Categories

اعلان

Loading…

د پاچا مړی/ نجیب منلی

د لیندۍ په څېر دروازه ده، نه ډېره لوړه او نه ډېره پراخه. چې له دروازې ورواوړې پراخ، تک سور انګړ دې مخې ته راځي. شنه بوټې او د خړو اوبو تالاوونه او ویالې داسې ښکاري لکه پر سره شګه چې چا رسم ایستلی وي. هلته وړاندې، د انګړ په هغه بل سر کې، لویه، سره وداني ده. یو کتار د لیندیو په څېر رواقونه، د پاسه پرې یو بل غټ ګومبزي تعمیر.

دا د مغلو د امپراتورۍ د دویم پاچا مقبره ده.

Humayun's Tombچې د مقبرې د اساسي ودانۍ لومړي پوړ ته ورپورته شي، پلن، پراخ «تخت بام» یې بیا بله منظره ده. شاوخوا ته د ډیلي ښار ښکاري او په منځ کې یې لوی اته مخی ګومبزي تعمیر دی. هر لوري ته، د دوو مخونو تر منځه، لوی لوی رواقونه دي چې د دروازو غوندې ښکاري خو منځ یې ډبرینې جالۍ نیولی دی، یوازې د رڼا لار لري. په ختیځ کې عموماً پر داسې ودانیو، د دروازو او کړکیو پر لیندیو لیکنې ښکاري خو دلته داسې څه نه تر سترګو کېږي. یو نیم ځای د ستوري شکل جوړ شوی دی. نور هېڅ داسې څه نه شته چې درته ووایي چې دلته څه دي. کیڼ لور ته چې تاو شې همدې ته ورته جوړښت دی. یو ځل به بیا جهت بدل کړې خو د ودانۍ په جوړښت کې به محسوس توپیر و نه وینې. هماغه سور دېوال او ستر ستر رواقونه. دریم لوري ته به مخه کړې. تر اوسه دې د ودانۍ شپږ مخه او درې د رواقونو مجموعې کتلې دي خو هر وار دې چې د ورننوتو تکل کړی ډبرینو جالیو دې مخه نیولې ده. دې بل اړخ ته راګرځې. منځنی رواق جالۍ نه لري. ور ننه به وځې. پراخ هال دی چې تر ډېرو جامع جوماتونو لوی ښکاري. په منځ کې د ټیټې غوندې چوترې له پاسه یو ډبرین جوړښت دی. پر چوتره د پورته کېدلو حق نه لرې خو له ورایه ګورې چې هلته پر دغه ډبرین جوړښت هېڅ هم نه دي لیکلي. د جوړښت هر مخ ښویه تیږه ده او څنډې یې تراشل شوې ښکاري.

دا د ستر ټولواک همایون قبر دی.

تر دې ډبرین جوړښت لاندې به د همایون هډوکي پراته وي، خو دا هم نه شې ویلای چې څومره لاندې؟

د مقبرې جوړوونکو، په ټوله پېچلې ودانیزه مجموعه کې یوه کرښه داسې څه نه دي لیکلي چې درته ووایي چې دلته څوک دی، خو ته پوهېږې. مخکې له دې چې تر دې ځایه راورسېږې هم پوهېدې. اوس یې له نېږدې ګورې.

بریالی هنري اثر وي همدغسې.

هغه څه چې په هنري اثر کې تر هر څه ډېر مهم دي، د هنري اثر اصلي توکی (پیغام یې بولې او که بل نوم ورکوې)، نه نومول کېږي، نه ویل کېږي. زموږ په ټولنه کې څوک د مشرانو نوم نه اخلي ځکه چې د نوم په اخیستلو د مشر د درناوي د پردې یوه څنډه پورته کېږي چې موږ یې د زغملو توان نه لرو. په هنري اثر کې هم د اصلي توکي ښکاره ویل، بربنډ ترسیمول، همداسې یو څه دي لکه مشر کس ته په نامه غږ کول.

هر څومره چې هنري اثر خپل هنری والی د ساده ګۍ په پردو کې پټ کړي هماغومره یې ښکلا او اغیز ډېرېږي. د اثر اصلي توکی – هغه څه چې اثر د هغه په خاطر ایجاد شوی دی – که هر څومره پټ شي هماغومره ښه ځلېږي.

په هدیرو کې، موږ د قبر پر شناختو د ښخ شوي کس د ژوند په اړه مالومات لیکو. که هغه هم و نه لیکو یو آیت یا یوه دعا خو ضرور پرې لیکو. که داسې و نه کړو نو بیا به زموږ دا مړی هم همداسې ورک وي لکه هغه  څنګ ته په نیمه هوارو شويو قبرونو کې چې څوک پراته دي. موږ په دې ډول د وخت له تېرېدا سره د تړلې هېرېدا طلسم ماتوو.

خو د همایون مقبره داسې نه ده. همایون ټولې د نیا پېژانده: د بابر زوی و، د شېرشاه دښمن و، د اکبر پلار و. یوه ړنګه شوې امپراتوري یې بېرته په پښو درولې وه. هر څوک پوهېږي چې همایون څوک و، چېرته پروت دی. که د همایون په اړه څه زده کول غواړو د تاریخ په کتابونو کې به یې لټوو. ځکه خو د همایون د ښخېدلو پر ځای د څه لیکلو ضرورت نه و. هر څوک پوهېدل چې دغه لویه وداني د همایون د مړي د خوندي توب او د هغه د یاد د ساتلو له پاره جوړه شوې ده.

د هنري اثر پیغام هم – که ژور وي، ريښتیا مهم وي، د ټولنې د پام وړ پیغام وي – باید د اثر په پردو او دېوالونو کې داسې وړاندې شي چې له ورایه او د زمانې تر کلاوو وراخوا و لیدل شي. د پیغام بربنډ ویل، پیغام ورکول دی. خو که هنرمن پیغام په خپل هنر کې پټ کړي د هنري اثر مخاطب هڅېږي چې هغه ناویلي واقعیتونه په خپله و لټوي، په یوه ډول یې خپل کړي.

خو د هنري پردې او وچ ابهام تر منځه لار ډېره نرۍ ده. ډېر ځله هنرمند د پیغام د مخامخ نه ویلو په هڅه کې ابهام را منځ ته کوي. دلته هنرمن له خپل مخاطبه لار ورکوي خو د لارې موندلو له پاره ورته هېڅ ډول نخښې نه پرېږدي.

مخاطب د اثر زړه ته نه شې ور کښېوتلای نو هملته یې پرېږدي او هېر یې کړي. بریالی هنرمن هغه دی چې په خپل هنر پخې لارې په شاړو سیمو کې داسې راونغاړي چې په سطحي نظر نه ښکاري خو کله چې ورته ځیر شې پوهېږې چې لار کومه ده او کومه لار نه ده. دلته مخاطب په مینه او خوند له اثر سره ملتیا کوي، په شوق سره ورکې لارې لټوي، چې د یوې لارې څرک ولګوي خوند ترې اخلي. بالاخره داسې شي لکه د اثر په پنځولو کې – که دقیق یې ووایو د اثر په ژوندي کولو کې – دی همدومره نقش لري لکه هنرمن یې چې لري.

د هنري اثر د پلونو خاپ یا –که څوک مې په دې ترکیب و نه ترټي – «د اثر اثر» چې د مخاطب په ذهن کې پاتې کېږي هماغومره ژور وي چې مخاطب پسې ډېر ګرزېدلی وي.


د ښاغلي منلي نورې لیکنې

222 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2