Categories

اعلان

Loading…

موږ ملي اتلان او ملي خایننان ښه پیژنو/ عبدالکریم رحیمزی

د څه نا څه درې لسیزو راهیسی د ملي ارزښتونو د ماتولو او سپکولو هڅې روانې دي، خو دغه هڅې د ۲۰۰۱ کال نه راپه دې خوا گړندۍ شوي او په منظم  ډول ترسره کیږي. په دولت کې دننه او بهر ډیرې کړۍ هڅې کوي چې د افغان تاریخي او ملي ویاړونو په هکله د افغان ملت ذهنونه مغشوش کړي. د دغه هڅو یوه بیلگه د ملی څیرو سره هیواد ته د خاینانو برابرول دی. راز راز لقبونه لکه ملی اتل، د سولې اتل او د ملي یووالی اتل داسی کسانو ته ورکړل شول چې د دغه سپیڅلو کلمو کټ مټ برعکس یې ژوند تیر کړی. د دغسی کسانو نه یو احمدشاه مسعود دی چې د ملی اتل !!! لقب ورکړل شو.

دلته د احمد شاه مسعود ژوند او په افغانستان کی یې د کړنو اغیزو ته په لاندی تیرو دورو کې کتنه شوی.

۱.   احمدشاه مسعود د ۱۳۷۵ کال د غوایی میاشتی تر کودتا پوری
۲.  د احمد شاه مسعود کړنی او ونډه په جهاد کې
۳.  د مجاهدینو او داکتر نجیب د حکومت په منځ کې د ملگرو ملتو د سولی پلان شنډول او ورپسی کابل ته د ده د ملیشو ننوتل. د افغانستان وسلوال پوځ په انحلال او  په کابل کې د خونړیو جگړو په پیلولو کې د ده ونډه.
۴. د طالبانو نه د ده تیښته بیرته پنجشیر ته او په ښکاره د افغانستان د قومونو په منځ کې د نفاق تخم شیندل.

1. احمد شاه مسعود په ۱۳۳۲ کال د پنجشیر په بازارک کې وزیږد. په هرات کې د یوی لنډی مودی نه پرته، ژوند یې تر ۱۳۵۲ کاله په کابل کې کړی. د کابل د استقلال لیسی نه د فراغت وروسته،  لوړی زده کړی یې د کابل پولیتخنیک   انجنیری پوهنځی کې پیل خو تری نیمگړی پاتی شوی. د پوهنتون په دوره کې د سازمان جوانان مسلمان چې د برهان الدین ربانی تر مشری لاندی د جمعیت اسلامی د ځوانانو څانگه وه غړی شو.

احمدشاه مسعود او ملگری یې د پاکستان په لمسون(۱) د سردار محمد داود خان د دولت په ضد کودتا کې په لاس لرلو تورن شول خو مسعود مخکې له دینه چې د قانون منگولی ور ورسیږی، پاکستان ته په تیښته بریالی شو.

د پاکستان دولت د ذوالفقار علی بوتو په مشری د خپل استخباراتی سازمان ISI په مټ د برهان الدین ربانی په مشری جمعیت اسلامی سره د دوو مخو په بنا اړیکې پاللی. لمړی دا چې  (۲) په افغانستان کې یو داسی  حکومت منځ ته راشی چې له یوی خوا نشنلست نه وی تر څو د پښتنو او بلوڅو د داعیې ملاتړ ونکړی او له بلی خوا د پاکستان تر اغیزی لاندی وی تر څو پاکستان د خپلو ملی گټو په بنا د افغانستان نه د هند په ضد کار واخلی. او بل دا چې دغه حکومت اسلامی وی ځکه چې افغان اولس کلک مسلمان دی او اسلامی حکومت به ورته د منلو وړ وی. پاکستان دغه ځانگړتیاوی په اسلام پاله گوند کې لیدلی.  لکه څنگه چې وروسته ولیدل شول د هجرت په وخت کې پاکستان پرته د جهادی تنظیمو بل هیڅ افغان گوند یا ډلی  لکه دافغان ملت ګوند او د ظاهرشاه ګروپ ته په پیښور کې د فعالیت اجازه ورنکړه.

دوهم دا چې پاکستان د دوی نه د سردار محمد داود خان د دولت په ضد، چې د هند سره یې ښی اړیکې لرلی او د دیورند د لیکې ها خوا پښتنو او بلوڅو د خپلواکی غوښتنی سره یې خواخوږی لرله، کار واخلی.

د پاکستان استخباراتی اداری په ۱۳۵۴ کال مسعود او ورسره ملگری یې وروسته د نظامی زده کړو بیا افغانستان ته ولیږل. دا ځل یې په پنجشیر کې په حکومت حمله وکړه. حکومتی اداری د ځایی خلکو په مرسته مسعود ته ماته ورکړه خو دی بیا پدی بریالی شو چې پاکستان ته تیښته وکړی . مسعود تر ۱۳۵۷ کال پوری په پاکستان کې د ISI تر سیوري لاندی په گوریلایی زدکړو بوخت پاتی شو  ّ

۲. د ۱۳۵۷ کال د کودتا نه وروسته مسعود بیا افغانستان ته ولیږل شو. په نورستان کې د یو څه مودی پاتی کېدو نه وروسته، پنجشیر ته لاړ او هلته یې د دولت په ضد په نظامی عملیاتو پیل وکړ.

د روسانو د اشغال په وخت کې کله به چې روسی قواوو عملیات په پنجشیر کې پیل کړل، مسعود به شاتگ ته مخه کړه. مرکزونه به یې د روسانو لاسته ورغلل. مسعود به داسی تیښته کوله چې د نورو اسنادو سربیره د هغه دولتی کارکونکو نوم لړ، چې د مسعود سره همکار وو، به هم تری پاتی وو.

مسعود په کال ۱۳۶۰ کې د روسانو سره اوربند لاسلیک کړ (۳). د اوربند د هوکړی په بنا به روسانو پیسی او خوراکی مواد مسعود ته ورکول او همدا راز روسانو به د مسعود د کنترول لاندی سیمو کې نظامی عملیات نکول. مسعود به په بدل کې د سالنگ په لویه لاره د روسانو په اکمالاتی قطارونو حمله نه کوله او هم یې په شا او خوا سیمو کې په قطار باندی د بل تنظیم مجاهدینو د حملی مخه نیوله. مسعود دغه هوکړی ته داسی وفادار پاتی شو چې د نورو مجاهدینو په روسانو باندی د یرغل مخه یې په مخامخ جګړو نیوله (۴). د مسعود او روسانو دوستی دومره زیاته شوه چې مسعود به د روسی جنرال د زوکړی د کلیزی مبارکی ته ورتله (۵).

د سالنگ د لویې لاری خوندیتوب  روسانو ته حیاتی ارزښت درلود ځکه چې د روسی پوځ ټول اکمالات لکه خواړه، مهمات ، وسلی، مخابراتی دستگاوی, ډگری جامی او هر هغه څه چې په جگړه کې اړین دی د همدغه لاری روسی پوځ ته رسیدل.

د روسانو سره د مسعود اوربند د افغانستان په نورو سیمو ډیر بد اغیز درلود. لکه څنگه چې روسی پوځ د مسعود نه بیغمه وو نو روسانو خپل ټول جنگی توان د افغانستان په نورو سیمو متمرکز کړی وو. پدغه سیمو کې د روسی پوځ د بمونو او توغندیو باران، د کلیو ورانول ، د کروندو سوزول، د ماشامانو، ښځو، سپین ږیرو په گډون د افغانانو وژنه او مهاجرت ته یې مجبورول د همدغه اوربند له وجهی وو.

که چیرته مسعود په ریښتیا جهاد کولی، د سالنگ د لویې لارې بندول او د روسانو په اکمالاتی قطارونو باندی حملې ښایی د روسانو د اشغال موده ډیره لنډه کړی وی ځکه چې دا یوازینی لاره وه چې روسانو  په افغانستان کې د خپل پوځ د اکمالاتو لپاره کار ځینی  اخیسته.  په پنجشیر او د سالنگ په لویه لار جگړه د افغانستان ځینی نورو ولایتونو، لکه کندهار یا هلمند په پرتله دومره ستونزمنه نه وه ځکه چې پنجشیر یوه غرنیزه سیمه ده او د سالنگ لویه لار هم د گڼ شمیر تنگیو او لوړو غرونو منځ کې تیره ده نو په داسی سیمه کې چریکی حملی آسانه او اغیز یې ډیر دی، لکه څنگه چې د روسی څلویښتم قل اردو قومندان جنرال بوریس گروموف General Boris Gromov وایی،” که چیری مسعود غوښتی وی، ده کولای شول په روسی عسکرو یوازی د غره نه د کاڼو په گذار سیمه زمونږه د فوځیانو په هدیره بدله کړی.” جنرال دا هم وایی,” د دغه لاری په تړلو زمونږه د پایښت هیڅ امکان نه وه.” (۶)

میخایل گوربچوف، د شوروی پخوانی مشر، د فبروری په ۱۶ کال ۲۰۰۴ د BBC پښتو څانگی سره په مرکه کې وویل، ” مسعود مونږه ته کار کولو…  د سالنگ لاره یې مونږه ته پرانیستی پریښی وه او هیچا ته یې اجازه نه ورکوله چې په مونږ یرغل وکړی.”.  مسعود د اشغال په ټوله دوره کې د روسانو په چوپړ کې پاتی شو.

گروموف په خپل کتاب “Limited Contingent ” کې لیکی چې مسعود به کله کله د دوی سره نمایشی جگړی کولی تر څو نور مجاهدین په مسعود شکمن نشی. دغه خبره د کې جی بی KGB د  لومړی څانگی مشر لیونید شیبر شین Leoni Shebershin هم په خپل کتاب کې ” د روس او افغان جگړه  The Soviet Afghan War” یاده کړی ده.

مسعود د روس، ایران، فرانسې او پاکستان د ISI سربیره، د بریتانیا MI 6 او امریکا CIA سره هم په جلا توگه اړیکې لرلې او د دوی نه یې مالی او نظامی مرستې ترلاسه کولې. کله چې په ۱۳۶۲ کال مسعود د روسانو په ضد جگړه بس کړه، سی آی اې CIA په دې پوه شوه چې مسعود بیا د روسانو سره اوربند کړی.(۷) د آمریکا استخباراتی اداره ډیره په تشویش کې وه ځکه د دوی خبره دا د مسعود لمړی ځل نده چې د روسانو سره معامله کوی ، په ۱۳۶۱ او ۱۳۶۰ کی هم ده د روسانو سره اوربند کړی وه. سی آی ای پدی هم پوهیده چې ایم آی سکس، MI 6  د انگلستان استخباراتی اداره، د مسعود سره نژدی اړیکی لری او مسعود ته ، د پاکستان نه په پټه، وسلی او پیسی هم ورکوی.

په هغه وخت کی د امریکا قانون خپل دولتی کارکونکی افغانستان ته د تگ نه منع کړی وو نو د سی آی ای کارکونکو نشو کولای مخامخ د مسعود سره وگوری خو د انگلستان دولتی کارکونکو ته د قانون له پلوه دا خنډ نشته وو. انگریزی SAS کوماندو  (خاص هوایی خدمات Special Air Service)  څو ځلی پنجشیر ته تللی وو، نو د امریکا استخباراتی اداری گس اوره کاتس Gus Avrakotos ، چې د سی آی ای د جنوبی آسیا د عملیاتی څانگی مشر وو، لندن ته ولیږه تر څو د مسعود او روسانو د پرله پسی اوربندونو دلیل پیدا کړی.

گس اوره کاتس وایی چې دومره په زړه پوری معلومات چې د ایم آی سکس کارکونکو د افغانستان د جګړی په هکله لرل، د ده علاقه یی د ایم آی سکس سره زیاته کړه. د انگلستان استخباراتی اداری په افغانستان او پاکستان کی د ۱۹ پیړی نه راپدیخوا فعالیت کوی او حتی د دوی ځینی اجنټان د انگریزی راج د کارکونکو لمسیان وو چې په سیمه کی د ژورنالیست، لیکوال او یا د تنباکو د تجار په صفت یی کارونه کول. کله چې روسانو افغانستان اشغال کړ، ایم آی سکس د دغه شبکی په فعاله کولو د مسعود سره  اړیکی ټینگی کړی.

ایم آی سکس په خپلو ناستو کی د گس اوره کاتس د پوښتنی په ځواب کی ووییل چې مسعود وایی د روسانو سره یی د نه جگړی دلیل د پاکستان لخوا د امریکایی نظامی مرستی ویش ناانډولتوب ده، یعنی دا چې د نورو په انډول، د ده سره لږ مرسته کیږی. پدغه ناسته کی چې د سی آی ای د اسلام آباد د څانگی مشر Howard Hart   هم گډون درلود، د مسعود په دغه ادعا یی شک او غصه څرگنده کړه. محمد یوسف ( د ISI کارکونکی)  چې د امریکا په پیسو د اخیستل شوو وسلو د ویش دنده  یی لرله ووییل چې مسعود او حکمتیار په مساوی توگه  ۱۹-۲۰% نظامی مرسته تر لاسه کوی.

په ۱۳۶۳ کال گس اوره کاتس په پټه او بدله څیره پیښور ته لاړ او هلته په ډینزهوټل Deans Hotel کی د مسعود ورور سره وکتل.  گس اوره کاتس ورته ووییل چې سی آی ای به د مسعود په نوم بانکی حساب په سویس کی جوړ کړی او مسعود به په مستقیم ډول د آی اس آی نه پرته وسلی او پیسی تر لاسه کوی.

د مسعود د مرگ نه وروسته ، د فهیم قسیم او د مسعود وروڼو پدغه بانکی حساب کی د پاتی پیسو په سر شخړه هم وشوه. فهیم وییلی چې دا پیسی په شورای نظار پوری اړه لری خو د مسعود وروڼه پدی ټینگ ولاړ وو چې دا پیسی د مسعود د کورنی دی.

پوښتنه دا ده چې سربیره پر دی چې امریکا او انگلستان دواړه د روسانو سره د مسعود په اړیکو خبر وو، نو ولی ایم آی سکس او سی آی ای د مسعود سره بی دریغه مرستو ته دوام ورکړ؟

د دغه پوښتنی په ځواب کی Bruce G. Richardsen  لیکی  (۸) چې پښتون قوم انگریزانو ته په جگړو کی سختی ماتی ورکړی دی او ټولی نړی ته یی سپک کړی. لکه څنگه چې د انگریزانو بهرنی پالیسی کی غچ نغښتی ده او دوی په افغانستان کی خپل سپکاوی نده هیر کړی، نو د پښتنو  نه د غچ اخیستنی په موخه، انگریزانو د مسعود، چې د لویی تاجکستان جوړولو طرح یی په سر کی درلوده ، سره اړیکی ساتلی  او د هغی په تقویه کولو باندی خپلی هڅی متمرکز کړی وی. انگریزانو غوښتل چې په راتلونکی کی مسعود یوه مطرح شخصیت وی. دوی مسعود ته یوازی د پیسو او  اسلحی  په ورکړه بسنه ونکړه. دوی دفرانسی سره په همکاری د مسعود په گټه یو پراخ پروپاگند د نړی په کچې پیل کړ. د ایم آی سکس ایجنټان د ژورنالیست په جامه د دغه تبلیغاتی کمپاین یوه برخه وو. سندی گال Sandy Gall  یو برطانیوی ژورنالست او لیکوال وایی چې ایم آی سکس د ده نه غوښتنه وکړه چې افغانستان ته لاړ شی او د مسعود په هکله داسی یو مستند فلم جوړ کړی چې مسعود د گوریلاو یو داسی قومندان وښیی چې په نظامی او تکتیکی چارو کی خارق‌العاده  پوهه لری او پدی هکله یو نابغه ده. فرانسویان هم د   Medecins sans Fontieres ډاکترانو په جامه کی پنجشیر ته تلل او د مسعود به هکله یی غربی نړی ته تبلیغاتی فلمونه جوړول. مسعود به بدل کی د دغه اجنټانو او فلم جوړونکو ښه میلمه پالنه کوله. دوی به یی په زمردو او یاقوتو ښه نازول، د اجنټانو د خوښ ساتلو لپاره یی دوی ته د مارکوپولو د ښکار آسانتیاوی برابرولی (۹).

د امریکا موخه د مسعود د تقویه کولو نه دا وه چې په راتلونکی کی د روسانو د ماتی وروسته د هغه وخت مطرح مشرانو ته یو رقیب ولری تر څو، د دوی خبره، د یو بل سره په جگړو د یو بنیادگر حکومت د جوړیدو مخه ونیسی.
مسعود د گڼ شمیر بهرنی هیوادو نه نظامی او مالی مرستی تر لاسه کولی. دغه مرستی په ظاهر کی د روسانو او د دوی خبره د افغان کمونیستی رژیم په وړاندی جهاد کی لگیدلی خو په باطن کی مسعود  د خپل ځان په تقویه کولو بوخت وو تر څو د دغه قوت نه د مناسب وخت په راتگ سره د خپلو فاشیستی اهدافو په مخ کی د خنډونو لیری کولو لپاره  ځینی کار واخلی . ده په پنجشیر کی په سلگونو هغه خلک او حتی د دوی کورنی چې د ده موقف ته گواښ وو  په یو او بل نامه له منځه یوړل. په هغه اسنادو کی چې روسانو ته د مسعود د مرکز په نیولو کی لاسته ورغلل د سیمیزه خلکو یو اوږد نوملړ هم وو چې مسعود یی د و‌ژلو پلان درلود. مسعود د ډیړی خود غرزی او ده ته د ګواښ له ویری نه، په سیمه کی د بل تنظیم فعالیت ته اجازه نه ورکوله.

د روسانو سره د اوربند په وخت کی مسعود د نظار شورا د خپلو فاشیستی اهدافو د تر لاسه کولو په موخه جوړه کړه. بروس ریچردسن د سید نورالحق حسینی، چې د افغان معلوماتو  او اسنادو مرکز Afghan Information and Documentation Center، کی د ژورنالیست دنده لرله، خبری داسی نقلوی، ” زما پلار، سید باقی الحق حسینی، د شورای نظار د کړنلاری یوه کاپی چې ده ته په بغلان کی لاسته ورغلی وه ما ته وښوده.  پدی کړنلاره کی، چې داکتر عبدالرحمن په فارسی لیکلی وه.، لیکل شوی وو چې د هری وسیلی نه پکار اخیستلو ، د شمال پښتنانه باید نابود او جبرا مهاجرت ته اړ کړل شی.”

۳.  که څه هم د ډاکتر نجیب حکومت د سولی وړاندیزونه وکړل، خو حتی د روسانو د وتلو نه ورورسته هم  وسله والو  د سولی خبری رد کړی او تاکید یی پر دی وو  چې د داکتر نجیب حکومت ته په نظامی ډگر کی ماته ورکړل شی . پدی هکله دغه وسله والو  کوم د پام وړ پرمختگ  ونکړ.  مسعود ، چې غربی هیوادو لکه انگلستان او فرانسی یو افسانوی نظامی قومندان تری جوړ کړی وو،  هم کومه لاسته راوړنه پدی هکله نه درلوده. دوی په جگړو کی د نه بریاوو له امله دومره ناهیلی شول چې ربانی د شوروی اتحاد مشر ته ورغی او د هغی نه یی غوښتنه وکړه چې د داکتر نجیب د حکومت په سقوط کی مرسته ورسره وکری. پخپله مسعود اعتراف کوی(۱۰) چې هر څه په ټپه دریدلی وو او ناهیلی ورځ تر بلی د دوی په منځ کی مخ په ډیریدو وی.

ډاکتر نجیب د سولی هڅو ته دوام ورکوو.  ورو ورو بیلابیلو تنظیمونو په پټه او ښکاره د حکومت سره د سولی خبری پیل کړی. په همدی وخت کی ملگرو ملتو هم په افغانستان کی د سولی په راوستلو کی خپلی هڅی گړندی کړی وی. کله چې ډاکتر نجیب یوه بیطرفه اداری ته د واک په سپارلو حاضر شو،  د ملگرو ملتو د سولی پلان ته، چې پنځه بنده یی لرل، هیلی زیاتی شوی.  ځینی  تنظیمی مشرانو  دغه پلان ومنو. خو ربانی، چې په ظاهر کی د تنظیم مشر او په باطن کی د مسعود بهرنی استازی وو، په پاکستان کی د امریکا سفیر ته د ملگرو ملتو د سولی پلان د منلو په بدل کی  بوږنونکی شرطونو وړاندی کړل.(۱۱)  د ربانی د شرطونو څخه یو دا وو چې د افغانستان امنیتی ځواکونه باید منحل شی.

مسعود خپلو ملاتړو ته په وینا کی په ښکاره وایی (۱۲) چې ده  ته د ملگرو ملتو د سولی پلان چې په هغی کی یوی بیطرفه اداری ته د واک سپارل شامل وو د منلو وړ نه وه. د دغه پلان په شنډولو کی ربانی په بهر کی او مسعود په هیواد کی د ننه په هلو ځلو بوخت وو.

مسعود په شمال کی دجنرال مومن، دوستم او منصور نادری او په مرکز کی د ځینی  کارملی جنرالانو اوحزبیانو لکه نبی عظیمی، آصف دلاور،علومی،جنرال بابه جان، فرید مزدک ، وکیل ، توده یی او داسی نورو سره په پټه د کودتا پلانونه جوړ او بیا عملی کړل.  دغه جنرالانو لمړی چاریکار او ورپسی د بگرام هوایی اډه د مسعود ملیشی ته تسلیم کړل او ورپسی یی کابل ته لاره ورکړه. پدی ترتیب مسعود د ملگرو ملتو د سولی پلان شنډ کړ، د افغان ملت هیلی یی د یو سوله ایزه افغانستان لپاره د خاورو سره برابری کړی او په جنگ ځپلی افغانستان کی یی یو بل ناورین پیل کړ.

مسعود وایی چې د ده ملیشی کابل ته د ننوتلو نه  په پیښور کی د موقت حکومت تر جوړیدو پوری  ډه ډه کوله، خو په حقیقت کی د ده او متحدینو ملیشی  د ډاکتر نجیب د استعفا نه مخکی د کارملی جنرالانو په مرسته د کابل په مهمو ځایو کی پر ځای شوی وی. د حکومت د امنیتی قواوو مسولین چې د کودتاچیانو سره هم غږی نه وو خلع قدرت او کورو ته ولیږل شول او د عام او تام قدرت په نیولو د افغانستان د وسلوال پوځ انحلال ته یی لاره هواره کړه.

مسعود د بگرام، چاریکار او نورو شمالی ولایتونو لکه کندز او تخار  ټوله درنه او سپکه اسلحه د سکاټ په  گډون او د مهماتو زیرمی یی پنجشیر ته انتقال کړی او وروسته یی په کابل کی د سقیله سلاح او مهماتو په چور پیل وکړ. خپله ملیشه یی پدغه اسلحو پوره تجهیز کړه او پاتی اسلحه  یی پنجشیر ته ولیږدوله.

د مسعود د ملیشوڅخه ملکی دولتی شتمنی هم خوندی پاتی نشوی. ددولتی ادارو لکه وزارتونه، ریاستونه او مدیریتونه ټولی منقوله شتمنی لکه موټر، میز،چوکی، کوچ، فرش او داسی نور په ډیره چټکی چور او تالا شول. د بی بی سی ژورنالیست وایی چې په ۱۹۹۲ کال د می په میاشت کی ده په خپلو سترگو ولیدل چې د جمعیت ملیشه د ارگ په چور اخته وو، دوی به ارگ ته ننوتل او د هغی خوا نه به د  قالینو او داسی نورو شیانو سره راووتل(۱۳).

مسعود سربیره پر دی چې یو  زندان یی په پنجشیر کی درلود، په کابل کی یی یو پټ زندان جوړ کړ. پدغه زندان کی د ده د ملی امنیت اداری زندانیان په ډیره بیرحمی شکنجه او اعدام کول. سربیره په بیشمیره نارینه بندیانو ، پدی زندان کی څه باندی اتیا ښځی د کوچنیو ماشامانو سره یی بندی وی چې هره شپه به د ملی امنیت د کارکونکو د جنسی تیری قربانی وی. په زندان کی د کارکونکو د وحشی کړنو  نه ډیر ماشامان د خپلو میندو  په غیږ کی مړه شول. پدغه زندان کی  مستنطقیو انسانیت، اسلامیت او رحم نپیژندل او د تحقیق په وخت کی د هر راز شنکجو نه، حتی په بندیانو باندی د مړیو غوښی او د انسانی فضله موادو په زور خوړلو نه  کار اخیسته. په یوه پیښه کی دمسعود یو مستنطق د یوی حامله ښځی نه د تحقیق په پای کی د هغی کمیس په چاړه څیړی او ورپسی یی په چاړه د ښځی د گیډی نه ماشوم وایست او بیا یی مړ ماشوم د نورو مړو ماشامانو سره په رسی د بام نه و ځړاوو. ښځی ، چې چیغی یی په ټول زندان کی اوریدل کیدی، پس د څو شیبو نه ساه ورکړه (۱۴).

په کابل کی د کورنی جگړی د پیل لویه وجه د مسعود خود غرضی او قدرت ته د رسیدو تنده وه. دی په خپله وینا کی په وضاحت وایی چې دا هیڅ د منلو نده چې جهاد به دوی کړی وی او قدرت به بی طرفی اداری ته سپارل کیږی. د دوستم ، منصور نادری، او کارملیانو سره د ده ایتلاف او کودتا ، کابل ته په خپل سر د خپلو ملیشو لیږل او د نورو تنظیمی مشرانو وړاندیزونو ته پام نکول، د دی سبب شول چې په افغانستان کی کورنی جګړه پیل شی. د کابل ورانول او جګړه لومړی مسعود د کورنیو چارو په وزارت کی د حکمتیار په ملیشو په هوایی بمباری پیل کړه. مسعود نه یوازی د حکمتیار سره بلکه د خپلو مخکینو متحدینو سره هم په جګړه کی ښکیل شو او جګړی ته یی قومی بڼه ورکړه چې په نتیجه کی په کابل کی د وحشت او بربریت فضا خپره شوه. نور نو د کابل د اوسیدونکو ژوند، ناموس او مال خوندی نه وو. د بیګناه خلکو د یو یا بل قوم په نامه وژل، د خلکو په سرونو کی میخونه ټکول او داسی نور جنایات د رقص مرده په ګډون ترسره شول. د خلکو په ناموس تیری وشو. کله چې د کابل په دولتی ادرو  کی نور د غلا او چور څه نه وو پاتی، د آمر صاحب شهید! مجاهدینو! د کورنو په چور او په پای کی حتی د کورنو په نړولو سره د دروازو، کړکیو، د چت د تیرو او برقی لینو په غلا پیل وکړ. د دغه جنایاتو پایله د ۶۰۰۰۰ بیګناه خلکو وژنه، د ملی اردو او ملی پولیسو انحلال، د کابل د اوسیدونکو ګاونډ ولایتونو او هیوادو ته مهاجرت او د ټول کابل ورانول وو.

د شورای نظار په خپلو جنایاتو یو پیښمانه غړی وایی چې د شورای نظار قومندانانو به په ویاړ د خپلو جنایاتو په هکله کیسی کولی. د مسعود یو قومندان وایی چې زما کار حلالول دی. تر اوسه می ۳۰۰- ۳۵۰ کسه وژلی. زه یو کور ته ننوتم. هلته می په یوه کوچنی ماشوم سترگی ولگیدی. برچې می  په خوله کی ورکړه. دا برچې یی داسی رودله لکه د مور تی، بیا می برچی ته زور ورکړ او تر ورمیږ می یی تیره کړه  (۱۵).

د مسعود داسی قومندانان، چې مستقیما  مسعود ته یی راپور ورکوو، په چور، غلا، وژنو، انسان تښتونی او په ښځو باندی په تیری کی ښکیل  وو . د دغه قومندانانو څخه یو قسیم جنگل باغ وو چې په مکرویان او وزیر اکبرخان مېنه کی د ښځو په بی عزتی، د کورنو په لوټ او انسان تښتونی کی بیشمیره جنایتونو کړی دی (۱۶).

په مکرویانو کی د مسعود یو قومندان دخپل شل تنه ملیشو سره د یوی دیارلس کلنی نجلی چې ناهید نومیده کور ته ننوتل، لمړی یی د نجلی دولس کلن ورور وویشته او ورپسی یی د نجلی بابا، پلار او مشر ورور شهیدان کړل. نجلی د دغه ځنارو نه د خلاصون په بدل کی مرګ قبول کړ او د شپږم پوړ نه یی ځان ښکته واچوه او شهیده شوه.

دغسی وحشت ته د مسعود ملیشه عیش او نوش وایی، کله چې مسعودیان د طالبانو نه پنجشیر ته وتښول، په یوه ناسته کی مسعود خپل ملیشو ته د جنګ پلان تشریح کوی(۱۷). د ناستی په پای کی د مسعود یو ملیشه حاضرینو ته په خطاب کی وایی،”تاسی په کابل کی … وکړه، عیش او نوش مو وکړ، موټر مو ولید، ډاډسن مو ولید، هر څه مو ولیدل نو اوس تاسی باید د خاین پښتون په وړاندی جګړه وکړی.

۴. مسعود ( د غربیانو له خوا مصنوعی جوړ شوی افسانوی قومندان) سره له دی چې ملیشی یی په راز راز پرمختللی وسلو سمبال وی، د طالبانو سره یی په کابل کی د جګړی جرْت ونکړ او  د پنجشیر په لور یی د درنو وسلو سره تیښته وکړه. ده تر څو یی چې وس وو په کابل او د کابل په پاتی اوسیدونکو رحم ونکړ او د شمال نه یی کابل په توغندیو بمباروو.

په دغه موده کی مسعود خپلو بادارانو لکه کی جی بی، سی آی ای، ایم آی سکس او واجه (د روسیی، امریکا، انګلستان او ایران استخباراتی اداری) یوازی پرینښود او تر آخره یی مسعود ته مالی او نظامی مرستی ورکولی.

ایران د روسیی او منځنی آسیا د جمهوریتونو په مرسته مسعود ته وسلی او مهمات رسول. د بشری حقوقو د څارنی یو راپور وایی چې په ۱۹۹۸ کی یوه ایرانی کارګو چې د ټانګ، توپ، هاوان او راکټ مرمی، لاسی بمونه او نوری د سپکو وسلو مرمی په کی وی په قزاقستان کی ونیول شوه (۱۸). سی آی ای به د مسعود سره په هره لیدنه کی تر ۲۵۰۰۰۰ ډالرو او نور د جګړی سامان لکه د مخابراتی سیګنالو د کشف وسایل ورکول (۱۹).

په دغه وخت کی مسعود خپل فاشیستی مخ اولس ته هم وښود او په ښکاره یی د نورو قومونو په ضد خپلو ملاتړو ته خبروی کولی. ده به خپلو ویناوو کی په ډیره شیطانی ځیرکی د افغانستان یو قوم تر بل ښه ښوده او په ځانګړی توګه پښنون قوم ته یی سپکاوی کوو (۲۰). دی وایی چې پښتانه د افغانستان په جنوب کی دوه دری سوه کاله مخکی اوسیدل چې نه یی فرهنګ درلود، نه تمدن او نه مدنیت او مونږه ګورو چې همغه خاصیتونه تر اوسه ورسره دی. دوی د جنوب نه راځی او دلته یو قبیلوی دولت جوړوی او دغسی حکومتو ته تر اوسه دوام ورکوی. مخکی خلکو شعور نه درلود، نو دا خبره نه وه چې چا حکومت وکړ او چا ونکړ. اوس خلک هوښیار شویدی او ټول مسلح دی، دوی نور د افغانانو ظالم حکومتونه چې دوه دری سوه کاله یی په دوی حکومت کړی نه منی، خو افغانان وایی چې دوی اکثریت دی او دوی به حکومت کوی.

په همدی وینا کی مسعود په زیرکی د افغانستان د تجزیی خبری کوی هغه دا چې پاکستان  غواړی د افغانستان جنوبی سیمی ځان سره الحاق کړی او ایران غواړی شیعه مذهبه افغانان ځانته راوبولی خو تاجکستان برعکس د دغه دوو هیوادو، غواړی د افغانستان د تاجکانو سره یو ځای شی. مسعود د لوی تاجکستان خوبونه د پخوا نه لیدل. یو روسی جنرال الکساندر لایخوسکی Alexandre A. Liakhovskii وایی چې احمد شاه مسعود په افغانستان کی د جګړی د پیل نه د افغانستان په تجزیه کار کولو. ده غوښتل د  تاجکستان او افغانستان تاجکان په لوی تاجکستان کی سره یو کړی  (۲۱). دغه خبره داکتر محمد حسن شرق ، د داکتر نجیب د حکومت صدراعظم، د پیام رادیو سره په مرکه کی هم یاده کړه. دی وایی چې دغه خبر میخایل ګرباچوف په کال ۱۳۶۴(۱۹۸۵ عیسوی) کی ما سره مطرح کړه.

‌د مسعود د ملی خیانت او جنایاتونو په هکله شااوخوا ۴۰ کتابونه د نړی مهمو شخصیتو لیکلی او د ده نوم په بیشمیره توګه د ملګرو ملتو د جنګی مجرمینو په راپورونو کی یاد شوی، خو په شهر ناپرسان کی دی ملی اتل !!! دی.

۱. https://en.wikipedia.org/wiki/Ahmad_Shah_Massoud
http://www.worldlibrary.org/articles/ahmad_shah_massoud

۲ . Who is Responsible for the Taliban? , Michael Rubin
Middle East Review of International Affairs, March 2002
http://www.washingtoninstitute.org/policy-analysis/view/who-is-responsible-for-the-taliban

۳. CHARLIE WILSON’S WAR, The extraordinary Story of the Covert
Operation that Changed the History of Our Times,  GEORGE CRILE,
Atlantic Books, London 2002. ۱۹۸ پاڼه

۴ American Raj: Liberation or Domination? Resolving the Conflict Between the West and the Muslim World; Erik S. Margolis; Key Porter Books, 2008,  ۱۹۶پاڼه

۵. Dynamics of Political Development in Afghanistan: The British, Russian and American Invasions, Hafizullah Emadi, Palgrave McMillen, New York 2010  پاڼه  ۴۳۱

۶. Limited Contingent، General Boris V. Gromov, Progress Press, Moscow, 1994, پاڼی ۱۸۸-۱۹۷

۷. CHARLIE WILSON’S WAR, The extraordinary Story of the Covert Operation that Changed the History of Our Times,  GEORGE CRILE,
Atlantic Books, London 2002. ۱۹۸ پاڼه

۸. The “Afghan” Who Wouldn’t Fight, Bruce G Richardson 22.06.2002.
https://therearenosunglasses.wordpress.com/2010/05/01/ahmed-massoud-the-afghan-who-sold-out-to-every-side-lionized-by-western-press/

۹. CHARLIE WILSON’S WAR, The extraordinary Story of the Covert
Operation that Changed the History of Our Times,  GEORGE CRILE,
Atlantic Books, London 2002. ۳۶۱, ۴۳۱ پاڼه

۱۰. Ahmed Shah Massoud speech in 1992
https://www.youtube.com/watch?v=XMyiDBSTkos

۱۱. Doomed In Afghanistan: A UN Officer’s Memoir of the Fall of Kabul and Najibullah’s Failed Escape; Phillip Corwin, Rutgers University Press, New Jersey 2002,  ۴۳۱ پاڼه

۱۲. Ahmed Shah Massoud speech in 1992
https://www.youtube.com/watch?v=XMyiDBSTkos

۱۳ Human Rights Watch. “Blood Stained Hands: Past atrocities in Kabul
and Afghanistan’s Legacy of Impunity.” 2005. Accessed at: www.hrw.org/
reports/2005/afghanistan0605/afghanistan0605.pdf

’. ۱۴ Afghanistan’s is intoxicated with violence’, Swiss Review of World Affairs, Mustafa Danech,  ۳۷،۳۸پاڼه

(۱۶ او ۱۵) Human Rights Watch. “Blood Stained Hands: Past atrocities in Kabul and Afghanistan’s Legacy of Impunity.” 2005. Accessed at: www.hrw.org/reports/2005/afghanistan0605/afghanistan0605.pdf

۱۷  https://www.youtube.com/watch?v=F1w8AvnDUkg
.
(۱۸) http://www.globalresearch.ca/articles/WOL309A.html

(۱۹)https://therearenosunglasses.wordpress.com/2010/05/01/ahmed-massoud-the-afghan-who-sold-out-to-every-side-lionized-by-western-press/

(۲۰) Ahmad Shah Massoud’s unheard speech about Islam, Afghanistan and its neighbours, Uzbak & Pashtun
https://www.youtube.com/watch?v=VJisfe6QC4Y

۲۱  Afghanistan, Ending the Reign of Soviet Terror, Bruce G. Richardson, Maverick Publications, 1998, ۵۶،۶۶ پاڼی

129 total views, 1 views today

1 comment

  1. عبدالله Reply

    وګوری غازی آمان الله خان ته جنجالونه دانګریزانو په مشوره دسقاو ځوی پر مخ وړل

    د ښاغلی محمد داود خان حکومت ته جنجالونه د پاکستان دآی اس آی په مشوره مسعود او ربانی پیداکول

    په نیمه شپه ببرک کارمل د روسانو سره یوځای غلچکی کابل ته راننوتلو لمړی یی حفیظ الله امین یی ووژلو او ورپسی یی ټول افغانان ووژل

    همداسی شورای نظار اوربانی خیل د امریکایانوسره یو ځای کابل ته راننوتل چه تر اوسه ادامه لری

    نه پوهیږم داخلک اوهم پنجابیان نور څه غواړی، افغانان یی هم ووژل او وطن یی هم وران کړو

Leave a Reply to عبدالله Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *