Categories

اعلان

Loading…

د پښتنو غیرتي ماضی او بي غیرته حال په غبرګون کې یوه یادونه

اسم هجران –

دا په خبری سایټ کې د محترمي وحیدي نوري خور په نامه د یوې سکالري لیکنه وه، چې د پښتون قوم پخوانی له برم او میړانې ډګ تاریخ یې له اوسنې سره په عالمانه توګه پرتله کړي ؤ چې په رښتیا هم هغه څه پکې ویل شوي وو، چې ټول حقیقت لري. بیا یې د پښتنو د راتلونکو ننګونو او تورتم په هکله چې دې تورسري کومي اندیښنې ښودلي، هغه هم له امکانه لري خبري نشي کیدلي. ځکه د تاریخ په اوږدو کې ډیر داسي قومونه چې د خپل راتلونکې په هکله بې توپيره پاتې شوي، ځپل شوي، اسیر او په پایله کې له منیځه وړل شوي دي. پښتون قوم هم چې له روانو حالتو سره په مقابله کې پاتې راغلي او فزیکې شتون یې داسي عیار شوي، چې پخوا میړانه پکې په سیالي وه، اوس له بده مرغه سپیګانه پکې په سیالي شويده، که د پرتو غمیزو د مخنوي په هکله لاس تر کاره نه شي، خدای مه کړه له هغسي انجام سره مخامخ نه شي. پدې هکله د نوري خور اشاري، وړاندوینې او ویده قوم ته د ویښیدو خواست د هغه شاعر د چیغې او ناري په مثال ده چې د زړه له درده او بیا جوشه یې له تله رایستلې او په پښتون قوم یې داسي غږ کړيدی.

د خداي لپاره پښتنو ځانونه وپيژنې  – ستاسو لپاره خو به ځانته پیغمبر نه راځي
خو بیا هم د عواملو او لاملونو له څیړنې پرته د ټولو نیمکړتیاوو پړه پردي لوی اکثریت اچول هم مناسبه خبره نه ده، دا باید جوته شي چې ولې پښتنو پرون غیرتي او نن زبون وهلي دی؟ که خبري اوږدي نه شی، پښتنو په ماضي کې له نورو سره انډولې درلوده، بلکې په فزیکې لحاظ سره تري وړاندي هم وو. پښتانه غازیان به په زغرده جنګیدل او پایلې به یې بریاوي وي، په هغه به یې ویاړنې کولې، خو د ساتنې(حفظ ماتقدم) په هکله یې هیڅ سوچ او فکر نه درلود. وروسته به په مزو بوخت شول او هرڅه به تري هیر شول. دا یې د ژوند خوند او دایې غایه وه او بس. په مقابل کې بیا مغلوبو قومونه هیڅکله هم استغنا نه ده کړي، د خپلو راتلونکو سوکالیو د ترلاسه کولو په تګل کې وو، د علم او معرفت په زور یې ذهنې قابلیتونه او وړتیاوي ترلاسه کړي، نتیجه دا شوه چې په (سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو) چارو کې یې ساینسي او تخنیکې مهارتونه وموندل، په نوو لارو او ګوندې مدبرانه جوړښتنو سره یې تنظیمې سیسټمونه رامینځ ته او سمبال کړل، چې اوس یې ټولې مقابلې له دې لارو ترسره کیږي، او هڅې یې دادي چې هغوي ته نوري ودي او پراختیاوي ورکړي.    له بده مرغه، په پښتون قوم کې داسي خوځښتونه نشته او که دې، هغه هم د نظرماتي په معنا دي. یعنې د پښتون د پاتې راتلو یو لامل دا دي چې لوي اکثریت د علم او پوهې له نعمتونو محروم دی. پدې وجه یې حالت ابتر شو، ځکه جهل او ناپوهې د ټولو غمیزو زییږنده ده.

په داسي شرایطو که نه بیا شعوري وړتیاوي او نه هم مدابرانه اجرات په ټولنه کې وي. هرڅه لکه د نباتاتو او جماداتو په شان د قدرت د قانون تابع وي. دلته دا خبره هم د یادونې وړ ده چې د سیاسي علومو استاد مو په لیکچر کې د پښتون قوم د تاریخي ارزښتونو په هکله وویل چې پخوا په بری صغیر کې دا خبره مشهوره وه،«چې یو دوړ او سل پاپړ» یعنې يو پښتون د نورو سلو د مقابلي وړ، چې بدبختانه اوس یې هغه حالت پاتې نه دی.

  د ټولګې یوه ملګري مو چې ډیر حاضر ځوابه و، د طنز په ډول وویل چې«هو! اوس یو پاپړ او سل دوړ نه سره برابر یږي؟!!»، که اصلي حقیقت ته ځیرشو په رښتیا هم هغه پاپړ چې په تن او جوسه به هډو بشري وړتیا ونه لري، که د ازمون په ډګر کې را ایسار شي نو د فني هنرونو او کمالاتو مخزن به وي، او پخپلو مهارتونو سره به هغه څه درته وښیې چې څوک به یې اټکل هم نه شي کولي.

اوس نو دا پوښتنه بیا پیداکیږي، چې ولې پښتون د پوهې له نعمته محروم پاته شو او داسي زبون وهلي حالت لري؟!، لامل یې بل دادی چې دا قوم بې چښتنه، بې لارښوده او بې غمخوره دی، د تلوسې د موندلو، تشویق او ترغیب یې څوک نه و. کنه! اوسنیو ساینسي تجربو اوښوده چې ځناوران هم د روزنې او پالنې په درشل کې ډیر څه ترسره کولي شي. بشر خو د اشرف المخلوق په توګه دا ظرفیت او وړتیا تر ټولو زیاته لري. خو افسوس چې په پښتون قوم کې داسي وفاداری هڅکله نه وي، که کومه نومونه یې کله هم لیدل شوي، نوهغه هم د یار په جامه کې اغیار ورته د غمیزو او ناخوالو ټول اسباب را برسره کړي چې پښتون قوم یې نور هم له داسي زبون حالي او ناهیلیو سره مخ کړي، چې وحیدي نوري خور یې په تفصیل سره پخپله لیکنه کې ټوله یادونه کړې ده.

د دي ادعا د ثبوت په موخه که د هیواد په کچه ځغلنده نظر وکړو، د نورو توکمو مشران د خپلو پلویانو د رسولو په تګل کې دي. د اوسیدو ښارګوټې یې ورته جوړ کړي، د ځوان کول دروزنې او کدري معیارونو د جوړلو په موخه یې علمې مرکزونه تاسیس کړي، چې له رسیدو وروسته یې د بشري ځواک په توګه ټولنې ته د تیرو میراثونو د ساتندويانو او نوي خدمتونو د ترسره کیدو عاملین وړاندي کوي. په پښتنو کې چا داسي رول ترسره کړي؟!، حال داچې د ټولو ناخوالو او کړاونو اصلي هدف هم دا قوم پاتي شویدی. خو نه په لره او نه په بره پښتونخواه کې له چا سره د پښتون د سیالې د جوګه کیدو اندیښنه وه، او نه یې کومه پروا کړيده، بس د پيغورونو او سپکو سپور پرته مو له چا بل څه نه دي اوریدلي. نو یوه وجه همدا ده چې نن پښتون قوم له یو داسي کړاو سره مخ دی.

دریم لامل یې دادی چې پښتنې غرورو او پښتنو ته پاته خپل تاریخ هم هغه څه دي، چې د سیمې اوسیدونکې ورته د دښمنانو په سترګو ګوري. مخکې یادونه وشوه چې پښتنو به د هدف د ترلاسه کولو لپاره د غلیمانو له وژلو هم ډډه نه کوله. بریاوي چې به یې ترلاسه کړي، نو پښتانه به غافله پاته شول خو هغوي به په خوځښت کې وو. نن هغه د سیاینسې علومو او ټیکنالوژي چښتنان دي، او پښتون اکثریت په ناپوهې کې وخت تیروي. ددي لپاره اوس د سیمې اوسیدونکې له پښتون څخه د غلیم په مقابل کې د سپر او د هغو تر خو واقعیتونو په بدل کې چې له مشرانو سره يې شوي، د غچ اخیستنې په هدف استعمال وی.

د بیلګې په توګه په معاصر دور کې د پښتون قوم ټولو ګاونډیانو د ښیکیلاګرو د یرغلونو پر مهال د هغوي ټولې غوښتنې ومنلي، او هرکلي یې ورته وویلو. خو د پردې ترشا یې پښتون قوم و باټولو چې ته خو تورزن، جنګیالي، ننګیالي او بریالي یې، ستاسو مشرانو د چا نه دي منلې، تاسو خو هم د هغو زمریانو بچېان یاست. پدې سره یې د پښتون قوم ټاټوبې د جګړې ډګر او ځوان نسل یې ورته د جګړو خاشاک تیارکړل.

همدا ظالمان اوس د هر لوري په زلالت کې خپلي ګټې وینې. یعنې د هغه متل په مصداق چې «مار په دښمن وژنه، که مار مري هم دښمن دی که دښمن مری هم…»، خو پخپله دوي مادي او مالي ګټې ترلاسه کړي. دلته به بیا هم یو څوک داخبره ونه منې، چې دا د سيمې هیوادونه هر یو ځانته استقلالیت او خپلې موخې لري، دا څنګه کیدایي شي چې د پښتون قوم په وړاندي ټول ګډ دریز ولري؟!، دلته به دا مناسبه وي چې وايي«د سپو کور په کور بدې ده، خو فقیر ته یې لار یوه ده.»

اما پخپله د پښتون د دفاع او بیا ستانې لپاره څوک نشته. همدا وجه ده چې هم یې استعمالوي، هم یې ټکوي، او هم د موخو د ترسرکیدو په صورت که یې بیا په هغو سپکو ټکو سره نوموي چې ددي په قاموس کې ورته کوم بد الفاظ شتون لري. لنډه داچې داسي ورته نور لاملونه به هم وي، نو پدې اساس هم دا ځوریدلي، کړیدلي پرګنې باید ملامته و نه کړو، او د ټولو ناغیړيو پړه  د خورو ورو افرادو پر غاړو وروا نه چوه.

د ستونزو د حل په موخه هم کومي لاري شته او که وي څه باید څه وشي؟

هو! د پښتون قوم غمیزي په رښتیا هم ډیري لوي دي، د حل لاري به یې ستونزمنې وي، خو ناممکنه نه دي. ځکه یو خو الله (ج) په خپل کلام کې په تکرار سره پدې خبره ټینګار کړي چې وايي؛ «زه، د هغه قوم حال نه بدلوم، ترڅو هغوي خپل حال پخپله بدل نه کړي.»

نو ددي قرانې ارشاد په رڼا کې هم مکلف یو چې د چارو د سمون په موخه خپل مسوولیت ترسره کړو. بیا هم عام پښتانه وګړي د هغو لاملونو په اساس چې یادونه یې وشوه، ددي جوګه نه دي چې د اټکل سره سم هغه اصولي اهداف ترسره کړي. دا په روڼ اندو او پوهانو پوري اړه لري چې له خپلو ابتکاراتو او تدبیرونو څخه کار واخلي، او د پښتون قوم د ژوغورنې په موخه د پوهاوي دا چاره چې «یا به سمیږو، کنه! ټول په پدې بې اوره لمبو کې سوځیږو» ونډه واخلي او رغنده رول ترسره کړي. که هر د علم او پوهې پښتون سکالر د خپل قوم د خیر او ښیګړي لپاره د شته وړتیاوو په درشل کې د ژوند په کومه برخه کې هم لیږ څه ترسره کړي، انشاالله هغه به له ډیرو بریاوو سره مل وي. ځکه هره چاره چې په رښتینولي او اخلاص سره ترسره کیږي، په هغه کې الهي نصرت او برکت هم حتمي وي، او پایلې يې لوي نیکمرغي او سوکالي وي. نو ددي مسحايي رول ترسره کولو او غوره بریا په هیله دي دا ژمنه وکړي او رامخې ته دي شي، چې وايي:

که چا لار د عاشقي وي ورکه کړي – زه رحمان د ګمراهانو رهنما یم

8 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *