Categories

اعلان

Loading…

د ژاولو روغتیایي ګټې

ژباړه: حمیدالله حمیدي

 

کله چې خبره د ژاولو راځي، نو په دې برخه کې نوښت د دې لامل شوی چې د ژاولو ټاکنه ستونزمنه شي. د بېلابېلو رنګونو او خوندونو لرونکې ژاولې نن سبا د نړۍ یو له تر ټولو ډېر خرڅېدونکی محصول پېژندل شوی.

ترکیه هغه هېواد دی چې د نړۍ په کچه تر ټولو زیات یعنې ۶۰ د ژاولوو جوړولو شرکتونه لري. له ترکیې وروسته امریکا دویم هېواد دی چې ګڼ شمېر د ژاولو د تولید فابریکې لري. دغه شرکتونه هر کال پر ۵۶۰ میلیونه کسانو باندې ژاولې پلوري، چې زیات مصرف کوونکي یې ایراني وګړي دي.

ژاولې له څه شي څخه جوړېږي؟

د ژاولو د جوړېدو اساسي پایه طبیعي کنډونه، جامد پارامین او یا هم د شاتو موم دي چې د ژولو پر وخت ژر نه حلېږي. دویمه پایه یې شات او رکستروز دي چې ژاولو ته خوږ والی او ځانګړی حجم ورکوي. دوه سلنه ګلیسیرین، لسیتین،  اوبلن سوریتول او د مالیتول شیره د ژاولو د نرموالي لامل کېږي. لس سلنه یې طبیعي عسارې دي چې ژاولې لمدې او تازه ساتي. څلور سلنه طعم ورکوونکي یې نعناع، دارچین، کاالیپتوس، شیرین بیان او نورې مېوې دي. په معیاري ژاولو کې بیا پاتې پنځه سلنه هغه مواد دي چې د غاښونو له سپینوالي او د خولې له خوشبویۍ سره مرسته کوي.

ځانګړې ژاولې

۱- نیکوتین لرونکې ژاولې

دغه ژاولې په خپل ترکیب کې نیکوتین لري او له هغو کسانو سره مرسته کوي چې غواړي سګرېټ پرېږدي.

۲- بې قنده ژاولې

ډېری کسان له ډوډۍ خوړلو وروسته له دې ډول ژاولو څخه ګټه اخلي؛ ځکه نه یوازې غاښونو ته زیان نه رسوي، بلکې په پاکولو کې یې مرسته کوي. په دې ډول ژاولو کې د ګلوکز پر ځای له مصنوعي او بې ضرره قندونو کار اخیستل شوی.

۳- مخدره توکي لرونکې ژاولې

دغه ډول ژاولې په خپل ترکیب کې مخدره مواد لري چې د روغتیا پالانو په وینا د وخت په تېرېدو سره انسان د خولې، اوریو او ژبې پر سرطان اخته کوي.

ولې ژاولې کاروو؟

د ورځې په اوږدو کې د ژاولو ژول اشتها کموي او له هغو کسانو سره مرسته کوي چې غواړي غذایي رژیم یې نیولی وي.

د خولې بد بوی له منځه وړي، د غاښونو او اوریو د پاکوالي لامل کېږي. دا سمه ده چې ژاولې د غاښونو او خولې له پاک ساتلو سره مرسته کوي، خو هېڅکله هم د غاښونو د برس، کرېمو او مسواک ځای نه شي نیولی.

له ډوډۍ خوړلو وروسته د لسو دقیقو لپاره د ژاولو ژول په معده کې د خوراکي موادو له هضم سره مرسته کوي.

ولې ژاولې ونه ژوو؟

د ژاولو ژولو پر مهال تر ډېره خوله وازه او بسته کېږي، معدې ته اضافي هوا داخلېږي او د معدې د پړسوب لامل کېږي.

د ډېر وخت لپاره د ژاولو ژول د غاښونو او خولې د درد لامل کېږي.

د ژاولو ژول په هغو کسانو کې د وینې فشار د لوړېدو لامل کېږي چې د زړه ناروغي لري.

562 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2