Categories

اعلان

Loading…

په امریکا کې ډېری افغانان مېرمن کلنټن ته رایه ورکوي

تاند- د امریکا په متحجدو ایالتونو کې نن /سې شنبه/ د ولسمشرۍ انتخابات کېږي. له نظرپوښتنو داسي ښکاري چې د دواړو رایې به یو بل ته ډېرې نژدې وي.

د دې لپاره چې امریکا په درسته نړۍ اغېز شیندونکی هیواد دی، د دغه هیواد انتخابات د ډېرو هیوادونو د ولسونو او حکومتونو لپاره مهم دي او په ځیر یې څاري.

د کډوالو او مسلمانانو پر ضد د جمهوریپال ګوند د کاندید دونالد ټرمپ د څرګندونو له کبله اکثره افغانان او مسلمانان د دیموکرات ګوند کاندیده هیلري کلنټن غوره بولي.

که څه هم په امریکا کې له مېشتو افغانانو کومه ځانګړې نظرپوښتنه نه ده شوې خو ډېرو رسنیو ته په مرکو کې ویلي چې مېرمن کلنټن ته رایه ورکوي.

الجزیرې تلویزیون نن په دې اړه په یوه راپور کې ویلي، سره له دې چې د امریکا انتخابات د افغانستان پر حالاتو چندان اغېز نه لري ځکه چې که هر کاندید بریالی شي، د افغانستان په وړاندې به خپله تګلاره بدله نه کړي خو بیا هم ‌ډېری افغانان مېرمن کلنټن تر ټرمپ غوره بولي.

د امریکا د ولسمشرۍ کاندیدانو دونالد ترمپ او هیلري کلنټن د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کمپیانونو په لړ کې د افغانستان او په دغه هیواد کې د امریکا د اوږدې د جګړې په اړه څه ونه ویل.

دواړو کاندیدانو په درېیو ټلویزیوني‌ مناظرو کې د ګڼو کورنیو او بهرنیو مسایلو په اړه خپل نظریات وړاندې کړل، خو د افغانستان په اړه یوازې په یوه مناظره کې هیلري کلنټن سرسري‌ اشاره وکړه او ټرمپ همدومره وویل چې افغانستان ته د عسکرو لېږل یوه تېروتنه وه.

په امریکا کې مېشت د سیاسي چارو افغان نظرخاوند شفیق همدم وايي، د امریکا د ولسمشرۍ کاندیدانو غالباً د دې لپاره په خپلو مناظرو کې د افغانستان یادونه ونه کړه چې اوس د امریکا په بهرنۍ پالیسي کې نورو مسلو لومړیتوب پیدا کړی دی.

د اسوشیتیډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې دونالد ټرمپ او هیلري کلنټن په دې اړه چې که د راتلونکې سې شنبې په ورځ یې د ولسمشرۍ انتخابات وګټل نو په افغانستان کې به څه وکړي، هیڅ نه دي ویلي.

اژانس وايي، دا مسله ډېره مهمه ده ځکه چې امریکا په تېرو ۱۵ کلونو کې په افغانستان کې د پام وړ پیسې لګولي او د پوځیانو ډېرې وینې یې توی شوي خو طالبان لا پیاوړي شوي دي.

د افغانستان جګړه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ده.

ولسمشر بارک اوباما له واک ته رسېدو لږ وروسته افغانستان ته په لسګونو زره اضافي سرتېري واستول او جګړه یې لا پراخه کړه خو په دې بریالی نه شو چې د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ سیاسي جوړجاړی وکړي.

نوی ولسمشر یا ولسمشره به له یوه نوي او سخت انتخاب سره مخامخ وي چې ایا په افغانستان کې د پوځیانو شمېر ډېر کړي او که نور هم لږ کړي.

بارک اوباما غوښتل چې په ۲۰۱۶ کې د اوسنیو امریکايي پوځیانو شمېر نیم ته رالږ کړي او په ۲۰۱۷ کې ټول وباسي او یوازې ۱۰۰۰ تنه د خپل سفارت او کونسلګریو د ساتنې لپاره پرېږدي خو د طالبانو د حملو زیاتېدو اوباما مجبور کړ چې خپله پرېکړه بدله کړي.

اوس په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۸۴۰۰ تنه دی. دا په داسي حال کې ده چې د اوباما د واک ته رسېدو په لومړیو کې نژدې یو لک تنو ته رسېده.

د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو پایلې سبا/چهارشنبه/ اعلانېږياو نوی ولسمشر یا ولسمشره د جنورۍ په میاشت کې کار پیلوي.

46 total views, 1 views today

1 comment

  1. pardes Reply

    کلینتن د طالبانو او داعشیانو مور ده که بریالی شی خدای خبر چی دا ځل به څه شی زیژوی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *