Categories

اعلان

Loading…

عبدالباري جهاني د وزارت له چوکۍ استعفا وکړه

تاند- د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالباري جهاني له خپلې دندې استعفا ورکړه.

ښاغلي جهاني په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي چې د تېر اکتوبر په  ۲۹/عقرب ۸/  یې ولسمشر محمد اشرف غني ته خپل استعفا لیک لېږلی خو تراوسه د ولسمشر د دفتر له لوري ځواب نه دی ورکړای شوی.

ښاغلي جهاني روغتیايي عذر د استعفا علت بللی دی.

ده له ولسمشر غني څخه په دې مننه کړې چې پر ده یې اعتماد کړی او د اطلاعاتو او کلتور د وزارت دروند مسوولیت یې ورسپارلی و.


Culture Minister Jahani Steps Down

851 total views, no views today

4 comments

  1. ملا پیاز ګل جذباتی Reply

    شکر خدایه هسې نوم یې ښه و، زه خو وایم چې هیڅ وزیر شوی نه وای لا به ښه وو.

  2. jamal Reply

    jahane saheb dder noor mo ham ledale che waye naarogha da zaka e estifa warkrre kho khabara bal zaay ke we.
    omed da che po khpalo sheroono ke ye zar tar zara sarganda krre.

  3. لالا ، بټنوال Reply

    په موجوده حالاتو کې پاکې څهرې په هیڅ ډول نشي کولای خپلې هیلې سرته ورسوي ، د لمړۍ ورځې څخه د جهاني په مقابل کې ايراني مزدوران ودریدل ، د دروغو تهمتونه ېې پرې وويل اود بله طرفه په پښتنو کې داسې څوک نه ووچې ملا وروتړي ، نو هغسې چې ېې زړه وو، وئې نشو کړای چې کار وکړي

  4. babrak Reply

    جهاني زمو نږ دپښتو افتخار دی خدای دی روغ لری
    تر دغسی وزارت جهانی تنها له قلم سره ښه دی تر څو زمون ږ بڼ لا ګلزار کړي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸