Categories

اعلان

Loading…

رحیم الله یوسفزي د شربت ګلې په نامه ترلاسه کړې پیسې هغې ته نه دي سپارلي

تاند – د زړه راکښونکيو سترګو لرونکې افغان مېرمنې شربت ګلې په نامه د امریکایي ژورنالست سټیف مکیوري له خوا مرسته شوې پیسې پېښور مېشتي ژورنالست او خبریال رحیم الله یوسفزي خپل جېب ته اچولي دي.

په پشتون ټایمز او یو شمېر نورو خبري وېب سایټونو او د فیسبوک په شمول په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي خبرونه ښیي چې سټیف مکیوري شربت ګلې ته د ښاغلي یوسفزي له لارې پیسې لېږلې وې خو نوموړي د دې پرځای چې هغه پیسې شربت ګلې ته ورکړي په خپله ښه یې لګولې دي.

شربت ګله په ۱۹۸۴ او ۲۰۰۲ کلونو کې

شربت ګله په ۱۹۸۴ او ۲۰۰۲ کلونو کې

په ورته موضوع په واشنګټن کې د افغانستان کلتوري آتشه مجید قرار په خپل فیسبوک لیکلي، «نن مو د بي بي شربت ګلې د برخلیک او د هغې د کیسې تر شا د افغانې ښځې خوار او زار وضعیت ته د پام را اړولو په منظور د نشنل جیوګرافیک ټولنې مشر ګرې نیل، او د هغه همکاره سفارت ته را بللي و. د نورو ترڅنګ مو یو وړاندیز ورته دا و چې د شربت ګلې په نامه دې د افغان ښځو لپاره د مرستو یو صندوق جوړ شي. د شربت ګلې د روغتیا، درملنې او ملاتړ په اړه یې د مرستې ژمنه وکړه. د یادونې وړ ده چې د سټیف مکیوري او ځینو دوستانو لخوا یې شربت ګلې ته د رحیم الله یوسفزي له لارې پیسې استول شوي خو دغو پیسو ته د رحیم الله یوسفزي کورنۍ خېټه خیشته کړې او ورڅخه وهلي یې دي.»

رحیم الله یوسفزي په دې هکله څه عکس العمل نه دی ښودلی.

رحیم الله یوسفزی یو نوموتی خبریال دی خو داسې تورونه پرې شته چې نوموړي وخت په وخت د پاکستان د نظامي استخباراتو د ادارې (آی اېس آی) او په افغانستان کې د یادې ادارې له خوا د یو شمېر روزل شویو او پالل شویو ترهګرو ډلو تر منځ د رابط رول لوبولی دی. ویل کیږي چې د آی اېس آی له خوا روزل شوي ترهګر له لسیزو راهیسې افغانان وژني او خپل عملونه د جهاد په نامه توجیه کوي.

17 total views, 1 views today

9 comments

  1. ګل روحانی زرمتی Reply

    دپاکستان هر واکدار او څه ناڅه حثیت لرونکو وګړو او مذهبی مشرانو دافغانانو سره جفا کړی او دافغانانو شتمنۍ یی په یوه اوبل نوم لوټلی ده رحیم الله یوسف سزی هغه کس ده چه له اولی ورځی تر نن پوری دهغو ډلو ترجمانی او کلک ملاتړ کړی چا چه افغانان وژل او وطن یی وراناؤ اوس هم دهغوی ملتیا کوی دشربت ګلی سره شوی مرسته خو یی ځان ته روا او جایز ګرزولی باید چه په سوشل میډیا او الیکټرونک میډیا دهغه په خلاف اواز اوچت شی تر څو دهغه کرغیړن عمل دنیا وا

  2. محمدعارف له کابل نه Reply

    محترمو دوستانو زما هیله دا ده که چیری په واقیعت سره رحیم الله یوسف زی دافغانانو دسر قاتل دغه مرستی شوی پیسی خپل جب ته اچولی دی نو باید یو با صلاحیت عدلی اداری ته دغه موضوع ولیژل شی دعوی ورسره وشی . په در نشت
    محمدعارف

  3. نقیب الرحمن Reply

    رحیم الله یوسفزی که ریښتیا دشربت ګلی حق خوړلی وی خدای ج دی دی وشرموی چی ده دداسی یوی مظلومی حق یی خوړ الله ج دی له هغو روپیو ده ته ښه نه وروینی اوسټف مکوری هم سهوه کړی چی دغله په لاس یی کومک شربت ګلی ته ورلیږه پاکستانی ټول دغسی غله دی لکه داخبریال

  4. Zarghoon Reply

    سلامونه

    ملا دی شنه سه اوس خو د اتیا کلو سوی لا هم غلا کوی

  5. shahed Reply

    افسوس کوم دو مره لوی نوم او دو مره ذلیل او لو یدلۍ کار ، د یوې بې اسرې او غم ځپلې خور پیسې غلا کول زه ددې ذلت د غندلو لپاره له ځان سره الفاظ او کلمات نه لرم

  6. خالده افغان Reply

    اسلام یعنې د یوې کورنۍ غړي، په یوه او بل پیرزوینه، مرسته کول، له ځمکې اوچتول۰ خوشته ډیر نامتو او لوی لوی خلک چې په ظاهره ځان ډیرټینګ مذهبي بولي¸خودننه (باطن) ئې لکه سکور توروي۰ د یوه بې وزله انسان آخرینۍ د خولې مړۍ ته ئې سترګې نیولې دي او خپل ایمانونه ئئ په پنجاب او انګریز خرڅ کړي دي۰
    هیله ده چې د آغلې شربت ګلې دا وروستي کړاونه وي، الـــلـــه «ج» دې روغتیا او ښادۍ ورنصیب کړي۰
    د ښاغلي زاخیلوال څخه ډیره مننه او د ده د بشرپالنې احساسات او هلې ځلې د درنښت وړ او نه هیریدونکې دي۰

  7. امين الله امين Reply

    داحقيقت دي جه داسي انسانان وجدان حخه خلاص دي حكه تاسي فكر وكري جه دا داسي مسلمان اوبه نامه بي وجدان بشتون هميشه دبنجاب غلام كري نو دا وجدان كله لري او مسلمان خو ورته نشم واييل دا بي ضمير ته يو غير مسلم بسي ليري ولي تش به نامه مسلمان دهغي مظلومي بسي بتوي دا بايد همغه زورنالست به عرضه وكري

  8. عبدالله ۲ Reply

    ورونو داحساساتو نه به کار نه اخلو، په یاد مو وی چه د نوم پښتون په ضد دا ۱۵ کاله د وژنو او بدنامولو دسیسی روانی دی، زه د سټف مکوری دغه خبره نه منم چه رحیم الله یوسفزی ته یی پیسی لیږلی دی، چه دغه پیسی شربت ګلی خور ته ورکړی؟ ځکه لمړی سټف مکوری دغه پیسی ولی دافغانستان سفارت ته نه ورکولی، ولی یی دغه پیسی بل افغان ته نه ورکولی، خو اصلی خبره داده چه ځینی کړی غواړی چه د نوموتو پښتنو اوخبریالانو بدنامی په یو نوم او بل نوم تر سره کړی

    رحیم الله یوسفزی دپنجابیانو لخوا دتروریست په نوم یادیږی، اوهم دافغانانو دجاسوس لقب ورکړی شویدی مګر مږنږ………. خپل پنجابی او ابدی دښمن تر اوسه ونه پیژندو

  9. ګنډېری Reply

    عبدالله ۲
    ته د پیل نه بلکه د خره په غوږ کې ویده اشنا.‌ رحیم الله یوسفزی مستقیما د آی ایس آی جاسوس دی چې د طالبانو او نورو هغو وسله والو ستاینې کوي چې افغانستان ورانوي.‌ بیا ده د پښتنو لپاره څه کړي چې ته یې لا په پښتنو ورنېغوې لږ له ځان سره سوچ وکړه هسې له کولمو نه خبرې مه کوه.‌

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *