Categories

اعلان

Loading…

غرغښت بابا او اميرکروړ/ شريف الله دوست سرواني

د زرنج سوبه مي  د توري په مخ سور وکړه
په بادارۍ مي لوړاوی دکول د (سور) وکړه

(ا.کروړ)

دپښتو په ډيرو لرغونو او کلاسيکو د استانو او ادبياتو کی د دې دور ډيرو پياوړو ، غښتلو  اونړۍ پهلوانانو يادسړي ته داسکون وربخښي چي پښتون قوم نه  داچي د تاريخ  په بېلا بېلوپړاوو نو کي يوازي توره چلولې بکله قلم يې هم له پامه نه دی ايستلی او په څنګ کي يې د ولس دويښتا او دکلاسيک سياست  او جګړې  په تلن لار او تاک تيک کي په نړۍ په ځانګړي توګه په اسياکي سارۍ  نه درلود . او د  بشرې ، اسلامي او انساني  او اخلاقو لرونکي وه او داچي يو شمېر د پښتون ضد عناصر دپښتنو په اړه په سلقوي او دښمنېزه مفکوره څه ليکلي هغه نه بنسټ لري او نه هم علمي ، حقيقي او منطقي دلايل او نه هم د حقيقت په پله ختلی تش مضرانه خيالات دي تش يې خپل وخت او کاغذيې ځايه لګولي ځکه ، دوی هيڅکله د دپښتنو مدافع وکيلان نه دي اونه هم  د پښتون ټبر  د برخليک ټاکوونکي .

يو عالم وايې : ترزرو بې ارزښته تاريخونو يو ارزښتناک او مستند تاريخي اثر ګټور دی ،  داچي يو شمېر دپښتون ټبر يو شمېر دښمنانو څومره څه ليکلي په هغه يوازي ځان خوشاله او غولوي ، نور هيڅ هم په لاس نه ورځي او بس دلته به بېرته خپل آرمطلب ته راسو : غرغښت بابا پښت: غرغښت ياګرشاسپ باباچي په تاريخونو کي په سام ، نريمان (نئيرمنو ، نرمنش ، نيرم) ، ګرشاسپ ، غرشاسپ ، ګرشاسپه په نومونو ياد سوی د (کفچه او غلښتلې آس لرونکي ) په مانا دی ([1]) د اسلامي دورې په تاريخونو کي يوازي د البيروني روايت ترنورو پخوانی او تريو ځايه معتبر دی ، هغه داچي ګرشاسپ (= غرغښت بابا) او سام يې يوبللې دي . البيروني ليکی : له ګرشاسپ (= سام = غرغښت ) څخه زال (=دستان) او له ده څخه رستم جهان پهلوان وزيږيد. ([2]) (له ننه ۳۰۰۰  ــ ۳۵۰۰ کاله پخوا)غښتلی پښتون ټبر په اسياکي دخپل زړورتيا ، غښتلتوب ، هوښيارۍ  او پروطن مينتوب کي سره شهرت لري او په څنګ کي ورسره زښت ډير څمران ( دښمنان) هم لري ، د  بېلګي په توګه چي په (۱۰ ــ ۱۸ ق . م) پيړۍ کي د دجلې او فُر ات څخه راولاړسوي اثوريان چي هلمند ، بُست ارغنداب تير سو او د اريانا سيمو برخي يې ونيولي او دپښتون سره يې سختي جګړې وکړې خو واکمنۍ يې ډير دوام ونه کړ همدا ډول (۴ــ ۵ ق . م) کي د پارس د هخا منشيان د هند موريائيان ، يونانيان ، ساسانيان ، چنګيزيان ، ازبکان مغلان ، صفويان ، انګريزان ، روسان او اوسني امريکائيان ټول په خپل وارد پښتون نسل وژني او د دوی د اصل او آر نسب په ورکولو کي کرغيړني شومي موخي کار وني کړي دي. مغلو او انګريزانو دخپلو واکمنيو په مهال په خپلو شومو موخو سره ډيري هڅي وکړې ترڅو د پښتنو اصل ورک او دوی بې کلتوره او ديو څو پيړيو غرنی وښيې چې په دې ترڅ کي يې کله د يهودو سره تړلې کله د چا اوچاسره  خو په شلمه پيړۍ زموږدهيواد تکړه او پوه عالمانو د دښمن بېهوده او د دښمن دلاس پوڅو تاريخ ليکونکو بې بنسټه څېړني لمخي رسوا کړې هغه چي هيڅ علمي او تحقيقي بنياد يې نه درلود او په څنګ کي يې د اورسره په مدللو اسنادو روښانه کړه چي پښتون قام دنړۍ په ځانګړې توګه د اريانا او اوسني افغانستان يو ډېر غښتلی دلرغوني او معاصر ټبر ژوند په چارو پوه ټبردی ، فقط سياسي لومو ښکار سوي .

علت به يې داوي چي پښتون ټبر د بشر دتاريخ له پيله د غلامۍ پړی غاړي ته نه دی اچولی او هيڅ يو جابر واکمن او ځواکمن ته يې سرنه دی ټيټ کړی ، که وګورو دپښتنو لومړنی لاس ته راغلې منظومه وينا هم وياړنه ده، درباري مدحه نه ده . راځو دافغانستان په تاريخ کي د اريانا دلومړنۍ کورنۍ پراداتا (پيشداديانو) د کهاله يو نامتو کړ او پهلوان او غښتلی پښتون شخصيت ګرشاسپ (غرغښت بابا) چي تاريخ يې په لرغونې اريانا ، خراسان او افغانستان په متمدنه حوزه پوري تړلی دی ، لنډي يادوني ته ، هغه کروړ او نړۍ پهلوان (ګرشاسپ بابا ) يا غرغښت نيکه دی چي د پښتنو له درې ګونو نيکه ګانو له ټولګۍ څخه يو دی ، لکه :

اتريت، اترط ، اترت ، (= بيټنی ، بيټ نيکه) سرند (سړبنی يا سړبن نيکه او همدا ډول ګرشاسپ (غرغښت نيکه) چي په دوی کي يې د ورستي هغه د ژوند او خدمتونو يا د سپړو او بيا يې د نسب او پښت لړۍ د اميرکروړ جهان پهلوان سره څېړو .

د ګرشاسپ (= غرغښت بابا)د نسب لړۍ)([3])

د ګرشاسپ (=غرغښت) دپښتونتوب په اړه مدلل معلومات به لږ وروسته راسي ، غرغښت بابا د سام ، يا ساما (=تيری تا = اترت ، اترط) ، زوی دی ، د دې نسب لړۍ تر درېيم پښته پوري ، تورکه ، شيد سپ، تور پوري جمشيد پاچا ورته رسيږي. ګرشاسپ يا غرغښت يوه افسانوي څېره نه بلکې يوه وياړلې رښتنې ، حقيقې او تاريخي څېره ده ، دګرشاسپ (= غرغښت بابا) دنسب په ورکولو کي پښتون ضد عناصرو ډيري هڅي کړي دي يا خويې په پوره بې پامۍ سره د دې ستر شخصيت او پښتون نيکه په هکله قلم چلولی دی ګرشاسپ (= سام ، غرغښت ، نريمان ، نرمښ ، نئير منو ،نيرم ، غرښاسپ ، ګرغښت، ساما، غرشاسپ) په نومونوباندي ياد سوی دی، چي ويې پيژندونکو د (غښتلي ياکفچه آس) په نوم ياد کړی دی .

غرغښت باباچي په پورتنيو نومونو يادسوی دی داترت ياثريت (بيټني) زوی د ذال بابا پلار او د رستم پهلوان نيکه او د سوراب (=سهراب) ورنيکه دی او د اريانا دلرغوني حوضې هيتومنت(هلمند) له نامتو او مشهورو غښتلو پهلوانانو څخه ؤ.

د غرغښت بابا يوبل ستاينوم (نومئينو) دی چي په دري ادبياتو کي په (نريمان) اوښتی دی .

غرغښت (= ګرشاسپ بابا) په اويستاکي د (کرساسپه) په نوم ياد سوی دی او همدا نوم بياپه مهابهارا ته کي (کرساسوه) راغلی دی .

د اويستا د (زاميا دشت) له يادا دښتونو څرګنديږي چي دغرغښت بابا دنسب لړۍ پښتون پاچا ه يما(= جم ، جمشيد) ته رسيږي.([4]

او د شاهي فر او تاج درې ځله  د ده پر سر ايښودل سوی دی چی يو ځل منو چيره (= منوچهر) ، يو ځل فريدون او يو ځل غرغښت بابا (= ګرشاسپ) ته رسېدلی دی .

(رام يشت) او (ابان يشت) چي په خپل ترتيب کي د پاچاهانو نوم لړ راوړی د ترتيونا (=فريدون) څخه وروسته کر ساسپه (= غرغښت) پاچهۍ ته رسېدلی دی ، ګرشاسپ (= غرغښت) ښکلی کلک ، کروړ ، زړه ور او غښتلی ځوان و، چي د اريانا د دښمنانو په له منځه وړلو کي يې ډيري سرښند نې لرلي دي ، د نوموړي د فعاليتونو له ډګر څخه دهلمند لرغوني حوزه ترهامونه چي نيم ايران هم ترخپل پوښښ لاندي راولي د ارغنداب ، ګندهارا او هندو کش د سويل برخي وې اويستا (زميادشت)  د نوموړي پهلوانۍ او کارنامې يوه ـ يوه انځور ګرې ده ([5])

د ده له مهمو لاس ته راوړنو څخه يو هم د ده د ورور قاتل (ګنداريوا) وژل دي چي د (اوستا) د ابان يشت (۳۷) فقره کي يې ياد ونه سوې ده چي له (هيتاسپه ([6]) دهغه د ورور (ايو رواک شايا) د قاتل نه يې واخيست او هغه يې و واژه اومړی يې په خپلي ګاډۍ پوري تاړه .

دغه غرغښت نيکه ځای:

غرغښت ياګرشاسپ ډېر شمېر تاريخپوهانو د وروکشا([7])د درياچي په ذريعه چي د هلمند هامون يې ورڅخه مراد دی د سيستان (هلمند) له پهلوانانو څخه بولي ، فرانسوي ډار مسټټر ګرشاسپ (نتيري مانو کو ساسپو) يعني (ګرشاسپ نريمان) د کابل د داستانو پهلوان بللي دي . ([8])

زماپه اند ګرشاسپ (غرغښت نيکه) د هلمند دلرغوني سمي داور (= زنداور ، زمينداور) و، لکه يو ځای چي رسيدي اسدي د کابلشاه په ماته کي وايې:

وآنسو چواز شهر (داور) ([9]) سپاه
سوی جنګ برد (اترط) کينه خواه

دلته يې مقصد د داور دښار څخه اوسنی زينداور دی چي اسدي طواسي داځای د زابل مرز بللي دی او اترت (بيټ نيکه) له همدې ځايه د کابل دجګړې په راولاړسوی چې دزابل مرز همدا زينداور ګڼلای سو.

د غرغښت سوبې جګړې:

ار وا ښاد استاد کهزاد چي د ګرشاسپ بابا پښتونتوب يې په خپله عالمانه او تحقيقانه ليکونو کي په پوره رښتيني د لايلو په ثبوت رسولی([10]) ليکي :

ګرشاسپ يا غرغښت بابا په ډيرو غزاګانو کي دخپل پلار سره ورسره ؤ لکه هند يان ، چينايان او توران يې خپل تابع ګرځولي وه په ځينو جګړو کي به پلار او زوی اوږه پر اوږه جګړو کې بوخت وه  تر دې چې  پلار او زوی دواړه دپاچاهۍ مقام ته رسېدلي دي .([11])

د ګرشاسپ ( = غرغښت بابا) آبادۍ په اريانا کې :

غرغښت بابا دهلمند په کښتنۍ برخه اوسني نيمروز زرنج کښې زښتي ډيري آبادۍ وکړي د دې آباديو لپاره يې د هند ، روم ، مهند سانو او دکابل په وګړو جوړ کړ .

دغرغښت بابا د معماريو او اباديو نه دتاريخ سيستان ناڅرګندليکوال له ننه شاو خوا زرکاله وړاندي داسي کوي: ژباړه : ماد سيستان آبادول د ګرشاسپ په لاس چي د اثرت ( = اثرت ، اصراط) ، بن شهر بن کورنک بن بيداسپ (= سيداسپ) ، بن تور بن جمشېد الملک بن نور جهان ([12]) (= نوجهان) ، بن اينجد بن اوشهنګ بن فراواک بن سيامک بن موسی ([13]) بن کيومرث او دسيستان جوړول هغه ورځ وه چي ګرشاسپ د نړۍ پوهان راټول کړل . ([14]) ګرشاسپ (غرغښت بابا) په خپله ويناکي وايې : (( کله چي مرستي لپاره د (افغانستان) (= اريانا) ختيځ ته ولاړ په بيرته را ګرځيدوکي وايې چي د هيرمند (هلمند) سيند پرغاړه (لښکرګاه) کي ښار جوړوم . ([15])غرغښت بابا پر ټول هلمند تر زرنج پوري د دې سيمي ساتونکی ؤ.

 غرغښت بابا د جهان پهلوان په څېره کې:

په دې کي شک نسته چي ګر شاسپ (=غرغښت پښتون ) د اويستا له پهلوانانو څخه دی او د شلمې پيړۍ د پوهانو له څېړنو څخه له ورايه څرګنديږي چي له ننه (۳۰۰ ــ ۳۵۰۰) کاله پخوا غښتلی پښتون پاچاه ؤ . غرغښت بابا داو يستا په (يشتونو) کی ياد سوی دا ډول په پهلوي اثارو او هم د نوموړي يادونه  د اسلامي دورې په کتابونوکي سوې لکه ابو المويد بلخي ، دتاريخ سيستان ليکوال ، اسد طوسي ، دګرشاسپ نامي په نوم نظم کړې ده او داسي نور …

غرغښت بابا او رستم پهلوان د اريانا په تاريخ کي دنړۍ پهلوانان پېژندل سوي دنوموړو د پهلوانۍ اوازه ترهند، ترکيې، پارس او اوسني ايران پوري او حتی تر يو شمېر افريقايې هيوادونو پوري رسېدلې وه .

که په لنډو و وايو غرغښت د (پښتنو) تاريخي  پهلوانانو څخه شمېرل کيږي چي د لومړي ځل لپاره د اويستا په (يشتونو) او په بنداهش کي يادسوی دی چي دوخت زمانه يې داچي د زرتښت ملګری بلل سوی دی (۳۰۰۰)کاله له نن څخه پخواشمېرل کيږي .([16])

چون ګرشاسپ يال يلی برفراشت
سرنيزه ازچرخ ګردون ګذاشت
چه از نوجوانان چي مرد کهن
زګرشاسپ بودي سراسرسخن
سرند ازميان سران سپاه
ګران مايه را کرد ګرشاسپ نام
کجاجای دارد بدين رزمګاه([17])

حکيم اسدي طوسي وايې چي ګرشاسپ بابا تر څو ژوندی ؤ چانه دي غورځولی .

دغرغښت نيکه او رستم پرتله :

داچی دوی د واړه دنړۍ پهلوانان بلل سوي دي ، د دوی په منځ کښې د رستم پهلوان په داستاني کېسو کي په ځانکړې توګه (فردوسي په خپله شاهنامه) کي شاوخوا زرځله د رستم پهلوان نوم ذکر کړی ، خود ګرشاسپ يا د غرغښت نيکه يادونه تر يو ځل نوره نه ده کړې حتی ځيني ځايونه غرغښت نيکه تر رستم پهلوان په غښتلتيا کي بريالی ښودل سوی دی ، ځکه د داستاني ادبياتو له مخي رستم ځيني ځايونه ماته خوړلې مګر غرغښت ياګرشاسپ نيکه په هيڅ يوه ميدان کي ماته نه ده خوړلې بلکه دنوموړي غښتلتيا تر تصور لوړه وه .اوستا بيا د ګرشاسپ يادونه کوي خو د رستم له نامه څخه چو په خوله ده . لکه مخکي کي چي ورته اشاره وسوه رستم په ځينو ځايوکي شېوه راوړې ده ، لکه د خپل زوی سهراب(سور+اب) سره په جګړه کي او د (اسفنديار اوسپنيزتن) سره په جګړه کی چي زخمي کيږي اما دګرشاسپ بابا يو ځای هم ماتي او شکست يادونه نه ده سوې همداسي امير کروړ هم په يوه سر له لسو تر سلو پوري جنګېدلی . ([18])

ويل کيږي چي ګرشاسپ بابا (غرغښت) او سلطان محمود غزنوي په خپل ژوند د ناروغۍ پر بستره نه دی پريوتلی ، ګرشاسپ بابا په يوه سمڅه ننوو تو بياراونه ووت ، سلطان محمود غزنوي هم د ژوند تر پايه دناروغۍ پرکټ پرې نه ووت او په ناسته مړسو . ([19])

دګرشاسپ بابا ميړانه او سپيڅلتيا د تاريخ سيستان ليکوال (۴۴۵هجري) شاوخوا د نامهای سيستان (هلمند) ترسرليک لاندي کاږي : چي يوه شپه ضحاک (سهاک = ساک= ساکزی) ګرشاسپ (=غرغښت بابا) جهان (نړۍ)پهلوان ميلمه ؤ تر ډوډۍ خوړولو وروسته يې ډير شراب وڅښل کله چي له حاله و ووت ويې ويل : (شبتان ) غواړم تر څو هلته ډېر و څکم ؟ ګرشاسپ بابا ورته و ويل چي داد (سيوستان)يا غښتلو مېړنو ځای دی نه (شبستان )([20])(سيو) په هغه وخت کي دمېړنو او مردانو لپاره کارېده تر اوسه هم د دې کلمې رېښه په پښتو کي سته لکه (سيوا، ماسِوا، ساری) هغه غښتلی چي له نورو څخه (ماسيوا = سِوا) وي چي اوس د لغوي مانا څخه او ښتي ده تر ډېره په اصطلاحي بڼه کاريږي .

داچي غرغښت (ګرشاسپ بابا) يوميړنی پښتو وو او ناوړه حرکتونه يې نه خوښول ، همدا ډول پښتانه تر اوسه پوري دنړۍ په کچه دناروا او بي لارۍ څخه مبری او پاک ټبر ګڼل کيږي ، لاهم دخپل نيکونو لاري څاري او هيڅ ډول سرټيټی کار نه کوي او نه يې هم خوښوي . نور بيا…

  • اخځليک او لمنليک:
  • [1]ــ کانديد اکادميسن محمد اعظم ، سيستاني ، سيستان قبل ازاسلام ، کابل چاب ، ۱۳۶۴علومو اکاډمۍ ، مخ : ۳۴۸.
  • [1]ــ کيانيان ، ارتور کريستن سن ، ترجمه ذبيح الله صفا ، ۱۳۸۱ تهران مخ ۹۱.
  • [1]ــ په اويستاکي ، سام ، نريمان او ګرشاسپ ټول نومونه او لقبونه د يوه تن دي، تاريخ بلعمي ، لمنليک ، مخ ۹۰.
  • [1]ــ استاد احمد علي کهزاد ، غرغښت ياګرشاسپ ، دانش خپرندويه ټولنه درېيم چاپ ، ۱۳۸۸ ، مخ ۹.
  • [1]ــ استاد احمد علي کهزاد ، دافغانستان لنډ تاريخ ، دتاريخ انجمن څانګه ، ۱۳۳۴ ، لومړی ټوک ، مخ ۲۸۱.
  • [1]ــ Hitasp.
  • [1]ــ Vouruksha. (= هلمند سيند)
  • [1]ــ مخکي اثر ، مخ ۲۸۲.
  • [1]ــ زنداور ( زمينداور = ارض داور =داور = جبل الزور = سوناګير).
  • [1]ــ وګوري ګرشاسپ ياغرغښت د استاد کهزاد ليکنه ، لومړی چاپ ۱۳۵۷ .
  • [1]ــ همدا اثر ، درېيم چاپ ۱۳۸۸ ، ش ، مخ ۶۳ .
  • [1]ــ ملک الشعرا‌ء بهار، د تاريخ سيستان په لمنليک کي کاږي، اصل يې نور جهان دی وروسته توږل سوي (نوجهان) ورڅخه جوړ سوی ، دا ويې (هت) په بيلابيل ډول ليدل سوی ، بيروني په اثار الباقيه (مخ ۳) دجمشېد نسب داسي راوړی : (جمشېد بن ويجهان بن اينکه د بن او شهنګ بن افراواک بن سيامک بن ميشي )) ابو جعفر قدامه (ويو نجهان) ليکلی ، ابن خرداد به دليدن چاپ ، مخ (۲۳۴) نوبجهان او يو انها او نور ډولونه يې هم ليدل سوي دي ، په اويستاکي (ويونګهت) راغلی په وروستي کي (ويونګهان) چي معرب يې (ويونجهان) دی سم روايت دی . (بهار).
  • [1]ــ د تاريخ سيستان ليکوال ، موسی غلط راوړی ، اصل يې (ميشی ) دی .
  • [1]ــ تاريخ سيستان ، ليکوال ناڅرګند ، ۴۴۵هجري شاوخوا ، مخ : ۳ .
  • [1]ــ کهزاد ، غرغښت ، ياګرشاسپ ، ۴۲ ، مخ .
  • [1]ـــ کهزاد ، غرغښت يا ګرشاسپ مخکنی اثر ، ۴۸ مخ .
  • [1]ــ ګرشاسپ نامه ، حکيم اسدي طوسي .
  • [1]ــ کهزاد غرغښت ياګرشاسپ ، درېيم چاپ ، دانش خپرندويه ټولنه ، ۱۳۸۸ ، ش ، مخ ۶۳ .
  • [1]ــ استاد قدرت الله حداد فرهاد ، د افغان ملي تاريخ ، دويم ټوک ، مخ ۱۳۱ .

[1]ــ تاريخ سيستان ،۴۴۵هجري دبهارچاپ ، مخونه  ۲۱ ــ ۲۲.

[18]ــ کهزاد غرغښت ياګرشاسپ ، درېيم چاپ ، دانش خپرندويه ټولنه ، ۱۳۸۸ ، ش ، مخ ۶۳ .

[19]ــ استاد قدرت الله حداد فرهاد ، د افغاني ملي تاريخ ، دويم ټوک ، مخ ۱۳۱ .

[20]ــ تاريخ سيستان ،۴۴۵هجري دبهارچاپ مخونه  ۲۱ ــ ۲۲.

474 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸