Categories

اعلان

Loading…

د پکتیکا په وړممۍ ولسوالۍ کې لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

خبریال: محمد اکرم شهاب- سلګونو وسلوالو تېره شپه د پکتیکا پر وړممۍ ولسوالۍ ډلییز بریدونه وکړل خو چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو بریدونه پر شا تمبولي او لسګونه طالبان مړه او ژوبل شوې دي.

امنیه قوماندانې وایې، د پولیسو په مقاومتي او ځوابي برید کې یې ګڼ شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پکتیکا ولایت د امنیت امر سمونمل عبدالروف مسعود تاند ته وویل، د پولیسو په ډزو ۳۵ تنه وسله وال وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان شوي دي.

د پکتیکا د ولایتي شورا وکیل عبدالجلیل خروټی وایي، د وړممۍ پر ولسوالي زیات شمېر وسلوالو طالبانو برید وکړ چې په پایله کې یې ۷۰ تنه وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې، دوه تنه ملي پولیس وژل شوي او د یادې ولسوالۍ امنیه قومندان ټپي شوی دی.

د پکتیکا ولایت د مدني ټولنو د همغږۍ د دفتر مشر خورشید امان کټوازی بیا وايي، د دوی د معلوماتو له مخې د وړممۍ ولسوالۍ په برید کې وسلوال طالبان له ۵۰ تر ۶۰ تنه وژل شوي، یو پولیس وژل شوی او څلور نور ژوبل دي.

بل پلو د سیمې یوه ځايي کره سرچینه وایې چې پولیسو د طالبانو د برید پرمهال تکتیکي شا تګ کړی، کله چې طالبان ولسوالۍ ته ننوتي، پولیسو پرې برید پیل کړی دی.

سرچینه وایې چې د نښتې په ځای کې د طالبانو دوولس جسدونه پاته شوي او دغه راز د یوه پولیس د وژل کېدو ترڅنک د ولسوالۍ د امنیه قوماندان په ګډون پنځه پولیس ژوبل شوي دي.

مدني فعال زلمی خروټی وايي چې د دې ولسوالۍ ولسونه له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دی له دولت څخه غوښتنه کوي، له جګړه ځپلو سره د لومړنیو خوراکي او غیري خوراکي توکو مرسته وکړې.

د یادونې ده چې پر وړممۍ د برید پرمهال طالبانو همهاله د دې ولسوالۍ پر څنګ لورو دوو نورو تروو او وازیخواه  ولسوالیو هم بریدونه کړي چې د سرچینو په وینا، په دې ولسوالیو کې هیڅ لوري ته مرګ ژوبله نه ده اوښتي.

د طالبانو یوه سیمه ییزه سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي ادعاکوي، د طالبانو په برید کې لسګونه سرحدي پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې.

دغه سرچینه وایې چې د پولیسو په ډزو د دوی څلور وسله وال ملګري وژل شوي او څلور ټپیان شوي دي.

53 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *