Categories

اعلان

Loading…

د عبدالله بختاني د ځينو منظومو ژباړو هنر

سید اصغر هاشمي –

د نړۍ ټولو پرمختللو ژبوته د تحقیقاتو، تخلیقاتو او ژباړو په برخه کې خدمتونه شوي دي او د هرې ژبې د علمي کیدلو لپاره عملي هڅې پکار دي چې ژبه له نزوله د عروج نقطې ته ورسیږي.

د پښتو ژبې د غنامندۍ لپاره هم نه ستړي کیدونکي هلې ځلې پکار دي، ترڅوموژبه له ګاونډیوسره په ګانده کې برابره شي، چې له نیکه مرغه ځینې پوهان، لیکوال او عالمان موخدمت کولوته ملا تړلې ده او هر وخت یې د ژبې د بډاینې لپاره کارکړی دی چې له دغوپوهانو یو عالم سرمحققق عبدالله خدمتګار بختانی دی، دې لیکوال تحقیقي، تخلیقي، تحلیلي، په پښتواو فارسي منظوم او منثور اثار او له فارسي، پښتو، عربي، روسي او هسپانوي ژبونه یې په ډيرهنري انداز منظومې ژباړې کړي دي.

نظم په نظم ژباړه خپل استعداد او ذکاوت غواړي اوبهترینه منظمومه ژباړه هغه ده چې دژباړې ګمان پرې ونه شي او مفهوم ژباړل شوی وي. ځینې لیکوال او ژباړونکي  په منثورو او منظومو ژباړوکې کټ مټ ژباړه کوي چې داسې ژباړو ته ښه ژباړه نه شو ویلای او ښه ژباړه هغه ده چې د موضوع مفهوم ژباړل شوی وي.

سرمحقق عبدالله بختاني په ژباړوکې د استادۍ مرتبې ته رسیدلی دی او د ده منظومې بدیعي ژباړې خپل خوند لري او کوښښ کوي چې د موضوع ماهیت او اصلیت په نظر کې ونیسي اود مختلفو ژبولیکوالو شعرونه یې په داسې هنري انداز ژباړلي دي چې  ده خپلو ژباړو ته هم شعریت او هنریت ورکړی دی.

 پروفیسر بختانی چې د کومو ژبومنظومې ژباړې کړي دي، د هغه ژبو د ادا او تعابیرو رنګ پکې نه لیدل کېږي. لیکوال کوښښ کړی دی چې د پښتو ژبې په خپل اصلي رنګ یې ترجمه کړي چې دی په دې کار کې هم کامیابه وتلی دی او خپلو منظومو ژباړو ته یې په دې کار لا هنریت ورکړی دی.

سید اصغر هاشمي

سید اصغر هاشمي

بختانی له فارسي په پښتو، له پښتو په فارسي، له عربي په فارسي، له روسي په پښتو، له روسي په فارسي او له هسپانوي ژبې په پښتواو فارسي داسې منظومې ژباړې کړي دي چې د دې لوړ استعداد او ذکاوت او په دې ټولو ژبو د ښه پوهیدلو نماینده ګي یې کوي. او داسې معلومیږي چې استاد په یادو ټولو ژبو ښه پوهیده.

د  سرمحقق خدمتګار ترجمه ازاد ده او کوښښ یې کړی دی چې ټکي په ټکې ژباړه ونه کړي. د ده  په منظومو ژباړوکې  د ترجمې څرک نه ښکاري او لوستونکی فکر کوي چې دا د استاد خپله لیکنه ده.

د منظومو ‌ژباړو تاريخي شاليد:

په پښتوادبیاتوکې د منظومو ژباړو تاریخي شالیدډیر پخوانی تاریخ لري. دنظم په تاریخ کې لومړنی شعر په پښتو ادبیاتوکې د امیر کروړ دی او دویم شعر د ابو محمد هاشم زید السرواني دی چې له عربي ژبې نه ژباړل شوی دی.

دغه منظومه ژباړه له امیر کروړه سل کاله وروسته ویل شوې ده او د تاریخي قدامت له مخې دغه شعر خپل ارزښت لري. (۱)

د هاشم شعر له عربي ژبې په پښتو( ۲۲۳ ل کال) ژباړل شوی دی چې عربي نمونه یې په لاندې ډول ده:

من کان یملک درهمین تعلمت
شفتاه انواع الکلام فقالا
و تقدم الاخوان فاستمعوا له
ورایته بین الوری مختالا
ج

او نور

د پښتوترجمې نمونه یې  په لاندې ډول ده:

ژبه هم ښه وینا کاندي چې یې وینه
د خاوندپه لاس کې زر او درهمونه
ژبور ورله ورځي وینا یې اروي
د درهم خاوندان تل وي په ویاړونه
ج

او نور         (۲)

د هاشم په شعرکې د عربي ژبې لغات او ترکیبونه شته دي چې لوی لامل یې له عربي ژبې ژباړه ده. په پښتو ادبیاتو کې دژباړې سرلاری هاشم دی او په لرغونې دوره کې له ۱۳۹ کال څخه تر شاو خوا ۱۰۰۰ ل کال پورې چې پنځه ویشت نارینه او درې ښځینه شاعرانې پکې تېرې شوي دي، له هاشم پرته یوه ښځینه شاعره هم لرو چې له فارسي ژبې یې ژباړه کړې ده.

دا شاعره مېرمن د لرغونې دورې يوه پېژندل شوې شاعره ده چې د قندهار د پنجوايي وه، د پلار نوم يې ملا دين محمد کاکړ و او د خپل وخت مروج علوم يې زده کړل، د فصاحت احکام يې ولوستل او دعالمانو اشعار او اثار يې ووېل، زرغونه د سعدالله خان نورزي په نکاح کې وه او د علم او هنر خاوندان زامن يې درلودل، دې مېرمنې د خپل عصر په شاعرانو کې شهرت درلود.

زرغونې په (٩٠٣هـ) د شيخ مصلح الدين سعدي پارسي بوستان په پښتو شعر وژباړه، يعنې لومړنۍ هغه شاعره چې شعر يې له فارسي ژبې نه ژباړلى دى هغه زرغونه کاکړ ده.د شعر نمونه یې په لاندې ډول ده:

اورېدلــــې مې قصه ده
چې له شاتو هم خوږه ده
داخــــــــتر په ورځ سهار
بايزيد چې وه روېدار
له حمامـــــــــــــــه راوتلې
په کوڅه کې تېرېدلى

او نور                 (۳)

د لرغونې دورې د منظومو ژباړونکیو سره د عبدالله بختاني توپیر په دې کې دی چې دی په څو ژبو پوهیده او د څو ژبویې ژباړې کړي دي او بل توپیر یې په دې کې دی چې د ده وینا هنریت او شعریت لري چې د لرغونې دورې منظومې له شعریت او هنریت نه خالي دي او خپله وینایې نیغ په نیغه ټولنې ته وړاندې کړې ده.

له لرغونې دورې وروسته په دویمې دورې کې هم منظوم ژباړونکي تېر شوي دي.

دویمې دورې کې خوشحال خان خټک هم منظومې ژباړې لري. د ده اکثره ژباړې له عربي پښتو ژبې ته دي او د نمونې په ډول یو مثال راوړم:

دا کتاب مې ترجمه په افغاني کړ
افغانانو ته مې کار په اساني کړ
که خبر په ډېر دانش په دانایي یم
په دا کار کې هم پیرو د سنایي یم

او نور                  (۴)

د خوشحال اکثره شعري ویناوې  شعریت او هنریت لري خو اکثره هغه شعرونه چې یې منظومې ژباړې دي د شعریت مالږه نه لري او د پروفیسور بختاني له متفرقو منظوموسره یې توپیر په هنریت او شعریت کې دی. استاد چې له کومې ژبې ژباړې کړي دي، خپله استادي یې پکې ښکاره کړې ده.

په دویمې دورې کې له ټولو بهترینې منظوم داستاني ژباړې د عبدالحمید مومند شاه او ګدا او نیرنګ عشق دي.                                                                                                                                                                             (۵)

دغه دواړه داستاني کلاسیک اثار حمید له فارسي څخه پښتو ته اړولي دي، دغه اثار په روانه او لوړ هنري اندازترجمه شوي دي.

د شاه او ګدا له نوم څخه معلومیږي چې د یوبادشاه  او ګدا قصه ده، دغه اثر هلالي چغتایي په فارسي ژبې لیکلی و او حمیدمومند په پښتو نظم په روانه او ازاده ترجمه واړوه.

د هلالي چغتایي دغه اثر چې کله حمید مومند ترجمه کړ نو بیتونه یې له اصل څخه زیات شو او د ترجمي ګمان پرې نه کیږي. ځینې لیکوال په دې اند دي چې دغه ترجمه له اصل څخه زیات هنریت او شعریت لري. هلالي نمونه په لاندې ډول ده:

سخن ارای این حدیث کهی
اینچنین میکند بیان سخن
که از این پیش بود درویشی
راست کیشی محبت اندیشی

او نور

حمید مومند دغه اثر چې ډېر بیتونه لري په ډیره لوړه قریحه او انداز سره یې ترجمه کړي دي چې د نمونې په ډول یې لومړی دوه بیتونه راوړم:

راویان د دې قصې چې حکایت کا
په دا رنګ و دې ګنج ته هدایت کا
چې په وړاندې زمانه کې یو ګدا و
عشق اندیش محبت کیش مرد خدا و

او نور             (۶)

د حمید مومندمنظومې ویناوې د دویمې دورې له ټولو شعرونو بهترینه شاعري ده او له دویمې دورې وروسته په درېیمې دورې کې هم ګڼ شمیر منظوم ژباړونکي تېر شوي دي، چې له دغو ژباړونکیویو پیاوړی شاعر سرمحقق عبدالله بختانی دی. (۷)

دی په ډېرو ژبوپوهیده او په زیاتو ژبو یې منظومې ژباړې په پښتو او فارسي کړي دي. دې په پښتو او فارسي ژبویې ډير اثار لیکلي دي، له فارسي ژبې یې پښتوته زیات متفرق انتخاب شوي بیتونه ترجمه کړي دي.

د فارسي ژبې وتلي شاعر او دهرات پیر خواجه عبدالله انصاري یوه رباعي ده:

هر کس که ترا شناخت جان را چه کند؟
فرزند و عیال و خانمان را چه کند؟
دیوانه کنی هر دو جهانش بخشی
دیوانه تو هر دو جهان را چه کند؟

بختاني د عبدالله انصاري وینا په داسې ډول پښتو ته ترجمه کوي چې هیڅ د ژباړې ګمان پرې نه کېږي.

چا چې ته وپیژندلې ځان به څه کړي؟
کور او کهول او خاندان به څه کړي؟
تې لیونی کړې دوه جهان وربخښې
ستا لیونی دواړه جهان به څه کړي؟     (۸)

د فارسي ژبې د نړیوال شاعر عمر خیام یوه رباعي ده:

ای دل ز زمانه رسم احسان مطلب
وز ګردش دوران سرو سامان مطلب
درمان طلبی درد تو افزون ګردد
با درد بساز و هیچ درمان مطلب

 عبدالله بختانی  د مشهور شاعر خیام صاحب د فارسي ژبې دغه شعر په ډیر ښه ډول دا سې ژباړي:

له زمانې زړګیه! لار د احسان مه غواړه
ګردشت د وخته ځینې سروسامان مه غواړه
چې ته درمان غواړې درد دې زیاتېږي
جوړ شه له درده سره او هیڅ درمان مه غواړه!    (۹)

بختاني د نړۍ د مشهورولیکوالو او شاعرانو ځینې نمونې په ډير ښه شکل سره ترجمه کړي دي، د هند د نیمې وچې وتلی لیکوال او شاعر علامه اقبال دوه بیتونه دي:

چو رخت خویش بریستیم از این شهر
همه ګفتند: باما آشنا بود
ولیکن کس نداند کاین مسافر
چه ګفت؟ وبا که ګفت؟ و از کجا بود؟

د پورته دوو فارسي بیتونو ژباړه یې په پښتو داسې کړې ده:

له دې مېنې چې مې وتړله ګډه
ټولو وې: زمونږ عزیز او ګران اشنا و
خو څوک پوه نه شو چې دغه مسافر
څه ویل؟چا ته یی ویل؟ د کومې خوا و؟   (۱۰)

استاد په فارسي ژبې کاملا د لیکلو او ویلو صلاحیت لري، نو له همدې امله یې له فارسي په پښتو خوږه، روانه، سلیسه، ازاده او په هنریت او شعریت برابره منظومې ژباړې کړې دي.

له پښتو یې فارسي ژبې ته هم ژباړې کړي دي، چې په پښتو ژبې د لوړې هنري قریحې نماینده ګي یې کوي.

د رحمان بابا یو بیت دی:

خرقه پوشو په خرقه کې دی موندلی
هغه حظ چه په دنیا یې دنیا دار کا

بختانی صاحب یې په فارسي ژبې په لاندې ډول ترجمه کوي:

خرقه پوشان زخرقه یافته اند
لذت پر نیان دنیا داد   (۱۱)

پروفیسر بختانی له پښتو او فارسي سربیره په نورو ژبو هم پوهیده،له نړیوالې ژبې عربي ځینې یې هم ځینې شعرونه فارسي ته نظم په نظم اړولي دي او دا په دې دلالت کوي چې استاد د عربي ژبې مطالعه هم درلوده او د دې ژبې نه یې په نورو ژبو د ترجمه کولو پوره مهارت او صلاحیت درلود.

د مصري مشهور لیکوال ابو حفص ابن علي دوه بیتونه دي:

رق الزجاج و رقت الخمر
فتشابها و تشاکل الامر
فکانها خمرو لا قدح
و کانما قدح ولا خمر

بختاني دغه شعر په ډير هنري او شعري انداز سره ژباړلی دی او د ده دغه شعر په دې دلالت کوي چې دی له عربي ژبې په فارسي د نظم په اړولوکې د استادۍ درجې ته رسیدلی دی.

باده صاف بین به جام صاف
امر مشکل، نه انقدر ساده
ګویا: این میست نی مینا
یا قدح بوده است بی باده

د سرمحقق بختاني له پورته ژباړل شوي شعر څخه څرګندیږي چې استاد به له عربي ژبې نور شعرونه هم په شعر ژباړلي وي او له نظم سربیره بختانی صاحب په پښتو، فارسي، عربي، روسي او هسپانوي ژبې منثورې ژباړې هم کړي دي.

د عبدالله خدمتګار له پورته درېیو ژبو( پښتو، فارسي او عربي) سربیره په هسپانوي ژبې هم نظم په نظم ژباړې کړي دي چې د نمونې په ډول د هسپانوي شاعر هوسي مارتي د ازاد شعر مثال راوړم چې استاد په پوره مهارت او هنریت ترجمه کړی دی، لکه:

انسان رنګ نه لري.

سپین رنګي او تور رنګي

بنیادمان

ټول یو تر بله ورونه دي

د ټولو حقوق سره برابر دي.

خلک پخپله وایي:

زموږ حقوق سره برابر دي.

بختانی په روسي ژبه هم پوهیده، چې د ترکمنستان د معاصر شاعر او لیکوال اناکا وسوف یو شعر ښاغلي یاکوف کوزلوفسکی په روسي ژبې ژباړلی و او استاد بختاني دغه شعر په پښتو ژباړلی دی، چې د نمونې په ډول یې د ټول شعر څو انتخاب شوي بیتونه د مثال په ډول راوړم:

د وطن را یادوي تېر یادګارونه
او که وایي میلمنو ته سلامونه
په کابل کې د ماڼیو د برجونو
چه رپیږي دا درې رنګي بیرغونه
***

افغاني ښایسته بیرغ لري درې رنګه
شین اسمان دی راکوز شوی په کېږدو کې
که پر غرونو د شنېلیو فرش خپرېږي؟؟
پر افق په نیمو شپو کې هم سپیدو کې
***

دا درې رنګه دا درې رنګه دا درې رنګه
د فضا پر ټټر رنګا رنګ جلوې دي
د بیرغ د درې رنګونو څه معنا ده؟
دا د څه شي؟او دڅه وخت خاطرې دي؟ (۱۲)

د خدمتګار ټولې نظم په نظم ویناوو کې د شعریت او هنریت ماهیت او اصلیت لیدل کېږي او لوستونکی پرې د ترجمې ګمان نه شي کولای.

لکه څرنګه چې د مفکر او مبتکر لیکوال او شاعر ګل پاچا الفت لوړ خیالونه او ژور فکرونه د بدیعي نثرونو بهترنه مجموعه ده او هر لوستونکی دا ګمان نشي کولای چې دا دې الفت  صاحب ژباړلي نه  وي، دغه شان د سرمحقق بختاني هنري نثر په نثر ژباړو کمال هم د ګل پاچا الفت له ژباړو سره پرتله کولای شم او همدارنګه په دویمې دورې کې د عبدالحمیدمومند نیرنګ عشق او شاه او ګدا هم د شعر په شعر ژباړو بهترین مثالونه دي چې بختانی صاحب هم خپلې نظم په نظم ژباړو کې د استادۍ حق لري او د ده د ژباړو یو امتیاز په دې کې دی چې استاد په څو ژبو پوهیده او په څو ژبو یې شعر په شعر ژباړې کړي دي او په اکثرو ویناووکې د ژباړې رنګ نه لیدل کېږي.

پایله: د ژباړو پواسطه هره ژبه پرمختګ کولای شي، دغه ژباړه که نثر په نثر وي او که نظم په نظم وي. په نثر او شعر کې بهترینه ژباړه هغه ده چې روانه او بې تکلفه وي او د ترجمې ګمان پرې ونه شي.  کله کله په منظومو ژباړو د نورو ژبو تاثیرات وي چې هغه بیا مختلف لاملونه لري.

بختانی نظم په نظم ژباړوکې کامیابه دی او د ده د ډېرې مطالعې او په ډېرو ژبو پوهیدلو باندې دلالت کوي.

د ده له پښتو په فارسي، له فارسي په پښتو، له عربي په فارسي، له روسي په پښتو او له هسپانوي په پښتو ژبې کره، روانه، سلیسه او ساده ترجمه کړې ده.

ماخذونه:

۱. سیداصغرهاشمي:  پښتوژبې ادبي سرلاري ، ګودرخپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۰ ل کال،۵۷ مخ.

۲. فریداحمدهلال:  د پښتو ادبياتولرغونې دوره(څېړنه او سپړنه)، کتاب خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۲ ل کال، ۳۹ مخ.

۳. پوهاندعبدالحی حبیبي: د پښتوادبياتوتاريخ، لومړی او دویم ټوک، دانش خپرندویه ټولنه، پېښور۱۳۸۴ ل کال، ۵۳۷ مخ.

۴.  سرمحقق زلمی هېوادمل:  ننګيالی دزمانې، د افغانستان کلتورې ودې ټولنه، جرمني، ۱۳۸۱ ل کال، ۱۹۰ مخ.

۵.  سیداصغر هاشمي:  د پښتو نظم تاریخ(لومړۍ او دویمه دوره)، مومند خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۳ ل کال، ۱۸۴ مخ.

۶.  زرین انځور:  د حميد داستاني اثاروته يوه کتنه، د عبدالحمیدمومندیاد، علومواکاډمۍ، کابل، ۱۳۶۶ ل کال، ۸۲ـ ۸۳ مخونه.

۷: سیداصغرهاشمي: شعرپوهنه، مومند خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۳ ل کال،  ۴۲ مخ.

۸. سرمحقق عبدالله بختانی خدمتګار: د هیلې د هیلئ سپین وزر، دانش خپرندویه ټولنه، پيښور، ۱۳۸۶ ل کال، ۶ مخ.

۹.  سرمحقق عبدالله بختانی خدمتګار: د هیلې د هیلئ سپین وزر، ۱۰۹ مخ.

۱۰.  سرمحقق عبدالله بختانی خدمتګار: د هیلې د هیلئ سپین وزر،   ۳۵  مخ.

۱۱.     سرمحقق عبدالله بختانی خدمتګار: د هیلې د هیلئ سپین وزر،    ۱۱ مخ

۱۲.  سرمحقق عبدالله بختانی خدمتګار: د هیلې د هیلئ سپین وزر ، ۴۱ مخ.

19 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *