Categories

اعلان

Loading…

د ارواښاد پوهاند عبدالقیوم وردک ژوند/ احسان الله ارینزی

د روان کال د تلې (میزان) میاشتې په ۲۸- ۲۹ ورځو کې په کابل او میدانښار کې (وردګ د تاریخ په بهیر کې) علمي سیمینار جوړ شوی و چې د هېواد یو شمېر درنو پوهانو، لیکوالو او څېړونکو خپلې مقالې پکې ولوستې. د دې له پاره چې د دې سیمینار د لیکنو فیض عام شي، دلته د احسان الله ارینزي لیکنه له تاسو سره شریکوو چې د ارواښاد پوهاند عبدالقیوم وردک په هکله ده.


پوهاند عبدالقیوم وردک د پخواني پاچا اعلحضرت محمد ظاهر شاه د ولسواکۍ د لسیزې او د لومړني ولسمشر محمد داوود خان د جمهوري دولت له تکړه کادرونو څخه و چې په ګڼو دولتي دندو سربېره په سیاسي برخه کې هم فعال او د نیک نوم خاوند و.

زوکړه:

عبدالقیوم د ارواښاد محمد ابراهیم زوی او د ارواښاد عبدالحکیم لمسی په کال 1302 هـ.ش (1923م) کې، د وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د تنګي درې په سپین ورسک کلي کې زېږېدلی او تر دیارلس کلنۍ پورې هملته پاته شوی دی.

محمد ابراهیم په سپین ورسک کې استوګن او هملته د سیمې د نورو خلکو په شان په کرکیله بوخت و او د خپل زیار او کار په حلاله روزي یې خپل بچیان د هېواد راتلونکي چوپړ ته چمتو کول.

زده کړې:

په کال 1315هـ.ش کې چې عبدالقیوم لا دیارلس کلن و او په داسې کلیواله سیمه کې اوسېده چې حتی یو لومړنی ښوونځی یې نه درلود، د افغانستان صدراعظم محمدهاشم خان، تنګي درې ته په سفر لاړ.

ویل کېږي چې صدراعظم د نورو دندو تر څنګ د سیمې هغه تکړه تنکي زلمیان د ملي اردو احضاریه ښوونځي ته غوره کول چې ذکاوت او بدني پیاوړتیا یې د پام وړ وو.

عبدالقیوم وردک د صدراعظم محمد هاشم خان په هغه لست کې راغی چې باید د زده کړو له پاره کابل ته تللی او هلته استوګن شوی وای!

په تنګي کې د پوهاند عبدالقیوم کور

په تنګي کې د پوهاند عبدالقیوم کور

عبدالقیوم په 1330هـ.ش کې امریکا متحده ایالاتو ته لاړ. په 1334هـ. ش (1959م) کې یی له جورج تاون پوهنتون څخه لیسانس واخست، بېرته افغانستان ته ستون او په حربي ښوونځي کې د کیمیا او فزیک ښوونکی وټاکل شو.عبدالقیوم په کال 1327 هـ.ش د اردو د احضاریه یا حربي ښوونځي دولسم ټولګي په بري پای ته ورساوه او د لوړو زده کړو له پاره د کابل عالی دارالمعلیمن ته معرفی شو. د دارالمعلمین زده کړې دوه کاله وې چې عبدالقیوم په لومړي درجه پای ته ورسولې او نوي صدراعظم سردار محمد داوود خان یو ساعت د ډالۍ په توګه ورکړ (1392 هـ.ش) او لږ وروسته یې د بریالیو زده کوونکو په هغه لست کې ونیو چې د لوړو زده کړو له پاره امریکا متحده ایالاتو ته استول کېدل.

ځوان عبدالقیوم په کال 1337 هـ.ش کې بیا امریکا ته لاړ چې د اتومي انجنیري په برخه کې تخصصي زده کړې وکړې. په ډې پړاو کې عبدالقیوم د اوریګن ایالت په (الونای) پوهنتون کې پنځلس میاشتنې تېرې کړې، ماستري یې واخیسته او د تیتانیوم په خطي سپکترم کې یې د 5200A0 کرښه نوې کشف کړه.

باید وویل شي چې د عناصرو ځانګړی سپکترم معلوم وي او د موادو په تجزیه کې کار ځنې اخستل کېږي، پرته له دې چې مواد تخریب شی. مثلاً د CO60 خطي سپکترم انرژي 1.3Mev او 1.1Mev ده. همدا راز د CS137 انرژۍ 600Kev ده. د تیانیوم سپکترم هم معلوم شوی او یو خط پکې د پوهاند عبدالقیوم وردک د کار محصول دی او د دې خط له مخې پېژندل کېږي. 5200A0, 6200A0, 6300A0 او 4900A0 د پوهاند وردک خط 5200A0 دی چې اوس په نړۍ کې د همده په نامه یادېږي.

 د الونای پوهنتون د وخت متخصصینو دا کشف ومانه او عبدالقیوم ته یې د زده کړو د بریالي پای سند ورکړ. عبدالقیوم په دې اړه څو علمي مقالې هم لیکلي چې ډېرې په امریکا کې په انګلیسي خپرې شوې دي. په پام کې و چې ماستر عبدالقیوم وردک او د ده څو ملګري په هغه کنفرانس کې برخه واخلي چې د نړۍ نامتو فزیک پوه البرت انشتاین یې مشر مېلمه و. عبدالقیوم وردک په دې کنفرانس کې د خپل نوي کشف په هکله مقاله واورله؛ خو انشتاین شل ورځې مخکې مړ شوي و!

عبدالقیوم وردک له دې بري وروسته په 1339 کې کابل ته ستون او د ملي دفاع وزارت د جګتورن په توګه په حربي ښونځی کې ښوونکی وګومارل شو.

دندې:

عبدالقیوم وردک چې اوس یې په فزیک او اتومي انجنیري کې ماستري کړې وه، په 1340هـ.ش (1961م) کې استعفی وکړه، د پوهنې وزارت ته لاړ او په ساینس پوهنځي کې استاد وټاکل شو.

عبدالقیوم وردک په 1341 – 1342هـ.ش کې دوه ځلې د افغانستان په استازیتوب د اتومي انرژۍ په نړیوالو غونډو کې برخه واخسته او د کابل پوهنتون د نوې علمي شوری غړیتوب یې تر لاسه کړ. عبدالقیوم وردک په دې سفرونو کې هڅه وکړه چې افغانستان ته د راډیو تراپي Radio therapy  ماشینونه راوړي چې تر هغه وخته زموږ په روغتونونو کې نه وو، دې وسایلو سرطاني ناروغۍ د وړانګو په واسطه تداوي کولې. د کابل په علی آباد روغتون کې دا نوې برخه هغه وخت د کوبالت روغتون په نامه یادېده.

په کال 1350  هـ.ش کې پوهنمل عبدالقیوم د ساینس پوهنځي رییس شو.

په 1352 هـ.ش کې پوهنوال عبدالقیوم چې د پخوا په شان د ساینس پوهنځي استاد و؛ خو د بیا ریاست له پاره يې پوره رایې نه وې ترلاسه کړې، د خپلې وړتیا له مخې د نوي جمهوري نظام د کانو او صنایعو وزیر وټاکل شو. یو کال وروسته نوموړی د پوهنې وزیر شو؛ خو د پخوا په شان د کانونو او صنایعو سرپرست وزیر او د تېلو د ملي موسسې د تصدۍ سرپرست مشر هم و.

عبدالقیوم په کال 1355 هـ.ش (1972م) کې د افغانستان د نوي اساسي قانون د کمیسیون غړی شو. په 1356 هـ.ش کې د سرحداتو وزیر او د ملي غورځنګ دولتی ګوند د مرکزي کمیټې غړی شو. په پوهاند عبدالقیوم وردک سربېره د جمهوري کابینې درې نورو وزیرانو هم د دې ګوند د مرکزي کمیټې غړیتوب درلود. نوموړي یو کال د سرحدونو وزیر و.

د 1357 هـ.ش په ثور کې په افغانستان کې کودتا وشوه. پوهاند عبدالقیوم وردک، د مالیې وزیر سید عبدالالله  او د کورنیو چارو وزیر عبدالقدیر هغه کسان وو چې تر پایه له محمد داوود خان سره په ارګ کې پاته وو. د پوهاند عبدالقیوم زوی یما وردګ وایي چې په داوود خان باندې له یرغل څخه شل دقیقې مخکې د جمهوري ګارد مشر، صاحب جان خان، پوهاند عبدالقیوم وردک  بهر ته بللی او ورته ویلي وو چې ګارد تسلیم شوی او مقاومت نوره ګټه نه لري. په دې یرغل کې محمد داوود خان او د ده د کورنۍ شل غړي ووژل شول. پوهاند عبدالقیوم له دې پیښې وروسته عزلت غوره وباله او بیا د هندوستان په لار فرانسې ته  مهاجر شو.

پوهاند عبدالقیوم د خپلو دندو په بهیر کې د امریکا متحده ایالاتو، جرمني، شوروي اتحاد، هندوستان، سریلانکا او ګڼو نورو اروپایي هېوادنو ته رسمي سفرونه کړي، درې میاشتې یې د جرمني په یو پوهنتون کې تدریس کړی او د محمد داوود د ولسمشرۍ په دوو وورستنیو کلونو کې د افغانستان- شوروی اتحاد د دوستۍ ټولنې مشر و.

دلته به د پوهاند عبدالقیوم هغه لویو خدماتو ته وګورو چې د خپلو وزارتونو له لارې یې د افغانستان خلکو ته سرته رسولي:

  • د افغانستان د تېلو د ملي موسسې جوړول،
  • د مزار شریف د سرې او برېښنا د فابریکې پرانستل،
  • د شاکر چني جوړولو د فابریکې بیا احیا،
  • 18 ملیون ټوکرانو ته د مزار شریف د نساجي فابریکې کلنی تولیدي ظریفیت لوړول،
  • د بګرامیو د نساجي فابریکې د پراختیایي برخې بشپړول، چې تولید یې 20 ملیون متر ته ورساوه،
  • د هرات د سمنټو د پروژې د جوړولو د کار پییل ، ورځنی ظرفیت 350 ټن،
  • د کندهار د نساجي فابریکې بشپړول،
  • د کندهار د وړنینې نساجي فابریکې جوړول،
  • د جلال آباد د بورې د کمکۍ فابریکې بیا احیا کول،
  • د هلمند د خام فابریکې پراختیا،
  • بهر ته د ګاز، غالیو، پوستکو، کولمو او پنبې منظم صادرات،
  • د هرات نساجي فابریکې پرانیستنه چې د اوبدلو 510 ماشینونه یې درلودل،
  • د فرانسې له توتال شرکت سره د کټواز د نفتي حوزې د تېلو د پلټنې او ایستلو تړون او د عملي کار پیل،
  • له شوروي اتحاد سره په شبرغان کې د تېلو د چاڼځی د جوړولو د تړون لاسلیک،
  • د سنګ چارک، دولت آباد، یتیم تاف، خواجه ګوګردک او البرز د سیمو جیولوژیکي سروې او نقشې جوړول،
  • د جوزجان ولایت د تېلو او ګازو په سیمو کې تفحصاتی او استخراجي برمې وهل،
  • د مزار شریف د کود او برق فابریکو ته د ګاز منظم رسول او شوروي اتحاد ته د ګاز او نور مال صادرات،
  • د جرقدوق د ګاز له پاره د سلف د بېلو لو د فابریکې جوړول،
  • د افغانستان د 1500000 جیولوژیکي نقشې بشپړول،
  • د سرو زرو (نورابه، سمتي او بدخشان)، ولفرام، سیماب (تیوره او خرنګ غورات)، مس(عینک لوګر)، کرومیت (لوګر)، فومویت(ترین کوټ/ ارزګان)، ابرک(تکانه او پچغان)، بیرایت (سنګدلان/ هرات او غوربند)، ابرک(ننګرهار)، تلک(ننګرهار) او یاقوت (جګدلک) د معادنو د تخنیکي او اقتصادي مطالعاتو بشپړول،

په هغه کلونو کې د افغانستان د دولتي صنایعو د تولیداتو وروستني ارقام داسې وو:

  • سمنت 120000 ټڼ
  • کمیاوي سره 110000 ټن
  • سپنسین ټوکران 55000000 متر
  • پخته 35000
  • چرمي بوټان 300000 جوړوې
  • پوستکي 500000 جوړې
  • بوره 8000 ټن
  • باسیکل 2200 –
  • طبیعي ګاز 8 بلیون متر مکعب
  • د ډبرې سکاره 145000 ټن
  • غوړي 6000 ټن
  • برېښنا 486 ملیون کیلواټ
  • اوړه           63000 ټن
  • ډوډۍ 17000 ټن
  • بیرایت 30000 ټن
  • تلک 23000 ټن
  • لاجورد 5 ټن
  • ابرک 493000

دوهم د پوهنې وزارت:

پوهاند عبدالقیوم وردک داسې یو شخصیت و چې د افغانستان د پرمختګ او د خلکو د هوساینې او نیکمرغۍ له پاره یې ښوونه، روزنه اړینه بلله او په دې اند و چې پوهنه رڼا ده او باید چې پیاوړي او ملي مسلکي کادرونه ولرو، له همدې امله یې د خپل وزارت په پیل کې له اتم څخه نهم ټولګي ته کانکور پیل کړ چې په تنکیو زلمیانو مناسب فشار راشي چې په رښتیا درس ولولي او له خپل وخت او د ښوونځیو له امکاناتو څخه ګټه واخلي.

د پوهاند عبدالقیوم د وزارت په وخت کې کلیوالي، لومړني، منځني او عالي زده کړې (لومړی- دولسم ټولګی) د پخوا په شان روانې وې، ورځ په ورځ یې لمن پراخېده، ځوان ښوونکي او د تعلمي نصاب یو شمېر فعالین د لوړو زده کړو له پاره بهرنیو هېوادونو ته استول کېدل،

د موسیقي مسلکي ښوونځي پرانسل شو، د برېښنا او اتومیخانیک په برخو کې د مسلکي کادرونو د روزنې له پاره د کابل د تخنیکم عالي انستیتوت پرانستل شو چې د شوروي اتحاد په مرسته جوړ شوی و، درسي کتابونه چاپېدل. د تعلیمي نصاب، تالیف او ترجمې، راډویي تعلیماتو او دیني مدارسو دوایرو، خپلې چارې په نورماله توګه سرته رسولې، د پوهنې مطبعه فعاله وه، د المپیک او د بدني تربیت ریاستونه د ځوانو نجونو او هلکانو ورزش ته ځیر وو او د افغانستان ځوانانو د سیمې او نړۍ په ځینو ورزشي لوبو کې برخه اخسته او هېواد ته یې ویاړونه ګټل؛ پښتو ټولنه چې د پښتو ژبې د پراختیا او پرمختیا له پاره جوړه شوې وه، تر پخوا ښه فعاله وه، استادانو نوې- نوې څېړنې کولې او ګڼ کتابونه یې خپرول، د مېرمنو ټولنې د ښځو په چوپړ لګیا وه، له بېسواد سره د مبارزې هڅې تر پخوا ګړندې شوې وې، بېلابېل مسلکي کورسونه او د ښوونکو د سویې د لوړولو ورکشاپونه جوړېدل، په 1353 هـ. ش کې د افغانستان څارندوي ټولنې 15000 هلکان او نجونې غړي درلودل او داسې نور.

باید وویل شي چې په دې وخت کې دولت لوړو او مسلکي زده کړې د پوهنې له وزارت څخه جلا کړې او بېل وزارت یې ورته جوړ کړی و چې داکتر غلام صدیق محبي یې په راس کې و.

پوهاند عبدالقیوم په هېواد او خلکو مینی انسان و. د دولت قوانینو ته یې درناوی کاوه او تر هر چا مخکې یې په ځان تطبیقول، د افغانستان د خلکو خدمتګار و، د پوهنې د عادلانه پراختیا له پاره یې هڅې کولې او د کانونو او صنایعو په برخه کې یې د داسې بنسټیزه پروژو کارونو پیل کړي و چې که دولت دوام کړې او هغه پروژې تطبیق شوی وای، د افغانستان څېړه به یې بدله کړې وای. لکه د تېلو د ملي موسسې جوړول، د کټواز د تېلو پلټل، د کیمیاوي سرې د دوهمې لویې پروژې جوړول، د لوګر د مسو پروژه، د کانونو د استخراج ګړندي کول، د سمنټو او بورې د تولید نوې فابریکې او داسې نو.

 کورنۍ:

ارواښاد پوهاند عبدالقیوم د خپل ژوند په دیرشم کال له آغلې معصومې عصمتي سره واده وکړ چې اصلاً د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ وه؛ خو په کابل کې اوسېده او دلته یې په کابل پوهنتون کې زده کړې کړې وې. معصومه عصمتي وردک وروسته امریکا متحده ایالت ته ولاړه او د ښوونې او روزنې په برخه کې یې ماستري واخیسته. کله چې میرمن معصومه عصمتي کابل ته ستنه شوه، د کابل پوهنتون د ښوونې او روزنې او ادبیاتو د پوهنځیو استاده وټاکل شوه. میرمن معصومه وروسته لوړو دولتي مناصبو ته ورسېده، د افغانستان د ښځو د سراسري شوری مشره او د پوهنې وزیره شوه.

معصومه عصمتي وردک عالمه او فاضله او د تالیفاتو خاونده مېرمن وه.

پوهاند عبدالقیوم او معصومه عصمتي وردک پنځه اولادونه لري، یو زوی او څلور لوڼې چې یو په افغانستان او څلور په بهر کې اوسي. 

مړینه:

ارواښاد پوهاند عبدالقیوم وردک په کال 1378 هـ.ش (1999م) د مهاجرت په عالم کې په فرانسه کې په حق رسېدلی او هملته ښخ دی. دی ډېر د دې ارمانجن و چې یو ځلې بیا په ژوند هېواد ته ستون او له خپلو خلکو سره په یو دسترخوان کې کیني؛ خو مرګ مهلت ورنکړ او دا ارمان یی نیمګړی پاته شو. د پوهاند عبدالقیوم وردک مېرمن معصومه عصمتي وردک په کال1386 هـ.ش (2007( کې په فرانسه کې وفات شوې او هملته ښخه ده. خدای دې د افغانستان په دې دواړو صادقو خدمتګارانو ورحمېږي.

ارواښاد پوهاند عبدالقیوم وردګ د پخواني پاچا اعلحضرت محمد ظاهر شاه د پادشاهي په وروستی کال کې لوړ دولتي مډال اخیستې. په کال 1393 هـ.ش (2014م) د افغانستان د پوهنې وزارت په احمد شاه بابا مینه کې یوه نوې لیسه د ده په نامه پرانستله؛ خو د مېرمن معصومې عصمتي وردګ په نامه لا کوم ښوونځي نه شته چې د افغانستان په تاریخ کې د پوهنې لومړني وزیره، د ماستري خاونده، د کتابونو لیکواله او مولفه او د بشري حقونو، د ښځو د حقونو، عدالت، مدني خوځښتونو او پرمختګ فعاله مبارزه وه!

  1. د افغانستان نوميالي(درېم- ټوك) بېنوا، د پښتو د پرمختيا او پياوړتيا امريت،1356، كابل،
  2. د وردګو مشاهیر، لومړی ټوک، حیات الله حلیم، کابل، 1390هـ.ش،
  3. معماران وطن، میاخیل او مشواڼی، 1394 هـ.ش،
  4. د افغانستان کالنۍ، د اطلاعاتو او کلتور وزارت، 40 ګڼه، 1354 هـ.ش،
  5. د افغانستان کالنۍ، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، 41 ګڼه، 1354 هـ.ش،
  6. د افغانستان د اتومي انرژي د رییس پوهاند عبدالحی نظیفي معلومات،

د محترم یما وردګ معلومات،

10 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *