Categories

اعلان

Loading…

د بخل لاملونه/ لیکنه: استاد مصطفی لطفی المنلوطی

ژباړه: امین الله عادل

پوښتنه را څخه وشوه، چې دا انسان په خپل ځان باندې له بخل كولو څخه څه ګټه اخلي؟

ما ورته وويل:بخل د انسان په وجود كې يو فطري خصلت دى، چې د هغې په اساس له انسان څخه بې ارادې كړنې او چارې صادرېږي، لكه څرنګه چې له اسراف كوونكي څخه دا پوښتنه نه كېږي، چې ولې اسراف كوي او له قهرمن څخه دا پوښتنه نه كېږي، چې ولې په قهر كېږي، همدارنګه له بخيل څخه دا پوښتنه نه كېږي، چې له خپل بخل څخه څه ګټه اخلي، ډېر ځله به بخيل هم دا هڅه كړې وي، چې يو چا ته څه وركړي، خو كله چې خپل جيب او يا كڅوړې ته لاس غځوي، يو ډول ناڅاپي حمله پرې راشي، مغز، اعصاب او ګوتې يې جام پاتې شي او هېڅ يې له خپل جیب نه دي را ايستلي، ځكه دده فطري صفت دومره پرې غالب شي، چې هر څه يې له اختياره ووځي.

وايي، چې يو بخيل يوه ورځ په خپله وږې او لوڅه لور زړه وسو، نو زړه يې را غونډ كړ، چې يو څه مصرف پرې وكړي، خو نفس يې اجازه ورنه كړه، بيا يې يو چاته وويل، چې دده له جیب څخه يو څه پيسې په داسې توګه پټې كړي، چې نوموړى بېخي پرې پوهه نه شي.

نو پوښتنه داده، چې دې بخل لامل څه دى؟ څه شى دي، چې بخل يې د انسان په وجود كې خښ كړى دى؟

په ځواب كې ويلاى شو، چې خلكو او بخيلانو ته په كتو سره د بخل لاملونه توپير لري، ځكه د خلكو اخلاق، تربيه او د ژوند ډولونه توپير لري، ځينې لاملونه يې په لاندې ډول يادوو:

۱- وراثت: وراثت هم د بخل يو لامل كېداى شي، سره له دې چې دا ډېر مهم لامل نه دى، خو بيا هم چې د بخل د لرې كولو لپاره كار ونه شي، نو وراثت هم بخل ته وده وركولاى شي.

۲- تربيه :كه يو ماشوم د بخيلانو او بدنيتو خلكو په ټولنه كې را ستر شي او داسې تربيه ترلاسه نه كړي، چې ګواكي بخل بد صفت دى، نو نوموړى ماشوم به هم د وخت په تېرېدو سره پوخ بخيل جوړ شي، ځكه “چې اوسې په خوى به د هغو سې” او بخل هم دنورو ناروغيو په څېر د سړي په بدن كې ځاى نيسي.

وايي يو سړى يو كور ته ورغى، چې په بخل سره يې شهرت درلود، د واړه ماشوم په لاس كې يې يو ليمو وليد له هغه څخه يې ليمو وغوښت، خو ماشوم په ځواب كې ورته وويل، چې دا ستا په لاس كې نه ځايېږي.

۳- په الله بدګوماني: كه د چا په زړه كې دا عقيده ټينګه او پخه وي، چې الله روزي وركوونكى او د هر چا تقدير د هغه په لاس كې دى، هر څه د الله له لوري دي، نو بيا به يې حرص او بخل په زړه كې ځاى و نه شي نيولى، نه به له سخاوت څخه ووېرېږي او نه به دا ګمان ورته پيدا شي، چې ګواكي په سخاوت سره به مې روزي خلاصه شي.  خو د كمزوري ايمان خاوند بيا هره شېبه په دې ويره كې وي، داسې نه چې الله يې ژوند په بله نكړي او داسې نه چې الله روزي پرې را تنګه كړي.  نو په خپل مال ټينګې منګلې لګوي او نه غواړي، چې يوه ذره شى هم چا ته وركړي.

۴- پېښې: ډېر ځله سړي ته داسې پېښې را مخې ته شي، چې د هغه ډېر عادتونه واړوي، له دې څخه يوه هم د مال او شتمنۍ لږوالى دى، چې كله انسان داسې سپېره شي، چې هېڅ يې لاس ته نه ورځي، شپې او ورځې يې ډېرې ترخې شي، بيا يې هغه تريخ ياد هېڅكله له ياده نه وځي او تل په دې وېره كې وي، چې هغه حالت بيا پرې را نه شي، هر څو يې چې خزانې ډكې شي، بيا يې هم سترګې هماغسې وږې وي، لكه څنګه چې پخوا وې، تل همداسې فقر ځپلى اوسي.

۵- شوموالى او موزي والى: كله چې يو نفس چټل شي، نو په ټول وجود يې نيت بد وي، له خير او ښېګړې يې بد راځي او دا خو بېخي ورته ګرانه وي، چې له لاسه يې څه ووځي.

۶-  بې غيرتي: كله چې يو انسان په لوړو او غوره اخلاقو وروزل شي، تل د خپلې سرلوړۍاو ښه نامه د ګټلو په هڅه كې وي، نو په دې لاره كې سختۍ ګالل او مال مصرفول ورته اسانه برېښي، موږ وينو چې د پت او عزت ګټلو د ډېرو خلكو خزانې تشې او ان ارواوې يې په دې لار كې لاړې، څوك د غېشيو او څوك د تورو خوراك شول ځكه دوى غوښتل چې سرلوړي او په پت كې و اوسي.

نو د كمزورو ارواوو خاوندان د سر لوړۍ احساس نلري، نو څنګه به په دې لار كې قربانۍ وركولو او مال مصرفولو ته غاړه كېږدي، هغوى ته خو بيا خپل مال له هر څه نه غوره او بهتره دى.

۷- د انساني ټولنې فساد:

د ډېرو خلكو په زړونو كې دمال مينه دومره زياته ده، چې ان خاوند ته يې يوازې له دې کبله په مقدسه سترګه ګوري، چې ګواكي دا د مال او شتمنۍ خاوند دى او د مال او شتمنۍ د خاوند بايد درناوى او احترام وشي او هغوى د هر ډول درناوي او احترام لايق دي.

كه دغه ډول خلكو دومره احترام او عبادت الله ته كړى واى، نو دوى به د الله ډېر نږدې بنده ګان واى. شتمن چې د خلكو دا ډول چاپلوسي وويني، نور يې هم له خپل مال سره مينه پيدا شي او نور يې هم حرص زيات شي او دغه مال د خپل پت او عزت يوازنۍ لاره وګڼي. څومره يې چې مال زياتېږي، هومره يې له خپل مال سره مينه هم زور اخلي، ځكه خو كوم بخيل خپل زوى ته ويلي وو، چې بچيه مال ټينګ ساته چې خلك تل د قدر په سترګه در ته وګوري، مال به ستا وي احترام او درناوى به دې خلك كوي.  وايي يو بخيل ته وويل شول، چې بخيله! ده وويل، چې الله پر ما باندې د مال مهرباني كړې ده، ترڅو چې شتمن يم، نو بخيل نه يم.

زما په اند خو دغه ټول د بخل لاملونه دي، نو بخل هغه ناروغي ده، چې بخيل يې هم په تاوانونو كې فكر نه كوي او نور خو پرېږده، چې خپل ځان هم په ښه حالت كې ليدل نه غواړي.

59 total views, 2 views today

1 comment

  1. لونګ Reply

    کیدای شي کوم لاملونه چې لیکوال یاد کړي وي سم وي، خو زما په آند بې وزلي یې ستر لامل دی. هغه شعر څنګه ده: چې پیسې در سره نه وي اسویلیه=== تش کوتک یی تش کوتک یی تش کوتک یی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *