Categories

اعلان

Loading…

د موډرنایزېشن وېره/ څېړنوال عبدالغفور لېوال

موډرنایزېشن له نویو ټولنیزولاروچارو، تخنیکي وسایلو او امکاناتو څخه د یوې ټولنې د وګړیو دانساني ژوند شرایطو د لا ښه والي لپاره د کاراخیستلو شېوې او کړنچار ته وايي. شاتګپال او د زړو افکارو خاوندان په دوو دلایلو له دې نوښتونوڅخه ویریږي :
لومړی په دې لامل، چې نه یې پېژني .
دوهم ځکه، چې په شاتګپالنه کې د دوی ځانګړې ګټې نغښتې دي او که ټولنه له موډرنیزم سره مل ځان نوی کړي، نو د دوی ګټې پر اوبو لاهو کیږي.
موډرنایزېشن هيڅکله د ارزښتونو، باورونو او د ژوند د معنوي ښېګڼو پرخلاف نه دی.
په یوه کور کې د موډرنایزېشن او ارزښتونو د ګډ حضور بېلګه وګورئ :
یوه کورنۍ په یوه ښه کور کې ژوند کوي،چې برېښنا، اینترنیت اسانتیا، د مرکزګرمۍ سیستم، عصري تشنابونه، په تشنابونو کې روانې سړې او تودې اوبه، له روغتیايي اړتیاوو سره سمه ډوډۍ، د ماشومانو د زده کړې عصري وسایل او د لوبو ځای، شنه باغچه او … لري.
په همدې کور کې شونې ده، چې یوه مسلمانه کورنۍ له خپل ټول افغاني دود دستور سره یوځای ژوند وکړي. د کورنۍ غړي په تودو اوبو د اوداسه اسانتیا ولري او مېرمنې یې سترمنې او نارینه له ټولو دود اخلاقي ښېګڼو سره ژوند په کې وکړي.
په دې کور کې برېښنا، اینترنېت، مرکزګرمي، عصري تشنابونه، د پرمختللي ژوند وسایل، ښه پخلنځای او پوره ډوډۍ د موډرن ژوندانه وسایل او امکانات دي، د دې ټولو ترڅنګ افغاني ستر، دیني او دودیز اخلاقي ارزښتونه، عبادت او د مشر وکشر ترمنځ درناوی او شفقت هغه ارزښتونه دي، چې له موډرنو ژوندتوکیو سره کوم ټکر نه لري.
د ټکر له تصوره چې راتېر شو، ان چې د موډرن ژوند شونتیاوې د ارزښتونو د سمو پاللو لپاره مرستندوی امکانات هم دي.
د داسې جوماتونو شتون چې په ژمي کې تودې اوبه ولري او په اوړي کې په ایرکنډېشن ساړه شي، تر تورو تیارو او ویجاړو جوماتونو ډېر خلک خپلو درشلونو ته ورکاږلای شي.
هېواد او ټولنه هم کټ مټ هماغه کور ته ورته ده، چې کړای شي هم د ژوند له موډرنو امکاناتو څخه برخمن وي او هم خپل عقاید، دودونه او ارزښتونه وساتي.
افغانستان بشپړه سلنه مسلمان هېواد دی، دلته نو دبرېښنا، تکنولوژي، رېل پټلۍ، پرېمانه تولیدي کارځایونو،اوبخور سیستم، پراخه سمسورو کروندو، ځنګلونو، ښکلیو ښارونو، موډرن او ولسواک حکومتي نظام، پیاوړي اقتصاد او په ګېډه موړ ولس شتون به د دغه هېواد له کوم عقیدوي او دودیز ارزښت سره په ټکر کې وي؟ په تېره بیا چې موډرن او ولسواک حکومت د خلکو عقیدوي او دودیزو ارزښتونو ته درناوی او دهغوی پالنه په خپلو ملي لومړیتوبونو کې راولي او په ریښتینولۍ سره یې وپالي.
سوله ییز او هوسا ژوند یوازې د نامسلمانو ولسونو حق نه دی، بلکې مسلمان او دودپاله ملتونه هم حق لري سوله ییز او هوساژوند ولري، دا هغه وخت شونې ده، چې د انساني ژوند د شرایطو د لا ښه کولو فکر او سیاسي اصل له عقایدو او دودونو سره په ټکر کې و نه ګڼل شي.
په نړۍ کې د ترټولو ګڼ اسلامي نفوس خاوند هېواد ( اندونیزیا) او ترڅنګ یې بل هغه ( مالیزیا) همداسې ټولنې دي، هم په چټکو پرمختلونکیو هېوادونو کې ګڼل کیږي، هم سوله خوښي او ولسواک نظامونه لري او هم یې د خپلو خلکو دعقایدو او دودونو پالنې ته پام اړولای دی.
ما په ګڼو نړیوالو غونډو کې د دغو هېوادونو مسلمان استازي لیدلي دي،چې خپلې دودیزې جامې یې په تن وي، د لمانځه پرمهال خامخا ځي او لمونځ کوي، خو چې کله وینا ته پورته شي، نو د خورا موډرن او پرمختللي تفکر ، تعقل او علمي ـ ساینسي پوهنو پربنسټ نوې خبرې او تېسېسونه وړاندې کوي.
زموږ ستونزه :
په افغانستان کې د نومهالي تاریخ یوه ترخه تجربه دا وه، چې هر موډرنیست او پرمختګپال نهضت د دودیز و شاتګپالو له لوري د تکفیر په ډبره ویشتل شوي دي. او د دې تجربې د بیا بیا تکرار لاملونه دوه دي:
لومړی پخپله موډرنیستو خوځښتونو هم لازم احتیاط او پام نه دی کړی، دوی د خلکو د باورونو او دودونو درناوی له خپلو افکارو سره په ټکر کې لیده، حال دا چې دا باور ناسم و. تر یوه بریده ویلای شو، چې موډرنیستو خوځښتونو پخپله هم خپلې موخې او کړنلارې سمې نه پېژندلې او د دې لپاره یې پر ټولنپوهنیزو بنسټونو ولاړ دوکترین نه وو رامنځته کړي، چې څنګه خپل پیغام خلکو ته ورسولای شي؟
د افغانستان د پرمختګ دوښمنو هېوادونو او څارګرو کړیو، چې نه غوښتل افغانستان پرخپلو پښو ودریږي، تر هرڅه ډېر، د افغانستان له روښانفکرو موډرنیستو خوځښتونو څخه وېرېدل، له همدې کبله یې د دوی د تکفیر او غندلو لپاره له هرې وسیلې، کړنې او شواهدوڅخه ګټه پورته کوله.
د افغانانو د ټولیز او ټولنیز شعوري کچ له و دې او پرمختګ سره سره، لاهم د موډرنیستو بې احتیاطۍ او د دودیز شاتګپالو زنګوهلی او وروسته پاتې ذهنیت، چې په کلکه د پردیو دوښمنانو له خوا پالل او هڅول کیږي، دغه بېځایه ټکر ژوندی ساتلی دی، تر دې چې په یویشتمه پېړۍ کې هم افغان روښانفکر خوځښتونه د نولسمې او اتلسمې پېړۍ له سوړو څخه چیچل کیږي.
حللاره :
د یوې ټولنې د انساني ژوند دشرایطو د ښه والي لپاره هڅه، داسې یو سیاسي اصل دی، چې هېڅ سیاسي، عقیدوي، دودیز او فرهنګي تفکر یې مخالفت نه شي کولای .
که افغان روښانفکره او پرمختګپال سیاسي خوځښتونه په دې اړه خپل مرام او موخې په اغېزمنه ژبه او لحن خلکو ته وروپېژني د پردیو له لوري د لمسېدونکیو شاتګپالو له تکفیري ـ تخریبي ګوزارونو څخه خوندي پاتېدلای شي.
که د یوه خوځښت سیاسي مرام پرعلمي ـ عملي طرحو ولاړ وي او خلک باوري کړای شي، چې دوی د یوه پرمختللي، تولیدوونکي، هوسا او پرخپلو پښو ولاړ افغانستان لپاره کار کوي او د هیچاله عقیدوي، تاریخي ، دودیزو ارزښتونو سره په ټکر کې نه دي، نو د خلکو له هراړخيز ملاتړ څخه به برخمن شي.
د ټولنې هغه پوړونه چې سل کاله پخوا یې عکس اخیستل کفر ګاڼه او تذکره یې غربي ښکارنده (پدیده ) ګڼله همغوی اوس برېښنا غواړي، تلویزیونونو کې مرکې کوي او د زړو تذکرو پرنوي کولو ټینګار کوي. دا په دې مانا، چې عامه شعور پرمختګ کړی او د موډرن او هوسا ژوند وسایل د ټولو خوښ دي.
د خلکو باورونو، ارزښتونو، دودنو او عقیدوي بنسټونو ته ریښتنی او صادقانه درناوی هېڅکله د ارتجاعیت او وروسته پاتې ذهنیت په مانا نه دی، هماغسې چې دیوه پرمختللي اقتصادي سیستم، ښې حکومتوالۍ او د ژوند د پرمختللیو امکاناتو درلودل د خلکو د عقیدوي ارزښتونو د پالنې پر ضد هڅې نه شي ګڼل کېدای. د دې دواړو فکري اړخونو ترمنځ د پوهاوي ډایالوګ ته اړتیا شته ، چې زموږ د زمانې روښانفکر پوړ یې ښايي رامنځته کړي.
هیندوستان له زرګونو عقیدو او دودونو سره سره د سیمې او نړۍ یو پرمختللی زبرځواک ګڼل کیږي، هلته دودونو او ګروهو ته درناوی او موډرنایزېشن یو له بل سره موازي پرمختګ کوي، ان چې په ځینو برخو کې دا دواړه خوځښتونه یو دبل مرستندوی او ممد دي.
افغانستان چې له نېکه مرغه له عقیدوي وېش او اختلاف څخه هغومره نه ځوریږي، په پوره اسانۍ سره دغه دوه بهیرونه یو د بل د مرستې په پار کارولای شي.
یوازې باید په علمي او شعوري اراده ، دغه هڅه له یوه ځایه راپیل شي.
بدلون اوونيزه/ دوهم کال/۴۷ مه / پرلپسي ۹۹ مه ګڼه/چهارشنبه/ ميزان/۲۸/ ۱۳۹۵

55 total views, 3 views today

1 comment

  1. Dr.HamidUllah Zrrlver Sapi Reply

    سلامونه؛
    د لیوال صاحب په تآیید، راځئ چې شف شف نه ،شفتالو مثالونه ېې ووایو:
    د غازي امان الله خان د موډرنیزم هلې ځلې د هبیبولا بچهِ سقو، ګوډملا ، هضرتانو او… له خوا سل کاله بیرته وغورځول سوې..
    د م.ظاهر شاه او مرحوم م.داود خان د موډرنایزیشن هڅې د سوړ-جنګ د جاسوسانو له خوا سوشل-امفریالیزم خوا ته یوړل سو..
    د ډ.نجیب الله خان د ملي مصالحې او د ژنیو د م.م. پروسه د پنجابیانو او مرتجعینو له خوا په دوهمه سقاوي بدله سوه چې دوام ېې په دریمه او څلورمه سقاوۍ همګرايي !! لري…
    ولس باید د قلم، تقوی، یو موټی توب او پوهنو څخه کار واخلي او له تیارو څخه ځانونه رڼا او عصریت ته ځانونه راوباسي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *