. په همدې ډول هر کاندید چې ۲۷۰ څوکۍ یا تر هغې زیاتې  خپلې  کړې نو هماغه  نوماند د امریکا ټاکلې ولسمشر دی. یوازې څو ایالتونه داسې دي چې که چا څومره رايي تر لاسه کړې نو ههاغومره څوکۍ به تر لاسه کوي.

ټاکنې به څوک وګټي؟

د خبرونو له مخې په وروستیو کې د دواړو نوماندانو تر منځ توپير بیخي سره کم شوی دی. که وروستیو لسیزو ته کتنه وکړو نوپه امریکا کې دوه ځله یا اته کاله دیموکراتان واکمن وي اواته کاله جمهوري غوښتونکي  حکومت کوي. دا ځل د دیموکراتانو وار تېرشوی اود جمهوري غوښتونکو وار دی. خو دا ځل جمهوري غوښتونکي یوه ستونزه لري چې کاندید يې ډونالډ ټرمپ د شخصیت له پلوه له سترو ننګونو سره مخ دی. له بل پلوه د واکمن ګوند یا دیموکراتانو نومانده یوه مېرمن هلریي کلنټن ده. دا ځل خپله امریکایان هم حیران دي چې دجنسي بدلون په خاطر پر یوې مېرمنې باور وکړي او که ددوی له نظره یو لیونی ولسمشر غوره کړي. که په امریکا کې د ټولپوښتنو پایلو ته ځير شو نو د پخوا په څېر زیاتره ایالتونه سره ويشل شوي دي چې ځينې ایالتونه هر ځل جمهوریت غوښتونکو ته رایه ورکوي او یو شمېر يې پاخه د دیموکراتانو دي. يو څو ایالتونه داسې دي بدلېدونکی رول لوبوي او په دې کې د فلوریډا ایالت برخلیک ټاکونکی رول لوبولی شي، د فلوریډا ایالت ټولې ۲۹ څوکۍ لري ، نو د ډېر کم توپير له مخې که هر کاندید په فلوریډا کې زیاتې رايي تر لاسه کړي نو هماغه به د امریکا راتلونکی ولسمشر وي.

نړیوال اغیز

د نړۍ زیاتره سیاسي کارپوهان په دې نظر دي چې جمهوري غوښتونکي دبهرنۍ پالیسي په برخه کې پریکنده یا قاطع دریځ لري او دیموکراتان په دې برخه کې له څه نرمښت نه کار اخلي او همدا لامل دی چې په تېرو اتو کلونو کې د امریکا بهرنۍ پالیسي له سترو ننګونو سره مخ ده. په ټوله نړۍ کې هېوادونه په دوه برخو وېشل شوي دي اود امریکا د ولسمشریزو ټاکنو راتلونکو پایلو ته په جدي ډول منتظر دي. دلته داخبره هم د هېرولو نه ده چې امریکا د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو لپاره اوږد مهاله تګ لاره او کړند لاره لري. که چیرته امریکایان له سترو نړیوالو مسایلو نه ځان ګوښه کول غواړي یا لږ تر لږه د ستونزو په حل کولو کې رغنده رول لوبول غواړي نو بیا دا کار د جمهوریت غوښتونکو په واک کې تر سره کېدای شي. که دیموکراتان همداسې په واک کې پاتې شول نو ښايي  د نړۍ مسایل لاپسې  پېچلي شي او ښکېل هېوادونه  به دې ته مجبور شي خپلې شخړې په خپله حل کړي.

د ټاکنو پایلې او افغانستان

دا ډېره د حیرانتیا وړ ده چې د دواړو نوماندانو تر منځ په وروستۍ مناظره کې چې د بهرنۍ پالیسۍ په اړه وه دیو ځل لپاره هم دافغانستان د نوم یادونه ونه شوه خو بیا هم د افغانستان سیاسي جغرافیه د خپل ارزښت له پلوه داسې ده چې امریکا يې هېڅکله له پامه نه شي غورځولی. دامریکا زرګونه پوځیان په افغانستان کې مېشت دي. سلګونه میلیارده ډالر يې دلته په جګړه لکولي دي. له افغانستان سره امنیتي تړون لري او د منځنۍ اسیا اود جنوبي سره د تړلې موقیعت له مخې ورته افغانستان ډېر مهم دی. دلته تر ټولو مهمه خبره سیاسي بدلون دی. که چیرته ټاکنې دیموکراتان وګټې نو د افغانستان په سیاسي نظام به کوم ستر بدلون رانه شي اود ولسمشر اشرف غني په مشرۍ اوسنی حکومت به ژر تر ژره د ژورو اصلاحاتو د راوستو او پارلماني ټاکنو اعلان وکړي. که په امریکا کې سبانۍ ټاکنې په ناببره ډول جمهوریت غوښتونکي وګټي نو له دې سره به پر پاکستان فشارونه زیات شي، هلته د پوځ د ځواکمنېدو او یا کودتا احتمال شته، پاکستان به دخپلې بقا په فکر کې وي، د داعش پروژه به له ځنډ سره مخ شي. له طالبانو سره به دسولې خبرې تودې شي. د ولسمشر اشرف غني پرحکومت به د سیاسي مخالفانو او په تيره د حامد کرزي د ډلې فشارونه زیات شي خو له ستونزو سره سره به اوسنی حکومت خپله موده پوره کړي.

[email protected]

265 total views, 1 views today

1 comment

  1. Najibullah Alizai Reply

    افرین دي وي درباندي ډیره مننه ښایسته شننه موکړیده

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

پاچا امان الله په ۱۹۱۹ کې د خپل پلار له وژل کېدو وروسته پاچا شو. پوځ، لوړ پوړو چارواکو او…

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: د متحده عربي اماراتو د خلیفه برج څراغونه به نن له ماښام وروسته د خپلواکۍ…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن شپه د افغانستان په بیرغ ښکلي وي

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: تاند ته د ارګ یوې مؤثقې سرچینې د ورکړیو معلوماتو په اساس د کابل شهر…

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن وځنډاوه

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2