Categories

اعلان

Loading…

دا ځــــــــــــل زمـــــا وار ده/ مریم علي خان  

هره ورځ چې له خوبه پاســــم همدا خبــــــرې واورم: په فلانی ځای برید شوې، دومره سرتیری یې وژلي، دومره ملکي کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې، دومره کسان یې له ځان سره برمته وړي، دومره مهمات یې لاس ته ورغلې او داسې نور…..

ټوله ورځ پدې فکرونه کې یــــــــم چې آیا د هغي شهیدان خویندې، میندې او بچیان به خپل پاتې ژوند څنګه تیروې، څوک به هغـــــــوی ته د مرستی لاس وراوږد کړي، څوک به هغو ماشومانو په سر لاس کیږدي، هغی زړی مورته چی د فشار په ناروغــــــــۍ اخته ده څوک به درمل واخلي او پداسې وخت کې چې هر انسان خپل ضرورتونه په سختـــۍ سره پوره کوي، د دوی د ژوندانه لومړنـــې اړتیاوی به څنګه شي،هغه کســـــــان چی برمته شوي په کوم ځای کې به وي، څه رنګه سلوک به ورسره کیــــږي، آیا د ښځو عزت به یې خوندی پاتـــــې وی یا به …..؟

آه خدایه! دا اندیښنی می لیونۍ کړي، خو ژوند په اندیښنو مخ ته نه ځي هغې لپاره باید پورته شم ، قدم واخلم او زیار وباسم نو ځکه زه هم د کتاب مخ پرانیزم، خو د کتاب هر توری بیا یوه څیره شي. دا څیرې ډیرې عجیبې وي، ځینې یې په وینو لټ پټ، په هره څیره یو رنګه مایوسي خوره وي، ماته راګوري، داسی لکه چی څه ویل غواړي. د هر چا په لاســــونو او تندیو باندې یوه تته لیکنه وي، سم یې نشم لیدلــی، خو چې ښه ورته ځیـر شم نو ټولو یوه کلیمه لیکلـــی وي (مرســـــــــته).

هو په هرلاس، هر تندی او هر اندام مرسته لیکل شوی وي، د هغوی شونډې خوځیږی، چغې وهي، فریادونه کوی….

زه ورته ګورم، خو هیڅ غږ نه اورم داسې لکه چی هیڅ یې نه ګورم. فکر مې نور هم خراب شي، پداسې حال کی چیری لوست شي. کتاب بیرته وتړم بیا لکه لیونیو ګرځم او راګرځم.

ورځ په همــــــدې سوچونو تېره شي، ماښام په تلویزنون وګورم څو ښاغلـــي د ورځ په پېل کې د ساعتونو لپاره تقریر کوې بیا یو زوړ کور ته چی یو بوډا د امسا سره د ګټ په یوه څنډه ناست وي او له ډیر حیرت یې شونډې سره ګنډلې وي د جنــازی د اوچتولو لپاره ورشي وروسته د ناروغانو پوښتنه کوی او په پای کې هم د یو ویجاړی کنډوالــــی زیارت، او ورځ په همدا ډول تمامه شي. بیا په سوچونو کې ډوبه او لکه بیخودو له ځان سره لګیا شم: ــ ای کم بختی! دا ښاغلي چې ټوله ورځ دلته ول نو دا ستا او د هغو نورو غم به چا خوړلې وي، هغوی چې چغې وهلې، لاسونه یې غزولي ول او مرسته مرسته یې ناری وهلې، څنګه به وي، ژوندي یا مړه؟ ضرور به مړه شوي وي، هو ټول به اوس مړه پراته وي. آه! یعنی هغـوی مړه شول، د هغوی وار تېر شــــو، دا څل به د چا وار وی، د چا ها!؟ زما!؟ هـــــــــــــــــو زما، دا ځـــــــــــــل زما وار دی. مریم علي خان

53 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *