Categories

اعلان

Loading…

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت امریکا د افغان ماشومانو په وژنو تورنه کړه

تاند- په داسي حال کې چې د مسکو او واشنګټن اړیکې د شوروي له پاشل کېدو او سړې جګړې راوروسته تر ټولو سړې او ترینګلي شوي، د روسیې د بهرنیو چارووزارت وویل چې د امریکايي پوځیانو له لوري د افغان ماشومانو مرګ ژوبلې د اندېښنې وړ دي.

د روسیې د بهرنیو چارووزارت ویندویې (ماریا زخاروفوا) نن /یکشنبه/ خبریالانو ته وویل، په وروستیو ۹ میاشتو کې د امریکا په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو په عملیاتو کې ۲۵۶۲ ملکیان وژل شوي او ۵۸۳۵ نور ژوبل شوي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویندویې ونه ویل چې د کومو څېړنو او ارقامو پر اساس د ايتلافي ځواکونو له لوري د افغان ملکیانو د تلفاتو شمېر اعلانوي.

تر دې مخکې نن د افغانستان د بیارغونې د خاص سرمفتش دفتر په خپل درې میاشتني راپور کې د افغان امنیتي ځواکونو د سږ کال د لومړیو ۸ میاشتو د مرګ ژوبلو شمېر اعلان کړ، ویې ویل چې د ۲۰۱۶ د جنورۍ له لومړۍ د اګست تر پایه ۱۵ زره افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د خاص سرمفتش دفتر په هرو درو میاشتو کې د امریکا حکومت او کانګریس ته د افغانستان په اړه راپور وړاندې کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویندویې وویل، امریکايي تلویزیون سي این این د یوه سوري ماشوم عکس بیا بیا خپروي او له هغه سیاسي ننداره جوړوي خو په افغانستان کې د ۲۵۶۲ ماشومانو په اړه څه نه وايي چې د دوی په مشرۍ د ځواکونو له لوري وژل کېږي.

دې د خپلو خبرو په دوام کې د امریکا په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو له لوري د وژل شویو افغان ماشومانو شمېر ۶۳۹ تنه وښود، او ویې ویل چې ۱۸۲۲ نور افغان ماشومان ژوبل شوي دي چې دا د دې په وینا تر تېر کال په سلو کې ۱۵ زیات دي.

دې بیا بیا پر لوېدیځو او عربي رسنیو نیوکه وکړه، ویې ویل سي این این، الجزیزه او انډیپینډنټ د امریکا په مشرۍ د ایتلاف له لوري پر وژنو سترګې پټوي.

393 total views, no views today

1 comment

  1. د.اتل Reply

    راځی چه لږ انسانی فکر وکړو او هغه دا چه له کلونو راهیسی کله چه تاسی نړی کی دوه قطبه جوړول د ضعیفو ملتونو په وړاندی کومه ناروا او جنایت مو ونکړ، استعمار،استثمار او استحمار ستاسی کار وو ، کودتا ګانی ، اشغال او قتل عام د ملتونو ستاسی کار وو او نن هم هماغه فرعونیت ته دوام ورکوی.
    خو دانسانیت او بشردوستی سره مناسبه لار د تعاون ،همدردی او شفقت لار ده چه انسانیت ورباندی نه شرمیږی بلکه د انسانیت جوهر او ښکلا منحیث اشرف مخلوقات ورکی څرګندیږی
    راځی دغه د تباهی ،زور او فرعونیت لار ،انسانی او د انسانی شرافت د تبارز او خدمت بشریت ته واړوی چه ددی لار مصارف کم ، تلفات او دښمنی هم نلری او دنیا به د شر او نا آرامی پر ځای به خیر او سکون ته سوق او بشریت به په مثبته ساحه کی مسابقه وکړی.
    بد بختانه زموږ د ګاوڼد متعصب او جاهل حکامو په سوریه او عراق کی اور بل ،ملتونه یی تباه او اوس قتل عام یی روسیه او امریکا ته ور دیغاړی کړی ، جاهلی تعصبات تردی حده چه د یو مسلمان ملت ژوند د یو ظالم شیعه او ملحد حاکم لپاره تباه او مفسد او جاهل حکام تری خوند اخلی!!!

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸