Categories

اعلان

Loading…

ياران ادبي دېرې لومړنۍ غونډه وکړه

نیټه : ۱۳۹۵ – ۸-۳۰

راپور : عبدالباري نعیمي

یاران ادبي دېرې د جمعې مبارکې په ورځ د لړم میاشتې په دېرشمه نېټه په ښرنه کې خپله لومړنۍ غونډه وکړه .

د قران کریم له تلاوت نه وروسته ، د پکتیکا د ژورنالستانو د ټولنې مشر سیف الرحمن (شهاب) غونډه د ښه راغلاست په وینا پیل کړه .

نومړي د د یاران ادبي دیرې فعالیت په فرهنګي ډګر کې یو پر ځای ګام وباله، او هیله یې وښووده چې دا غونډې باید دوامدارې شي.

لیکوالي څنګه پیل کړو ؟ دا دغونډې دلکچر موضوع وه او په اړه یې لیکوال او شاعر دادمحمد ناوک د غونډې ګډونوالو ته مالومات ورکړل.

ناوک د لیکوالۍ د فن په اړه ددیرې د غونډې له ګډونوالو سره خپلې او همدارنګه د نورو لیکوالانو تجربې شریکې کړې.

ناوک د خپل تدریس په یوه برخه کې زیاته کړه چې د یوې لیکنې د لیکلو پر مهال باید مقابل لوری (لوستونکي) په پام کې ونیول شي .

نوموړي په لیکوالۍ کې جرائت یو اړین رُکن وباله او همدارنګه یې دا خبره ناسمه وبلله چې یو لیکوال دي په خپلو پخوانیو لیکنو وشرمیږي او یا دې پرې پښیمانه شي.

په دغه لکچر کې د لیکوالۍ په بیلابیلو ډولونو هم بحث وشو او په اړه یې لکچرر ګډونوالو ته خپل مالومات وړاندې کړل .

د لکچر له پای ته رسیدو سره سم د یادې په موضوع په اړه ګډونوالو له ناوک نه خپلې پوښتې مطرح کړې:

داد محمد ناوک د ځوان شاعر اکبر راحل د ددې پوښتنې په ځواب کې چې ((د ځانګړې شوې موضوع په تړاو ښه وضاحت نه وو ، ایا پې پامي اوه که نه تیاری؟)) وویل چې هغه مالومات چې پر همدې مورد دوی راټول کړي وو همدومره وو او همدرانګه یې د هغه د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې هم وویل چې یو څوک کومه لیکنه کوي نو حتمي باید په ذهن کې یو څه ورته ولري.

لیکوال او ژونالست سیف الرحمن شهاب وپوښتل چې څنګه باید په لیکنه کې مقابل لوری (لوستونکي) په پام کې ونیسو؟

په ځواب کې یې وویل شول چې موږ په کومه ټولنه کې ، د چا لپاره او په څه شي لیکنه کوو ؟ دا په خپله د مقابل لوري په پام کې نیول دي.

ژورنالیست او لیکوال محمدالله همتیار بیا دا پوښتنه وکړه چې ایا خبر هم یوه لیکنه بللی شو؟ د دې پوښتنې په ځواب کې ناوک وویل چې هو ! بالکل خبر هم د لیکنې یو ډول دی او په اړه بشپړ مالومات وړاندې کړل.

د یاران ادبي دیرې د لومړنۍ ناستې دوهمه برخه مشاعرې ته ځانګړې شوې وه چې پکې یو شمیر ځوانو شاعرانو خپل ښایسته شعرونه ولوستل.

یاده دي وي چې په دې ناسته کې د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت هم د یوه فرهنګي په توګه برخه لرله او د نننۍ ناستې مشر میلمه هم وو.

دغه ناسته هم په پای کې ښاغلي وحدت وارزوله ، خورا ښه یې وبلله او ادبي او فرهنګي غونډو د لا ښه والي په اړه یې خپلې تجربې له ګډونوالو سره شریکې کړې.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده او راتلونکې غونډې لپاره وخت ، موضوع او وړاندې کوونکی وټاکل شوو.

14 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *