Categories

اعلان

Loading…

د شېخ زاید پوهنتون په کادري روغتون ( ۱۵) ملیون ډالر لګول کیږي

د خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي پلازمېنې کابل ته د خپل یو ورځېني غیر رسمي سفر په ترڅ کې له فرصت څخه په ګټې اخېستنې د متحده عربي اماراتو له سفیر سره ځانګړې لیدنه کړې ده .

پدغه لیدنه کې ښاغلي حبیبي د اماراتو له سفیر څخه غوښتنه کړي ، چې  د شېخ زاید پوهنتون سره د پلان شویو مرستو په رڼا کې د ترتیب شویو پروګرامونو چارې دې ګړندۍ شي  او ترڅنګ دې په خوست کې د ولایتي ادارې سره  د دیني مدرسو او جوماتونو په جوړولو او تقویه کې ځانګړي مرسته وکړي .

د متحده عربي اماراتو سفیر خوست والي ته ډاډ ورکړی چې هېواد یې ژمن دی چې  د شېخ زاید پوهنتون سره تر (۳۰) مېلونه امریکایي ډالرو پورې مرسته وکړي ،ترڅو شېخ زاید پوهنتون د افغانستان په کچه  په لومړۍ درجه پیاوړي علمي او اکاډومیک مرکز بدل شي .

سفیر زیاته کړي ده چې دوی پلان لري چې د سږ کال په ګډون په راتلونکو دریو کالونو کې یوازې د شېخ زاید پوهنتون په کادري روغتون باندې (۱۵) مېلیونه امریکايي ډالره مصرف کړي ترڅو خوست له داسې روغتیایي او کادري روغتون څخه برخمن شي چې د اوسني عصر  په ټولو اړینو وسایلو ،وسایطو او تجهیزاتو سمبال وي .

نوموړي  له خوست والي سره ژمنه کړې چې په نږدې راتلونکي کې به په خپله خوست ولایت ته سفر کوي او هلته به د پوهنتون  لپاره د پلان شویو پروګرامونو  سره سم د جوړونې او رغونې عملي چارې پیلوي .

دخوست ولایت مقام مطبوعاتي دفتر

56 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *